دیني، سیرت او تاریخ

د دعوت د کلمې څېړنه او له خپلو منونکو څخه د دغې کلمې غوښتنه

د دعوت د کلمې ﴿لا اله الا الله محمد رسول الله ﴾ څېړنه او له خپلو منونکو څخه د دغي کلمې غوښتنه

کلمې شريفي ته د اشغالګرو کفارو د وروستي سپکاوي په عکس العمل کي او دغي کلمې ته د درناوي او تر هغې زموږ ټولو افغانانو د سرجارولو لپاره.

ژباړن: استاذ عبدالمالک همت

محترم لوستونکې !
دغه کوچنى کتاب چي د هند د نيمي وچي يوه ستر او نامتو عالم او متصوف، د حق او حقيقت د لاري پياوړي مجاهد او مبارز، لوى او منلي محقق علامه محمد منظور نعماني رحمة الله عليه ليکلى دى، د اسلام د يوې ډېري بنسټيزي او زياتي ارزښتناکي موضوع په هکله دى . ليکوال په لنډو الفاظو کي د اسلام د مقدس دين د مبارکي کلمې ﴿لا اله الا الله محمد رسول الله ﴾ په هکله ډېر داسي غوره او په زړه پوري مطالب را غونډ کړي دي چي په اوسمهال کي، کوم چي له هري خوا پر اسلام او اسلامي امت د غليمانو فرهنګي او عقيدوي يرغل په خپل ټوله زور او ځواک سره روان دى، د هر مسلمان لپاره د هغو لوستل او ورباندي پوهېدل زښت زيات اړين ښکاري.

د دې کتاب له ژباړلو څخه زموږ موخه دا ده چي زموږ پتمن خلک د اسلام د دغي ستري کلمې په مزاياوو او ارزښتونو سره خپل ذهنونه لا روښانه کړي، د لا زياتي بشپړتيا او همتناکۍ پر لور وخوځي او له يوه ستر پروردګار پرته د هر بې ارزښته موجود په وړاندي سر ټيټ نه کړي. خُوله بې له خدايه د بل چا په وړاندي په غوړه مالۍ او ثنا او صفت خلاصه نه کړي او انساني او اسلامي ستر ارزښتونه د هر ټيټ ساکښ پښو ته ونه غورځوي.

ليکوال په ډېرو ساده او عام فهمو الفاظو او لنډو جملو راوړلو سره د توحيد د دغي منلي کلمې دواړي برخي تشرېح کړي دي چي په دې هکله يې خپله دنده په ډېره ښه توکه ترسره کړې ده ، لوى څښتن جل جلاله دي اجر ورکړي.

زه هيله من يم چي د دې وړوکي کتاب ژباړه لوستونکو ته ګتوره او د لوى څښتن په وړاندي د منلو وړ وګرځي. البته که زما ژباړه هم د ليکوال د ليکني غوندي ساده او عام فهمه وي د ډېري خوښۍ ځاى به وي، خو که نه وي او د پياوړي ليکوال موخه او مطلب مي په روانو جملو کي نه وي افاده کړي دا نو زما نيمګړتيا ده چي هيله ده را ويې بخښئ.

له لوى څښتن جل جلاله څخه هيله من يم چي موږ ټول پر سمه لار برابر کړي او خپل رحمت او مغفرت را باندي ولوروي.

کلمه طيبه
﴿لا اله الا الله محمد رسول الله ﴾

د کلمې طيبې لومړۍ برخه :

د لوى څښتن توحيد

﴿لا اله الا الله ﴾

له الله جل جلاله پرته بل هيڅ معبود نسته ؛ يعني له لوى څښتن څخه ماسوا بل هيڅوک د عبادت او بنده ګۍ وړ نه دى.

ملت بيضا تن وجان لا اله

سازما را پرده ګردان لا اله

لا اله سرمايۀ اسرار ما
رشتۀ شيرازۀ افکار ما

حرفش از لب چون بدل آيد همى

زنده ګى را قوت افزايد همى

توحيد د دين بنسټ او د ايمان روح دى، او د ټولو انبياوو لخوا د هغو امتونو ته لومړنى پيغام هم همدغه توحيد دى.

قا ل الله تعالى:

﴿ وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ (25) ﴾ [ الانبياء: ٢١ : ٢٥]

ژباړه : موږ چي تر تا دمخه هر پيغمبر لېږلى دى ، هغه ته موږ همدغه وحي کړې ده چي له ماپرته بل خداى نسته، نو تاسي همدا زما بنده ګي وکړئ.

او د انسان نېکمرغي او بدمرغي او ژغورنه او هلاک د دغه توحيد په منلو او نه منلو او د هغه سره سم په تللو او نه تللو اړه لري. رسول الله صلی الله عليه و سلم يوه ورځ صحابه وو ته وفرمايل :

دوه شيان واجبوونکي دي. چا ورته وويل : « يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا الْمُوجِبَتَانِ» ( اى د لوى څښتن استازې کوم دوه
شيان واجبوونکي دي؟). هغه صلی الله عليه و سلم وفرمايل: « مَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ
مَاتَ يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّارَ» ( مسلم).

يعني : چا چي په لوى څښتن پوري شريک نه وي نيولى او مړ سي جنت له به داخل سي. او چا چي په لوى څښتن پوري شريک نيولى وي او په دغه حال کي مړ سي دوږخ ته به ننوزي.

په يوه بل حديث کي دي :

« حَقَّ اللَّهِ عَلَى الْعِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَحَقَّ الْعِبَادِ عَلَى اللَّهِ أَنْ لَا يُعَذِّبَ مَنْ لَا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا » (بخاري او مسلم).

يعني : د لوى څښتن حق پر بنده ګانو دادى چي د هغه عبادت وکړي او د هغه سره څوک شريک نه کړي. او د بنده ګانو حق پر لوى څښتن باندي دادى : چا چي په ده پوري څوک شريک نه وي نيولى عذاب ورنه کړي.
په يوه بل حديث کي دي:

« مَا مِنْ عَبْدٍ قَالَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ثُمَّ مَاتَ عَلَى ذَلِكَ إِلَّا دَخَلَ الْجَنَّةَ » (بخاري او مسلم).

يعني : کوم بنده چي ﴿ لا اله الا الله ﴾ ووايي ( يعني توحيد د خپل دين په توګه ومني او پر هغه تر پايه ټينګ سي). او پر دغه حال ومري جنت ته به داخل سي.

يو ځل رسول الله صلی الله عليه و سلم حضرت ابو هريره رضي الله عنه ته وويل : ولاړ سه او چي داسي څوک ومومې چي :

« َشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ مُسْتَيْقِنًا بِهَا قَلْبُهُ بَشَّرَهُ بِالْجَنَّةِ » ( مسلم).

يعني : چي په ﴿ لا اله الا الله ﴾ سره شاهدي وايي او د زړه له تله يقين پر لري ، هغه ته د جنت زېرى ورکړه.
دغه راز له حضرت عثمان رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله عليه و سلم وفرمايل:

« مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ» (مسلم).

يعني : څوک چي مړ سي او پوهيږي چي پر لا اله الا الله باندي يقين او باور لري، نو جنت ته به داخل سي.
له حضرت معاذ رضي الله عنهڅخه روايت دى چي يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه و سلم وفرمايل:
« مَفَاتِيحُ الْجَنَّةِ شَهَادَةُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ» ( رواه احمد).

يعني : د ﴿ لا اله الا الله ﴾ شهادت د جنت کيلۍ دي.

حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه وايي ما يوه ورځ له رسول الله صلی الله عليه و سلم څخه وپوښتل : مَا نَجَاةُ هَذَا الْأَمْرِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « مَنْ قَبِلَ مِنِّي الْكَلِمَةَ الَّتِي عَرَضْتُ عَلَى عَمِّي فَرَدَّهَا عَلَيَّ فَهِيَ لَهُ نَجَاةٌ» ( رواه احمد).

يعني : په دې دين کي د ژغورني ځانګړې نقطه څه ده؟ هغه وفرمايل : څوک چي زما راوړې کلمه ﴿ لا اله الا الله ﴾ ومني ، کومه چي ما خپل اکا ابو طالب ته وړاندي کړه خو ويې نه منل ، هغه به يې د ژغورني لامل سي.

خو له دې احاديثو څخه بايد داسي مطلب وانه خيستل سي چي بس مازي د ﴿ لا اله الا الله ﴾ په ويلو او د توحيد په اقرار کولو سره موږ د ژغورني مستحقين او دجنت اجاره داران کيږو. بلکي د دې احاديثو موخه يوازي داده چي د ژغورني تر ټولو ستر او لومړى شرط همدغه توحيد دى او له دې پرته ژغورنه ګردسره شونې نه ده. نو چا چي د توحيد دغه بلنه ومنل، د ژغورني دغه ستر شرط يې پوره کړ او د شرک له امله چي د ژغورني او جنت دروازه په قطعي توګه پر بنده وه، هغه اوس د توحيد په منلو سره پر پرانيستل سوه.

پاته سوه پر دې سربېره نور شرطونه ، مثلاً پر رسول صلی الله عليه و سلم باندي ايمان ، د آخرت پر ورځ ايمان او د دين مهمي غوښتني، لکه لمونځ، زکات او نورو اداينه ، نو د هغو معامله خپل پر ځاى بېله ده او په قرآن او سنتو کي پر خپلو خپلو ځايونو باندي د هغو شرايط هم په بشپړ وضاحت سره بيان سوي دي. په نورو الفاظو داسي هم ويلاى سو چي د ﴿ لا اله الا الله ﴾ منل او توحيد قبلول په حقيقت کي د بشپړ دين د قبلولو او اختيارولو يو سرليک او عنوان دى او له دې امله د دغو احاديثو مطلب دادى چي چا ﴿ لا اله الا الله ﴾ ومنل ، يعني چا چي دغه بشپړ دين ومانه چي بنسټ يې همدغه د ﴿ لا اله الا الله ﴾ کلمه ده نو هغه به هرو مرو جنت ته درومي.

لنډه دا چي په دغو احاديثو او داسي ډېرو نورو نصوصو کي په بشپړه څرګندتيا سره بيان سوي دي چي د ژغورني ټول دار مدار پر توحيد ، يعني د ﴿ لا اله الا الله ﴾ د پيغام پر منلو او هغه د خپل ژوند په بنسټ جوړولو باندي دى.

د توحيد حقيقت او د ﴿ لا اله الا الله ﴾ مطلب

خو د دې توحيد په حقيقت او د ﴿ لا اله الا الله ﴾ په مطلب باندي د پوهېدو لپاره تر ټولو دمخه بايد دا په ذهن کي کښېنول سي چي تر کومه ځايه چي د لوى څښتن په ذات او د هغه د خلق او ايجاد او د نړۍ د تدبير ( يعني د دنيا د پيدا کېدو او د دې نړۍ د کارخانې د چلېدو ) په صفت پوري اړه لري، نو د عربو هغو مشرکينو چي رسول الله صلی الله عليه و سلم تر ټولو دمخه د توحيد پيغام ورته وړاندي کړ ، هم له دې کبله لوى څښتن ” وحده لاشريک “باله. يعني هغو داسي عقيده څرګندول چي لوى څښتن چي د دې نړۍ پيدا کوونکى دى په خپل ذات کي بالکل يو او بې شريکه دى. هغه مځکه او آسمانونه او ټول کاينات پيدا کړي دي او هغه د نړۍ دغه ټوله کارخانه چلوي . قرآن مجيد د عربو د مشرکينو دغه اقرار او اعتقاد څو ځايه نقل کړى دى. وګورئ د يونس سوره څلورمه رکوع، د مؤمنون سوره پنځمه رکوع او د عنکبوت سوره شپږمه رکوع.

د عربو د مشرکينو شرک او له هغو څخه د توحيد د دعوت غوښتنه

خو د دې سره سره ، څنګه چي هغو په عبادت ( ١ ) کي کوم چي بايد يوازي د لوى څښتن لپاره وي ، خپل نور له ځانه رامنځته کړي معبودان هم شريکول او هغه يې حاجت روا او مشکل کشا ګڼل ، د خپلو ځانګړو اړتيا وو او ستونزو د ليري کولو لپاره به يې هغو ته دعاوي کولې او مرستي به يې ځني غوښتې. چي له دې امله مشرکين ګڼل کېدل (٢ ).

په هر صورت د عربو د جاهليت د دورې له تاريخ او د قرآن کريم له سلګونو آيتونو څخه معلوميږي چي د هغو ستر شرک همدغه دوه ډوله وو ؛ يعني يو په عبادتونو کي شرک ( شرک في العبادات ) او بل په مرستو کي شرک ( شرک في الاستعانت ). نو چي رسول الله صلی الله عليه و سلم هغو ته د ﴿ لا اله الا الله ﴾ پيغام وړاندي کړ ، د هغه لومړۍ غوښتنه له هغو څخه دا وه چي کوم لوى څښتن چي تاسي د دې دنيا په پيدا کېدو او د هغې په چلولو کي ” وحده لاشريک “ بولئ د عبادت او استعانت تعلق هم په هغه پوري ګڼئ. له هغه پرته د بل چا لمانځنه مه کوئ ، بل څوک حاجت روا مه ګڼئ او د خپلو اړتياوو او ستونزو په ليري کولو کي له هغه پرته بل څوک مه بلئ. دا د رسول الله صلی الله عليه و سلم د بلني لومړنۍ غوښتنه وه، او دا هغه د خپل دين د بنسټ او اصل او اساس په توګه وړاندي کول. لوى څښتن په قرآن کريم کي فرمايي :

﴿ أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي شَكٍّ مِنْ دِينِي فَلَا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (104) وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (105) وَلَا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ (106) وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ وَإِنْ يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ يُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (107)﴾ [ يونس: ١٠ : ١٠٤ ـ ١٠٧ ]

ژباړه : اى پيغمبره ! ووايه چي اى خلکو که تاسي تر اوسه پوري زما د دين په باب په څه شک کي ياست ، نو واورئ تاسي چي له الله څخه پرته د کومو بنده ګي کوئ زه د هغو بنده ګي نه کوم ، بلکي يوازي د هغه خداى بنده ګي کوم چي ستاسي مړينه د هغه په واک کي ده . ماته حکم سوى دى چي زه له ايمان راوړونکو څخه اوسم . او ماته ويل سوي دي چي ته يوې خواته اوسه ، خپل ځان سم دم پر دغه دين ټينګ کړه ، او هيڅکله له مشرکانو څخه مه کېږه او له الله څخه پرته بله کومه داسي هستي مه بله چي نه ګټه در رسولاى سي نه تاوان. که ته داسي وکړې نو له ظالمانو به يې. که الله تاپه کومه بخوله کي واچوي ، نو له هغه پرته بل څوک نسته چي دا بخوله ايسته کړي، او که هغه ستا په هکله د کومي ښېګڼي اراده وکړي نو د هغه د فضل مخ اړوونکى هم څوک نسته. د هغه چي له خپلو بنده ګانو چاته خوښه سي خپل فضل باندي پېرزو کوي او هغه بخښونکى او رحم کوونکى دى.

په دې ډول نور آيتونه هم د ” توحيد في العبادات“ او ” توحيد في الاستعانت“ په هکله راغلي دي.

د عبادت او استعانت يو له بله اړيکي

دغه عبادت او استعانت ( مرسته غوښتل ) يو له بله څه لازم او ملزوم هم دي. مشرکان د يوې آلهې لمانځنه د دې غلط فهمۍ پر بنسټ کوي، چي هغوى د خپل حماقت او ناپوهۍ له مخي هغه د دوى د ګټو او تاوانونو او ورانو وجاړو څښتنه او اختيار منه بولي او د خپلو اړتياوو او ستونزو اواروونکې يې ګڼي . لنډه دا چي د ګټي او تاوان عقيده د باطلو معبودانو د لمانځني لامل جوړيږي( ٣ ).

له دې امله په قرآن مجيد کي د توحيد د ښووني او تعليم په لړ کي په پلاوو پلاوو دا حقيقت په ګوته سوى دى چي مشرکان چي دکومو فرضي معبودانو عبادت او لمانځنه کوي، هغوى د هيڅ شي واک اختيار نه لري.
قال الله تعالى :

﴿قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِيرٍ (22)﴾ [ سبا: ٣٤ : ٢٢]

ژباړه : اى پيغمبره ! دغو مشرکانو ته ووايه چي هغه چي تاسي يې له الله پرته خپل معبودان ګڼئ راوبلئ. هغوى نه په آسمانونو کي د يوې ذرې په اندازه د کوم شي څښتنان دي ، نه په مځکه کي. هغوى د آسمان او مځکي په څښتنولي کي څه برخه هم نه لري ، له هغو څخه يو د الله مرستندوى هم نه دى.

بل ځاى فرمايي:

﴿قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا (56)﴾[ بني اسرائيل: ١٧: ٥٦] ژباړه : دوى ته ووايه هغه معبودان وبلئ چي تاسي يې له لويه څښتنه پرته خپل کارجوړوونکى ګڼئ، هغوى له تاسي څخه نه کوم کړاو ليري کولاى سي او نه يې بدلولاى سي.

په دغو او د هغو غوندي نورو آيتونو کي که څه هم په ظاهره د مشرکينو د باطلو معبودانو بې وسي او عاجزي څرګنده سوې ده او يوازي شرک في الاستعانت رد سوى دى. خو لکه چي عرض سوه عبادت په عامه توګه د ګټي او تاوان له عقيدې او د استعانت له لاري رامنځته کيږي. له دې امله په دې آيتونو سره شرک في العبادات هم رديږي او دغه ډول له کومو آيتونو څخه چي په سيخه توګه يوازي شرک في العبادات رد سوى دى د دغه يو له بله لزوم له امله له هغو څخه بالواسطه شرک في الاستعانت هم رديږي.

په هر صورت د عربو مشرکين چي د قرآن مجيد د توحيد د پيغام لومړني مخاطبين وه ، د هغو ستر او لومړۍ درجه شرک همدغه شرک في العبادت او شرک في الاستعانت وو. له دې امله چي د ﴿ لا اله الا الله﴾ په ذريعه هغو ته د کوم توحيد پيغام ورکړه سو د هغه لومړنۍ غوښتنه له هغو څخه دا وه چي هغوى په عبادت او استعانت کي له لوى څښتن سره بل څوک شريک نه کړي او موږ خپله هم د هر لمانځه په هر رکعت کي د دې خبري اقرار په دې الفاظو کوو:

﴿ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5)﴾
ژباړه : موږ يوازي همدا ستا عبادت کوو او يوازي له تا څخه مرسته غواړو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x