دا هم د خدای کړه دي چي غيرت تر دې کچي خوار سو!

استاد عبدالمالک همت

موثقه خبره ده چي وايي د افغان ـ انګرېز په درېيمه، یعني د خپلواکۍ د جګړې په بهير کي انګرېزانو يو هندوستانی جاسوس عبدالکريم نومی د امير محمد يعقوب خان د زوی په نامه پکتيا ته ورساوه، هغه د امارت دعوه وکړه او ځان يې د افغانستان د تخت وارث وګاڼه. د دغه جاسوس د شيطنت او مکاریو له امله د ډېرو افغانانو ويني وبهېدې. خو وروسته څرګنده سوه دا رذيل د امير محمد يعقوب سره هيڅ تړاو نه لري، بلکي د انګرېزانو يو ګومارلی دی. نو څنګه چي خلک د هغه په ماهيت پوه سول، د دولت خوا يې ونیول او د هيواد له ګوټ ګوټ څخه خلکو جګړې ته د خپلو ځوانانو په ور لېږلو او د نغدو پيسو په ورکولو سره د دولت ملاتړ وکړ. بالاخره عبدالکريم هندی جاسوس اړ سو چي بيرته هند ته وتښتي. بيا انګرېزانو هغه برما ته ولېږی.

نوهغه وو چي يو ديني عالم مولوی يارمحمد رحمة الله عليه په خپل سر او په يوازي توګه له هغه څخه د غچ اخيستلو او د هغه د وژلو په موخه هند ته ولاړ، خو چي هلته يې پيدا نه کړ، او ورته معلومه سوه چي په برما کي دی، نو برما ته پسي ورغی او هلته يې پوښتنه پر پوښتنه په ډېره خواري د عبدالکريم څرک ولګاوه او ويې واژه اوپه دې توګه يې د خپلو خلکو د وينو غچ ځني واخيست او بېرته افغانستان ته راستون سو.

څنګه چي شاه امان الله غازي د هغه له دې کاره خبر سو هغه يې ډېر ونازاوه، خو د اماني دولت تر پرځېدو وروسته د انګرېز د ګوډاګي دولت له خوا بندي سو او چي تر ډېرو کلونو بند وروسته سپین ږيری او ضعيف سو له بنده خوشي سو او لږه موده وروسته وفات سو. الله دې وبخښي.

بله تاريخي پېښه داده چي د روم پاچا ټيوپیل نومي ته د مسلمانانو د ملکونو د نیولو تمه پیدا سوې وه، په تېره کله چي هغه خبر سو چي د مسلمانانو ټول پوځونه په آذربایجان کي په سوبو او فتوحاتو اخته دي. نو هغه وو چي د سلو زرو رومي پوځیانو سره د مسلمانانو جګړې ته وخوځېد . کله چي د «زبطره» په نامه کلا ته ورسېد کوچنیان او سپین ږیري یې ووژل، کلي او بانډې یې وراني کړې ، ښځي یې ولجه کړې او د هغو د عزت سپکاوی یې وکړ او چي مسلمان یې په لاس ورتي زوراوه او کړاوه یې. د اسیرو سوو ښځو په ډله کي یوې په زوره زوره چیغي وهلې: “وامعتصماه! وامعتصماه!”(اى معتصم بالله! اى معتصم بالله!).
( المعتصم بالله چي نوم ېې محمد او کنیه يې ابو اسحاق وو د هارون رشید خلیفه دوهم زوی وو. په ۱۸۰ هجري کي وزېږېد، د زده کړي له ښکلا څخه تقریباً بې برخي وو. په ۲۱۸ هجري کي خلیفه سو. په ۲۲۷ کي د ۴۷ کالو په عمر وفات سو).

کله چي دا خبر د مسلمانانو خلیفه «المعتصم» ته ورسېدی زښت زیات په قهر سو او ويې ویل: « بلې ! ای ښځي ستا چیغي مي واورېدې!». نو هغه وو چي سمدستي يې لښکر چمتو کړ او د مسلمانانو د یوه اتل پوځ په مشري ووت.

بالاخره یې د دجلې د سیند په لوېدیزه څنډه کي واړول او عجيف بن عنبة اوعمر الفرغاني يې د «زبطره» کلا ته ولېږل، څو د دغه ځای مسلمانان د ده د پوځ له ورتلو څخه خبر او خوشاله سي، خو «المعتصم» پوه سو چی رومیان هلته ترډېرو جنایتونو او فحشاوو وروسته له هغه ځایه تښتېدلي دي.

اما معتصم بېرته راونه ګرځېد، بلکی د رومیانو هیواد ته وخوځېد، او د هغو له کلاوو څخه یې د ډېری قوي کلا پوښتنه وکړه. په پایله کی پوه سو چي عموریه تر ټولو کلکه او قوي کلا ده چي تر اوسه هیڅ مسلمان واکمن تعرض نه دی پر کړی او دا کلا رومیانو ته تر قسطنطنیې لا ډېره غوره ده. نو امیر المومنین المعتصم بالله وپتېیل چی دغه ښار فتح کړی. سره د دې چي منجمینو وبېراوه چی اوس د دې کلا د نیولو وخت نه دی. هغو ورته وویل: «موږ په کتابونو کي لیدلي دي چي عموریه په دې وخت کي نه فتح کيږي، بلکي د هغې د فتح کېدو وخت هله دی چي انځر او انګور پاخه سی». خو معتصم د منجمینو خرافات ونه منل او د هغو پر خبرو یې غوږ ونه نیو او د عموريه د نیولو په تکل کي سو.

نو هغه وو چي معتصم خپل پوځ د سیحان سیند پر غاړه ځای پر ځای کړ او خپل یوه قوماندان «إفشين» نومي ته یې امر وکړ چي روم ته د «حدث» له لاري ننوزي اوهمدارنګه يې خپل بل قوماندان«أشناس» نومي ته امر وکړ چي د«طرسوس» له لاري دغه هیواد ته داخل سي او په انقره کي يې د دوی دواړو د سره یوځای کېدو ورځ وټاکل. نو هغه وو چي د مسلمانانو پوځ د انقرې سره تر راغونډېدو وروسته دغه ښار ته ننووت او عموریې ته ورسېد. معتصم خپل پوځ منظم او جګړې ته چمتو کړ، خپله د پوځ په زړه(منځ) کي واوسېد، «إفشين» یې د پوځ میمنې(ښي اړخ) ته وټاکه او«أشناس» يې د هغه میسرې (کیڼ اړخ) ته مقرر کړ. اسلامي پوځ ښار تر ډېری مودې ډېر کلک کلابند کړ او پای يې وکولای سول چي د ښار د کلا په دېوال کي یو سوری وکیني او ښار له دغه سوري ور دننه سي. مسلمان پوځیان په ډېر قوت او مړانه وجنکېدل، څو يې پر ښار خپله ولکه ټينګه کړه او د دغه ښار په نیولو پر رومیانو بریالي سول.

د عربو نامتو شاعر ابو تمام د دغي سوبي په اړه یوه ستره قصیده ولیکل او په هغې کي یې دغه سوبه تلپاتي اوهمېشنۍ کړه. هغه د دغي قصیدې په اول کي وايي: السيف أصدق أنباء من الكتب ::: في حدِّه الحـدُّ بين الجـدِّ واللعـب.

د توري خبر د کتابونو تر خبر ډېر رښتینی دی. په تېره والي کي يې د لوبو او ټوکو او رښتینولۍ او حقیقت ترمنځ تمیز او بېلوالی نغښتی دی.

وګورئ د پخوا په پرتله د عربو او عجمو دواړو مسلمانانو په غيرت کي څومره توپير راغلی دی؟ او س دادي مشرک بوداپال برمايان پر مسلمانانو دغونه جنايتکار ظلمونه کوي، خو په مسلمانانو کي نه يو عادی سړی پيدا سو، نه کوم واکمن چي مازي د کوم بودايي پوزه هم ور ويني کړي؟!

بې وسي مو، بې وسي چيغي وهي، خو څه يې په وس نه کيږي. خو د کومو واکمنو چي څه به وس کيږي مازي د خولې خبري کوي او هيڅوک داسي يو کار يا اقدام نه کوي چي د دغو بې اسرې مسلمانانو د ژغورني لامل سي؟!

الهي زموږ په غيرت کي خو څه نه دي پاته، نو ته په خپله خدايي دې بې وسو ته وس ور کړه او د دې بې غيرتو پرځای ستا مړونه او غيرتي بنده ګان رامنځ ته کړه! چي : ﴿ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ وَلا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لائِمٍ ﴾[النساء : ۵۴]،(يعني : چي د مومنانو سره نرمي کوي(پر مومنانو مهربان وي) او دکافرانو سره سختي کوي (پر کافرانو برلاسي او سخت زړه وي)، د الله (د دين د لوړتيا، عزت او غلبې) په لار کي (د الله د دښمنانو سره) جهاد (او هلي ځلي) کوي او (د لوى څښتن لپاره او د هغه په لار کي) د هيڅ ملامتوونکي له ملامتيا (اعتراض، مخالفت او ناخوښۍ) څخه نه بېريږي).

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د