fbpx

موږ تر ټولو ښه وسله لرو، خو چي په کار يې واچوو !

عبدالمالک همت

تر ټولو دمخه ټرمپ دې د اسلام سرسخت دښمن او د افغان ولس قاتل ته وايم :

لاتر اوسه يې ماغزه پرقرار نه دي
چاچي زما سره وهلی سر په سنګ دی

لاپه خوب کي په لرزه پرېوزي له کټه
چي د چا تر غوږ زما د توري شرنګ دی

که په دا دور مي ګورې هغه زه يم
چي مي داغ پر خاطر اپښی د پرنګ دی.

ټرمپ چي د خپل انتخاباتي کمپاين پرمهال د مسلمانانو پر ضد څه شومي ارادې څرګندولې او يا يې لري، له هغو څخه يې تر اوسه په نړۍ کي د پلي کېدو نخښي د دوو هيوادونو پر خلکو څرګندي سوي دی. يو د عربستان او بل پر تر ټولو بې وزلو او جګړې ځپلو ، خو په عين حال کي اتلو او جګړه مارو خلکو ، يعني د افغانستان پر خلکو څرګندي سوي دي. هم يې د هغو مقدساتو ته په سپکاوي کي او هم يې د هغو په زيات وژلو کي تر پخوا زياتوب راوستی دی.

د عربستان واکمنو د خپل واک د ساتلو لپاره د عربستان د خلکو له شتو څخه په سوونو مليارډه ډالربډي (رشوت) ورکړې او د هغه ځای واکمنان او خلک يې د اوس لپاره په ظاهره له شره وژغورل سول. خو موږ چي شته نه لرو دادی لکه د شرمښ غوندي ځناورانه حملې راباندي کوي او په بې انتها بېباکي مو مقدسات را سپکوي؟!

له غير اسلامي هيوادونو څخه هم ټرمپ ځيني ګواښي، خو شمالي کوريا چي شته او وسلې دواړي لري، ټرمپ او امريکايانو ته چي هر څومره پېشروونه وهي هغه د کندهاريانو په خبره تله پر تېروي او ځان ځني کاږي.

له دې څخه معلومه سوه چي ددې شرمښ مخه يا په پيسو نيول کيږی يا په وسلو. نو موږ خو متاسفانه نه پيسې لرو نه وسلې، اما حمد دي وي لوی څښتن سبحانه لره چي موږ اسلامي او افغاني غيرت او مړانه لرو کومه چي تر هر ډول وسلې زياته کاري او اغېزمنه ده. خو چي په کار يې واچوو او سم کار ځني واخيستل سي. که زموږ له دغي وسلې څخه سم کار واخيستل سي بيا به لکه چي زموږ دې وسلې ته پخوا هم هيڅ داړه مار دښمن نه دی ټينګ سوی اوس به هم ټينګ نه سي.
نو که غواړئ له دې وحشي شرمښ څخه ځانونه وژغورئ او دين، هيواد، خلکو، کلتور او نورو ارزښتونو ته مو

په سپکه سترګه ونه ګوري او يو د بل سره مو ونه جنګوي او د نړۍ د مدنيت له پر مخ روان کاروان څخه مو د سلونو کلونو لپاره پر شاو نه تمبوي، را پاڅئ د دې شرمښ پر ضد خپله دغه تر ټولو اغېزمنه وسله راواخلئ، موږ او زموږ اولنو ټولو زموږ دښمنان په دغه وسله تښتولي او پسي اخيستي دي. په نړۍ کي هم د دغي وسلې زور ته هيڅوک نه دي ټينګ سوي.

د دې وسلي کارول ډېرآسانه هم دي او د کارولو طريقه يې هم ډېره ساده ده. بس که موږ چي ټول يو په بل
پسې د تباهۍ سره مخ يو، په اسلامي او افغاني رشتيانۍ مړانه او غيرت يوبل ته د اتفاق لاسونه ورکړو او په رشتيا د سولي لپاره هلي ځلي وکړو او د يو بل آدرسونو ته راشه درشه پيل کړو او خپلو بې پلوو او بې غرضو مخورو، عالمانو، سپین ږيرو او دريمګړو ته د دواړو لورو د پخلايني واک اختيار ورکړو او سره جوړ سو او په همدغو دريمګړو ټرمپ ته ووايو چي موږ سره جوړ سوو تاسي زموږ له مقدسي خاوري هر څه ژر ووزئ، دا يې نخښه چي دغه مست لېوه به سمدستي د روسي سره لېوه غوندي لکۍ په ځان ننباسي او په کړونچي به زموږ له سپېڅلي مېني ووزي او شاوخوا نور سورلنډيان به لا هم سمدستي دلته د ځانونو لپاره خطر احساس کړي او له موږ څخه به يې د تل لپاره تمه وخېژي.

زاتفاق مګس شهد شود پيدا ::: خدا چه لذت شيرين در اتفاق نهاد.

که توفيق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

خوندوره لیکنه
الله ج دي اجر درکړي