نظــر

د فهیم مرګ او د ټلوالې بحران!

د افغانستان د ولسمشر لومړی معاون ښاغلی محمد قسیم فهیم د شکر د ناروغۍ له امله پرون یکشنبې د ۵۶ کالونو په عمر لدې نړۍ سترګې پټې کړې. فهیم د شمالي ټلوالې د مشر احمدشاه مسعود ځایناستی بلل کېده او په ټلواله کې تر نورو قومندانانو دده نفوذ د پام وړ وه. د فهیم مرګ شمالي ټلوالې ته یو ټکان باله شي. پدې کې شک نشته چې فقید فهیم د شمالي ټلوالې او تاجکي لږکیو د مفاداتو او حقوقو د خوندي ساتلو په لاره کې لوی سپر وه.

له دولت سره د فهیم همېشنۍ تربګني یوازې د هغه په شخصي، حزبي او قومي ګټو بناء وه. او پردې خبره د ټلوالې د نورو ټولو غړو اعتراف کافي دی.
دده مرګ پداسې وخت کې وشو چې څه کم یوه میاشت وروسته به د افغانستان خلک د رایې ورکولو صندوقونو ته ورځي او د حامد کرزي پر ځای به بل اولسمشر ټاکي. پداسې یو حالت کې چې ملت د مشروعیت له بحران، سیاسي ابهام، امنیتي کړکېچن حالت او ناپایداره اقتصادي خنډونو سره لاس او ګرېوان دی افغانستان خپل مطرح کس له لاسه ورکوي چې کولای شي د کرزي په ادارې منفي اغیزې ولري (احمد ولي مسعود).
احمدولي‌مسعود، د احمدشاه مسعود ورور چې په لندن کې د افغانستان سفیر وه ویلي: فهیم چې له قوارې یو کلک او سخت جنګیالی معلومېده او د غربي رسنیو له لوري به ورته هر وخت د (جنګسالار) خطاب کېده، خو هغه په اصل کې داسې نه وه. فهیم موږ ته یو سخي، نرم زړی او د جنګونو د وخت یو غوره داستان ویونکی شخصیت وه. ما به هر وخت خپل اولادونه هغه ته وروستل څو هغه ورته د ماشومانو د کاکا (احمدشاه مسعود) د اتلولیو په اړه کیسې وکړي.
پداسې وخت کې چې ټولټاکنې نږدې دي او د اولمسشر لومړی معاون له نړۍ سترګې پټوي، او پوست یې خالي پاتې کیږي، دا سوال مطرح کیږي چې څوک او څنګه به په دغه پوست تعینیږي؟ د اساسي قانون د 68 مادې مطابق، که چیرې د اولسمشر د معاونینو له ډلې څخه یو یې ومړ، نو اولسمشر کولای شي د هغه پر ځای بل څوک وروسته له هغه چې له پارلمان څخه رایې واخلي، تعینیيږي.
ظاهرا دغه پوست د تاجکو لپاره جوړ دی او باید یو تاجک ورته معرفي او تعین شي. د تاجکانو د حقوقو مدافعین د پنجشیر د درې خلک دي چې هر وخت همدوی د تاجکانو په استازیتوب هم په دولت او هم په رسنیو کې سینې ډبوي. او معلومه ده چې قسیم فهیم له پاتې شونو به یو کس تعینیږي او ددې احتمال هم شته چې د وخت د کمښت په خاطر هېڅ کوم کس معرفي نشي.
مرحوم فهیم د راروانو ټولټاکنو په اړه خپل دریځ څرګند کړی وه او خپل ملاتړ یې له داکتر عبدالله عبدالله څخه چې د شمال ټلوالې د غړیتوب سربېره د تاجکو د رهبریت او مشرۍ دعوه هم لري، اعلان کړی وه. فهیم سره لدې چې په ارګ کې د تاجکو د حقوقو قوي ملاتړ کوونکی وه د شمال اکثریت ټلواله هم پرې ورټوله وه. د اسوشیټد پرس له قوله: دده له مرګه وروسته ښایي هغه رایې چې (Sympathy Votes) یې بولي د داکتر عبدالله عبدالله صندوق ته وغورځي. ځکه پدغسې یو حالت کې ټلوالې ته پرته له عبدالله  بله کومه چاره نشته او نه هم بل مطرح کس لري. د داکتر عبدالله خوا ته به د خلکو میلان ورزیاتیږي او دی به یوازنی هغه کس وي چې د فهیم له مرګه به یې پوره پوره ګټه پورته کړې وي.
فهیم د مسعود له مرګه وروسته د ټلوالې د شورا د غونډې په پایله کې مشر وټاکل شو او هماغه وه چې وروسته په کابینه کې د دفاع د وزیر په توګه معرفي شو. ټلواله هغه وخت کې هم له سخت حالت سره مخ وه ځکه مسعود په ښکاره د خپل معاون په توګه کوم کس نه وه معرفي کړی چې لده وروسته دې د هغه کارونو ته ادامه ورکړي. خو په فهیم د ټلوالې اعتبار او اعتماد وه ځکه چې له مسعود سره همدی نږدې پاتې شوی وه.
کتي ګانون د افغانستان او پاکستان لپاره د اسوشیټډ پرس سیمه ییزه خبرنګاره ده چې له (مسعود خلیلي ـ په هسپانیه کې د افغانستان سفیر او د ټلوالې یو غړی ـ همدارنګه یو له هغو کسانو وه چې په مسعود باندې د حملې پر مهال ټپي شوی وه) سره یې د فهیم په اړه په تلیفون مرکه کړې. خلیلي وایي، د فهیم حالت خراب وه. شکر یې درلود ـ او دوه ځلې یې د زړه عملیاتونه کړي وه او درې ځلې جرمني ته د خپل صحت د معاینې او علاج لپاره تللی وه.  
خلیلي زیاتوي: فهیم هغه څوک وه چې د تنکۍ ځوانۍ په منګ کې یې د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ په خاطر ټوپک اوږې ته کړ او د مسعود تر څنګ ودریده. هغه د افغانستان له اتلانو څخه یو اتل دی. هغه همدارنګه د مسعود تر څنګه له طالبانو سره جنګ ته ادامه ورکړه. فهیم هغه څوک وه چې طالبان او ددوی نظریات او حکومت یې نه مانه. فهیم همدارنګه تر آخره  القاعدې ته د یوې ترورستي ډلې په سترګه کتل. هغه همدارنګه وویل؛ پروسږکال په کابل کې چې د مسعود د تلین ورځ لمانځل کېدله، نو ما فهیم ته مخ کړ او ورته مې وویل چې، معلومه نده کال ته به پدې نړۍ کې یا زه نه یم او یا ته، یوازې الله تعالی به وي چې همېش ژوندی دی.
  د شمالي ټلواله اوس یقینا په سخت حالت کې ده او داسې کوم محوري او کاریزماتیک شخصیت نلري چې دوی ټول پرې ورټول شي خو د خپلې بقاء او حضور په خاطر به داسې کس وړاندې کوي چې ددوی او دولت تر منځه یو پل جوړ شي او ددوی ونډه په راروان حکومت کې تعین او تامین کړي.

د عبدالبصیر عتیقزي کالم، امت، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x