نظــر

د امریکې په نوي پالیسۍ یو څو خبرې « وروستۍ برخه»

ژباړه: رحمت شاه فراز

نن ورځ افغانستان د “ټرمپ” په نزد له کاني زېرمو ډک د سرو زرو مرغه دی. د هغه هڅه دا ده چې د امریکايي پوځ او ټېکدارانو په مرسته د افغانستان په دولت قبضه وکړي. خو دا چې د انصاف، ولسواکۍ او انساني حقوقومخکښ په نوم یادېدونکې نړۍ (امریکا) د افغانستان په طبیعي شتمنیو په ښکاره واک نشي ترلاسه کولی. ځکه نو ټرمپ، د امریکايي پوځ لوړ پوستي او اوسنۍ د ختیځ هند کمپنۍ یو ځای سره کېناستل او د داسې تګلارې په لټه کې شول چې دوی ته د افغانستان په خاوره کې د مېشتېدو جواز ورکړي او بیا د افغانانو په طبیعي زېرمو خپلې خېټي واچوي. بالآخره دا جواز يې ترلاسه کړ…

هغه دا چې که د امریکې او ناټو پوځونه له افغانستان څخه ووتل، نو القاعده او طالبانو ته به د بیا ځواکمنېدو موقع په لاس ورشي او له ځواکمنتیا وروسته به یو ځل بیا د ۹ / ۱۱ (ناین الیون) په څېر یرغلونه ترسره کولی وشي.

پدې جواز کې یو څه رښتیا هم شته دي. د عراقي پوځ له پرلپسې یرغلونو د نړیوال جهاد بیرغوال غورځنګ، “داعش” ښه زیات کمزوری شوی دی. له همدې کبله القاعدې ته یو ځل بیا د د راټوکېدو موقع په لاس ورغله. په افغانستان کې هغه څوک چې له داعش سره یو ځای شوي وو هغوی یو ځل بیا د القاعدې او طالبانو له کړیو سره یو ځای کېږي. ځکه نو القاعده له نوي سره له منظم کېدو وروسته امریکايي پلانونه شنډولی شي. سربېره پردې د امریکې د استخباراتو ایجنسۍ دا ادعا لري چې القاعده په افغانستان یا پاکستان کې مېشت دي.

دا حقایق پخپل ځای خو پوښتنه دا ده چې امریکا له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې په افغانستان کې له طالبانو، القاعده او نورو جهادي ډلو سره لاس او ګرېوان ده، خو ويې نشوی کولی چې هغوی ته ماته ورکړي. د دې جنګونو په لړ کې د امریکايي پوځ ۲۲۶۰ پوځیان ووژل شول او له شل زره نه زیات ټپيان شول. همدارنګه امریکا د افغانستان په بیا رغښت ۷۱۴ میلیونه ډالر ولګول، خو څه پایله يې ورکړه؟

لا تر ننه په افغانستان کې جنګونه او جګړې روانې دي. پدې بد مرغه هېواد کې یو بشپړ داسې پښت هم شته دی چې پدې هم نه پوهېږي چې سوله هم یو څه ته وايي که نه! دې پښت یوازې ورېدونکې مرمۍ، بمونه، چاودنې، او په وینو او خاورو کې لت پت د خپلو او پردیو مړي لېدلي دي. د هغې جګړې پایلې چې د امریکې ولسمشر “بوش” نړیوالو او افغانانو ته د یوه خوشاله او پرمختللي افغانستان په بڼه ښکاره کړي وې، ترلاسه نشوې.

د پردیو هېوادونو کومي مرستې چې افغانستان ترلاسه کړې، هغه یوازې په ګوت شمېر مشرانو خپلو خېټو ته واچولې. د افغانستان سیاسیون، دولتي افسران، جنګي رهبران په شپه شپه کې شتمن او بډای شول او د افغان ولس په حالت کې د ذرې هومره بدلون هم نه راغی. نن هم هغوی د بې وزلۍ او ناپوهۍ په غېږه کې له بنسټیزو اړتیاوو بې برخې دي او د بې چاره ګۍ ژوند تېروي. او اوس د امریکې حریص او ځان غوښتونکې مشران په بدمرغه افغانانو د تلپاتې جګړې تپل غواړي.

په افغان جګړه کې د ولسمشر ټرمپ د نوي تګلاري بنسټیز ټکی دا دی چې القاعده او طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره افغانستان ته څلور زره نور پوځیان ولېږل شي. پدې ډول په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو ټولټال شمېر دولس زره شي. پوښتنه دا ده چې په ۲۰۱۱م کې سل زره پوځیانو طالبانو ته ماته ونشوی ورکولی،نو دومره کم شمېر پوځیان کومي داسې غیر عادي ځانګړنې لري چې په پخوانیو عسکرو کې نه وې او د هغو په مټ به دوی بریالي شي؟!

همدا ټکی دې اړخ ته نغوته کوي چې امریکايي سیاسیون، سوداګر او د پوځ لوړپوستي د خپلو خپلو ګټو د بشپړولو لپاره له افغانستان څخه وتل نه غواړي. هېوادمشر ټرمپ د یوه سیاستمدار په توګه د پرلپسې تېروتنو کولو له مخې په امریکا کې د سختو نېوکو لاندې وو. ځکه نو هغه له آرو مسالو نه د ولس او رسنیو د پام بل خوا اړولو لپاره د افغانستان جګړه منځته راوچوله.

ټرمپ یو سوداګر دی. له همدې امله د ده ټول خپلوان او ملګري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې له لارې درندې ګټي لاسته راوړی شي او امریکايي پوځ داسې هېواد له لاسه ورکول نه غواړي چې د لوی ستراتیژیک ارزښت لرونکی وي. همدا رنګه دا هم شونې ده چې په راتلونکې کې د ټرمپ حکومت د افغانستان جګړه شخصي ټیکدارانو ته وسپاري چې ډېر ژر به د ختیځ هند کمپنۍ استازیتوب وکړي. او یو امریکايي وایسرای به د افغانستان چاري په لاس کې واخلي او د سیمې د طبیعي شتمنیو په لوټلو به اخته شي.

دا خو به راتلونکی وخت په ډاګه کړي چې امریکايي مشران په افغانستان کې تر نه ټاکلې وخته پوري په مېشتېدو کومي ارادې بشپړول غواړي او څه پلانونه لري؟ خو باید د زبر ځواکونو د هدیرې بلل کېدونکی هېواد دا مشهور متل تل په یاد ولري چې: “کوږ بار تر منزله نه رسي.” امریکايي لوړ پوړو هم د افغانۍ جګړې په صورت دروند بار په ملا بار کړی. داسې نشي چې روس او چین له طالبانو سره په مرستي تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي!! او دا ځل به نړۍ د متحده ایالتونو د ټوټې ټوټې کېدو ننداره پخپلو سترګو وګوري!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x