نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۴۱ برخه)

لږ وروسته یې دوی دواړه محکمې ته بوتلل، کله چې راغلل، وايي قاضیانو راته ویل چې تا اعتراف کړی، تا ته باید سزا درکړل شي، وايي ما ورته ویل چې دا اعتراف د زور اعتراف دی، د وهلو ټکولو په زور یې اعتراف را باندې کړی، د استخباراتو وهلو ته څوک ټینګېدای شي؟ دوی ویل چې نه داسې نه ده، وايي ما ورته ویل چې دلته اوس د ټولو په مخ کې پرتوګ درته وباسم!!! چې زه یې په څه حال کړی یم!! څلور میاشتې کېږي چې اوس هم وینې را نه ځي! تاسو خبر یاست چې  د امنیت په ریاستونو کې له بندیانو څخه څه ډول تحقیقات کېږي!  دا خبره مې چې  ورته وکړه، دوی غلي شول!

 

بیا یې ما ته ویل چې ډېر سخت یې وهلی یم، همدا اوس هم بې ادبي معاف وینې را نه ځي، ددې ظالمانو وهلو ته به څوک ټينګ شي، چې هېڅ دې نه وي کړي هم، یو څه در باندې وايي!

په همدې کاسټر کې د شمال یو کس را سره و، هغه هم مولوي صیب غوندې آزاد لګیا وو، د هېچا پروا یې نه ساتله، وايي زه د تېر جهاد پر مهال له شهید عبد الله عزام سره وم، د یو لاس ګوتې یې هم سره ور ټولې وې، ده ویل چې دا د روس په مقابل کې د جهاد پر مهال داسې شوی یم! اوس خارجیانو د مزار په میدان هوايي کې ونیولم، زه له ایران څخه راتلم، دوی ونیولم، سخت یې ووهلم. او زما په نیولو کې فهیم مستقیما دخیل دی، بلکې د هغه په امر نیول شوی یم. خو زه یې پروا نه لرم، څه چې الله جل جلاله کړي وي هغه به کېږي!

بیا هغه دمولوي صیب طالب ملګري ویل چې دا آغا صیب دی، او ظالمانو سخت ظلم ور سره کړی، ډېر زیات یې ځورولی دی، نوموړی طالب له هغه سره په یوه خونه کې و، او ډېر احترام یې ورته لرلو، هغه ویل چې له آغا صیب سره يې د تحقیق پر مهال ډېر سخت زیاتی کړی! د فانتا په بوتل یې کېښنولی…. اوس هم تکلیف دی!

 ما له ځان سره ویل چې ښه ده له تا سره یې دا جنایت نه دی کړی، خو په عین حال کې مې په هغه غریب هم سخت زړه وخوږېدو، ما ویل دا یې اسلامي جمهوري حکومت! چې نه انساني کرامت پېژني، نه اسلامي اخلاق پېژني! بس سپیره ځناور دي، الله دې هدایت ورته وکړي، که نه الله یې دې هلاک کړي! آمین.

په همدې خونه کې له یو حاجي صیب سره ملګری شوم، کله یې چې زه لومړی دې خونې ته راوستم، د خونې ملګرو به د ځینو نورو ملګرو نومونه اخیستل، او کله کله به یې په خبرو کې یادول، دوی ویل چې دلته له مونږ سره په خونه کې څو نور کسان هم وو، هغوی یې له دې ځای نه بوتلل، تقریبا ټول یې دیرش کسان له دې ځای نه بوتلل، نه پوهېږو چې چېرته یې بوتلل! داسې آوازه ده چې ریاست نود ته یې بیولي!

بله ورځ هسې سره ناست وو، د وره کلپ خلاص شو، که ګورو څلور کسان خونې ته راننوتل، د دوی له را تلو سره د خونو پخوانیو ملګرو شور جوړ کړ، ټول ورته پورته شول، هر یو، یو یو په غېږ کې ونیو، په ډېره سخته مینه یې ستړي مشي سره وکړل، تودې پوښتنې یې سره وکړې، مونږ نویو ملګرو هم ستړي مشي ور سره وکړل.

  وروسته پخوانیو ملګرو ویل چې دا هغه کسان دي چې مونږ به یادول، له دوی نه یې پوښتنه وکړه چې تاسو یې چېرته بیولی وئ؟ دوی ویل چې ریاست نود ته؟ آه. ویې وهلئ؟ دوی ویل نه! مونږ خو یې ونه وهلو، خو دنورو بندیانو چیغو اووهلو لیونیان کړو! هغوی به یې چې وهل زمونږ زړونه یې بوټ بوټ ایستل! الله دې دوی هلاک کړي!

هغه نور درې کسان یې بیرته له دې خونې نه نورو خونو ته بوتلل، یو حاجي صیب پکې و، هغه یې همدلته پرېښود، ساده، شاړ، آرام او موسکی، دمنځنۍ ونې غنم رنګی سړی و، غټې غټې سترګې او شنه ږیره یې وه.

حاجي صیب ډېر بې تکلفه او آرام سړی و، که څه هم چې نوموړی دلته د امریکایانو د غلامانو په لاس کې بندي و، خو په حقیقت کلک او غښتلی مخکنی مجاهد، او له یوې لويې جهادي کورنۍ سره تړاو و، وروسته یې ډېرې کیسې راته وکړې.

د نیولو جریان یې داسې راته بیان کړ، چې زه په بازار کې په خپل دوکان کې وم، که دوکان ته راتلم، زوی مې هم هملته په دوکان کې و، که ګورو د حکومت خلک راغلل، یو کس ور سره و، زه او زوی مې يې دواړه سره ونیولو، او مونږ یې هم بوتلو، ولسوالۍ ته یې بوتلو، هلته یې د وهلو پیل راباندې وکړ، هم زه هم مې زوی اوهم هغه بل کس یې ډېر سخت سخت ووهلو، ما ویل خبره څه ده، وايي ته او زوی دې له دې کس سره تړاو لرئ، او دا کس طالب دی!

حیران پاتې شوم، ما ویل زه په هېڅ نه یم خبر، زه خپل کاروبار کوم، زوی مې هم دا دی په خپل دوکان کې لګیا وي، مونږ نه له طالبانو سره کار لرو، او نه ورته وزګار یو، په چا يې منې! وهل او ټکول وو، لنډه دا چې له هغه ځای نه یې ریاست نود ته را ولېږلو.

کله یې چې له ما نه تحقیقات پیل کړ، ما ورته وویل چې زه په دې اړه هېڅ معلومات نه لرم، او نه دا کس پېژنم، خبره له خبرو ووتله، نور یې زه را چپه کړم، پښې یې جګې را باندې ونیوې، دوه کسانو پیپونه راته بند کړل، د پښو په تلو یې ووهلم ووهلم، چې ښه ستړي شول نور یې پرېښودم، کله چې زه را پورته کېدم، نشوای را پورته کېدای! پښې مې بالکل له حرکته لوېدلې وې! او دوی تعجب دیته وو!! چې ما د وهلو له پیله تر پایه اخ هم ونه کړ! زما پښې کلکې وې، ځکه زه بزګر یم، د ځمکې کار کوم، له همدې وجې پیپو ته ټينګ شوم!

دوی په خپل منځ یو او بل ته سره وکتل، کوم مشر يې و، هغه یې را وغوښت، هغه ورته ویل چې دا سړی په وهلو نه کېږي، له دې سره له تبلیغاتو کار واخلئ! له هغه وروسته یې په پنجرو کې وتړلم، پنځه ورځې یې بې خوبه کړم، داسې چې نه په ځان پوهېدم، نه په جهان!

 حاجي صیب د ریاست نود عجیبې او غریبې کیسې  راته وکړې، ده ویل چې یوه شپه یې زه په پنجرو کې تړلی وم، له ما اخوا په دهلیز کې یو سپین ږیری او یو یې زوی و، هغوی دواړه یې هم د نورو بندیانو په څېر په لاسونو کې ولچک کړي وو. دا د سپین ږیری زوی تنکی ځوانکی هلک و، یو څو لنډغر څارنوالان ورته تاوېدل را تاوېدل!

لنډه دا چې کله شپه پخه شوه، نور بندیان بیده شول، په دې هلک یې شروع وکړه، په داسې حال کې چې پلار غریب ډېرې زارۍ ورته وکړې! چې مه کوئ! دا جنایت مه کوئ! خو چا ته وايې! وحشیان داسې په مستۍ راغلي وو چې هېڅ انساني ارزښت، حیا او شرم یې نه لرل، د پلار په وړاندې یې له هلک سره بدکاري پیل کړه! هغه غریب هم لاس تړلی و! ما چې دا حال ولید! ماغزه مې سره ګډوډ شول!

سبا ته یې بیا تحقیق ته بوتلم! څلور کسان و، خبره مو سره واړوله، نور ما هم حوصله له لاسه ور کړه، اخ و ډب مو تر منځ را منځ ته شو، سره له دې چې زما لاسونه دواړه ولچک وو، نه پوهېږم چې څه ډول مې کړۍ ماتې کړې! کړۍ چې ماتې شوې نور مې پرې وخېز کړل، دوه څارنوال وو، یو مې په یو لاس او بل مې په بل لاس له ګرېوانونو  ونیول! داسې چې یو یې هم ځان نشوای را څخه خلاصولی!

په دې وخت کې زما هغه نارنجي د ګوانتانامو د زندانیانو په څېر پتلون ورته وايې که پرتوګ! په دې کش مکش کې مې هغه هم له پښو ورغورځېد! ځکه هغه پرتوګاښ نه درلود، هسې کشک یې پکې اېښي وو، یوازې همغه نارنجي د پتلون نیم کمیس مې په غاړه کې پاتې شو، او هغه هم غاړه یې وشکېده! نوره کیسه سره لغړه شوه!

او ما یې هم پروا نه لرله ځکه چې نه کېده! په همدې لغړ حالت کې مې دواړه څارنوالان په یو یو لاس نیولي وو، دوه نور وو، هغوی لګیا وو زما لاسونه یې د هغو دوه نورو له ګرېوانونو څخه خلاصول! مګر ما داسې ټینګ نیولي وو چې نه دوی اونه یې هم هغو نورو دواړو ملګرو زما لاس خلاصولی شوای! ډېر زورونه یې ووهل!

آخر هغه یوه ورته ویل چې از پایش بګیر! از پایش بګیر! له دې سره هغو دوو نورو کسانو چې زما لاسو نه یې د خپلو ملګرو له ګرېوانونو څخه خلاصول، یو تر یوه او بل تر بله پښه ونیوم، او جګ یې کړم! جګ یې کړم، ما په دې حالت کې هم همغه دوه نور څارنوالان ټینګ نیولي وو، دوی چې زما پښې زیاتې پورته کړې! او دا داسې حال دی چې زما په بدن کې یوازې همغه نیم زیړ کمیس دی او بس! نوره لوبه لپه لغړه ده! پتلون خو مخکې له مخکې له منځه لاړو! … نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني وروستۍ برخه په لاندي لینک ده:

http://nunn.asia/leekani/articles/10262

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x