د افغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک: عبدالرحمن خان

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

اميرعبدالرحمن خان دافضل خان زوى او ددوست محمد خان لمسى و.په ١٨٣٠ ز کال، دسردار محمد افضل خان په کور کې وزېږېد.

امير عبدالرحمن خان په نهه کلنۍ کې دپلار له لوري بلخ ته وغوښتل شو،هلته يې پلار(محمدافضل خان) غوښتل تر څو تعليم پرې وکړي،خو عبدالرحمن خان دتعليم سره علاقه نه درلوده.

په١٣کلنۍ کي داميردوست محمدخان له لوري دتاشقرغان حاکم وټاکل شو،خو له څه مودې وروسته يې استعفى ورکړه. وروسته دخپل پلار افضل خان له لوري دشرابو اوچرسوپه تورزنداني شو، دشيرمحمد خان سپه سالار له مړېني وروسته افضل خان دى له زندانه خلاص او خپل سپه سالار يي وټاکه.[1]

کله چي دوست محمدخان دهرات له فتحې وروسته وفات او پرځاى يي شېرعلي خان کښېناست ، نو دسوء تفاهم له امله شيرعلي خان په افضل خان بدګومانه او هغه يي ونيو، عبدالرحمن خان دخپل پلار په نيول کېدلو دبخارا په لوري وتښتېد.هلته وو،تردې چي کله اميرشيرعلي خان په کندهار کې مصروف شو،دى دموقعې په ليدلو افغانستان ته راغى. په بدخشان کې له محمداعظم خان سره يوځاى او دکابل په لوري وخوځيد،کابل يي ونيو.پلار يي چي په غزني کې زنداني و ، ازاد کړ او دپاچا په توګه يې وټاکو.

خپله دکندهارپه لوري پرمخ ولاړ اوکندهار يي له امير شېرعليخان څخه ونيو .

خو په ١٨٦٧ ز /١٢٨٤ س کې افضل خان مړ او پر ځاي يي ورور محمداعظم خان دعبدالرحمن خان تره کښېناست، هغه دى (عبدالرحمن)دمېمني په لوري واستاوو،کله چي عبدالرحمن خان دميمنې په محاصره بوخت و، شېرعلي خان په کندهار حمله وکړه،کندهار يي ونيو.په غزني کې يې محمداعظم خان ته ماتې ورکړه او دکابل په لوري وخوځيد.

عبدالرحمن دشېرعليخان په وړاندې تګ په خبرېدلو سمدستې دکابل په لوروخوځيد،په باميانو کې ورسره داعظم خان ماتې خوړلى لښکر مخامخ شو.هغه يي له ځان سره يو ځاى اودکابل شش ګاووسيمي ته راورسېد.دلته يې له شېرعلي خان سره جګړه وکړه،خو ماتې وخوړه.[2]

له اعظم خان سره يوځاى په سخت ژمې کې دايران په لوري وتښتېد،دايران واکمن دواړو ته بلنه ورکړه ، ترڅو هلته پاته شي .اعظم خان ومنله ، خو عبدالرحمن خان يي بلنه ونه منله او دبخارا په لوري ولاړ .

کله چي انګرېزانو په افغانستان حمله وکړه او په وړاندي يې مسلمان ولس پاڅون وکړ،عبدالرحمن خان له بخارا څخه راوتښتيد.تر آمو دې خواته راغى،په بدخشان او بلخ کې يې خلک په ځان راټول کړل او دکابل په لور را روان شو.په چاريکارو کي ورته انګرېز استازى راغىاو پيغام يې راوړ: موږ ستا واکمني منو، ته کابل ته خپل استازى راوليږه.[3]

انګرېزان چي دډېرو تلفاتو په ليدلو او په برتانيا کې دليبرل حکومت په راتلو دژر تر ژره وتلو په هڅه کي و،دداسي چا په لټه کي و،ترڅو ددوى تر وتلو وروسته يې نمائنده ګي وکړاى شي، همغه و چي عبدالرحمن يې پيدا کړ.

عبدالرحمن خان،خپل کاکا محمديوسف خان انګرېزانو ته وليږو.دهغوى ترمنځ خبري اتري وشوې او پرېکړه وشوه چي شېرپورته نژدې به عبدالرحمن خپله له برتانوي جنرالانو سره ويني.

اميرعبدالرحمن د١٨٨٠ ز کال دجولاى په ٣٠ نيټه شېرپور ته ورغى، له ګرېفن سره يې ليدنه وکړه او دهغوى شرايط يې چې دګندمک دشرايطو لنډيز و،ومنل.په دې تړون کي ويل شوي و:دافغانستان واکمن به دانګرېزانو څخه پرته له هيڅ حکومت سره سياسي اړيکي نه لري.او په دې توګه افغانستان سياسي استقلال له لاسه ورکړ.

امير ته ٣٠ ارابې توپونه،يومليون او٩٠٠ زره دخزانې روپۍ دجنرال سټوراټ او جنرال رابرټ له لوري ورکړل شوې.[4]

امير عبدالرحمن په ٢١ جولاى ١٨٨٠ ز کال په چاريکارو کي دپاچا په توګه اعلان شو او ددې کال داګست دمياشتي په ٧ نيټه کابل ته ننوت او په ٣٦ کلنۍ کې په رسمي توګه په تخت کيناست.[5]

ده وکولای سوای د څو مياشتو په موده کي دکابل امنيت تامين او دافغانستان نورو ښارونو ته پاملرنه وکړي.

اميرعبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي خپل مخالفين  له منځه يوړل.هغوى يې بنديان او يا تېښتې ته مجبورکړل. انګرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ،څو سوه توپونه او څو زره توپکان ورته ورکړل او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله.[6]

ده ډېر ژر ټول ښورښيان لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره ګان د ځان تابع کړل.دسپه سالار جنرال غلام حيدرخان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې، بيرته لاس ته کړي.همدارنګه يې ډېربغاتونه وځپل.[7]په کافرستان کي يې د اسلام دين خپور کړاوهغه ځای يې د نورستان په نامه و باله (٩٥-١٨٩٦ز) .

دده دمهال مهم جنګونه عبارت دي له :

له ايوب خان سره جګړه (١٨٨٧ز) دتره کو بغاوت (١٨٨٢) دشېنواروپاڅون(١٨٩٢ز)دمحمداسحق ښورښت (١٨٨٨ز) دهزاره جاتو نيول (٩١-١٨٩٣ز) او داسي نور.[8]

امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړل، د پوستې دفترونه يې خلاص کړل، شرعي محکمې يې بيرته خلاصي کړې،دکابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړل.دماليې دفترونه يې خلاص کړل ، د لارو غله يې له منځه يوړل.[9]

پولي واحديې غوره کړ او په کابل کې به چاپېده.[10]

له بهرنيو هيوادونو څخه يې ځيني ماشينونه راوړل،لکه :

١- دمسکوکاتو دضرب ماشين.   ٢- دتوپک جوړونې ماشين ،هنري مارتن.   ٣- دکارتوس جوړوني ماشين.        ٤-دبوت او خيمې جوړوني ماشينونه.  ٥- دعرق کشي وسايل   ٦- دبخاردستګاه، دپښ سامان او توپ جوړوني ماشين          ٧- دصابون جوړونې او شمع ريزي ماشينونه    ٨-دباروتو ماشين                ٩- دورېښمو اوبدلو ماشين        ١٠- مطبعۀ .[11]

دعبدالرحمن دپاچهي په مهال ځيني بهرنيان هم په مختلفو نومونو هيواد ته راغلل،دمثال په توګه :

١- داکترجان ګيري           ٢-مزيرس “انګليسي ډاکټر”      ٣- پين استوارت او مدلتن “انګرېزي انجينران”.

٤-آرتوکالينز چي دمسو ،سربو او نورو فلزانو په استخراج کې يې مهارت درلود. ٥- کاپيتان سي.ال.ګريس باخ “ځمکه پېژندونکى”.   ٦- ام ژرومي “فرانسوي انجنير”

٧-انګرېزه مېرمن ليلياس هملتون “دامير ځانګړې ډاکټره”      ٨- مېرمن کيت جديلي” انګرېزه، دحرم سراى مشاوره داکټره”.[12]

امير د “ضياء الملة والدين” په لقب پاچهي کوله.

د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي ګام اخيست.

په ٣٠ مارچ ١٨٨٥م[13] کال، تزاري روسيې په شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله. که څه هم انګرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای، خو دخپل منافقانه سياست له امله يي ونه کړه .

داميرعبدالرحمن خان په وخت کې له انګرېزانو سره دډېورنډ تړون لاسليک شو.(١٨٩٣زنومبر١٢/٢جمادي الاول١٣١١هـ)[14]پدې معاهده کي دافغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډېري ځمکي لکه پېښور،وزېرستان،چمن، کوژک تر کوټي پوري له لاسه ورکړل شوې.

امير عبدالرحمن په کابل کي په ١٩٠١ کال داکتوبر په لومړۍ نيټه له ٢١ کاله سلطنت وروسته د٧١ کلنو په عمر  مړ سو[15] او په ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو.

 

سرچينې:

[1] – تاج التواريخ، ٦ مخ١ټوک.اميرعبدالرحمان خان، ژباړن :عبدالقيوم زاهد مشواڼى،دانش خپرندويه ټولنه.١٣٧٩کب .

[2] – تفصيل او ماخذونه يې تېر شويدي.

[3]– افغانستان درمسيرتاريخ، ٦٤٠ مخ ١ ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[4]– افغانستان از امير کبير تارهبر کبير ١٧٨مخ . علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[5]– افغانستان درقرن ١٩، ٣٥٩- ٣٦١ مخونو څخه اخستنه. سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[6] – نگاهي به زندگاني اميرعبدالرحمن ،عبدالقادر کمالي.سايت

[7] – زموږ غازيان، ١٠٤-١٠٥ مخ .محمدولي زلمى. دافغانستان دعلومواکادمي، ١٣٦٨ کال داسد ٢٨.

[8] – افغانستان تاريخ وجغرافيا، ٧٢ مخ .لوئيس دوپري،مترجم:جعفررسولي .بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٥ هـ .

[9]– دتاج التواريخ  دليکني په اساس.

-[10] افغانستان درعصر سلسله محمدزايي،علي اکبر فياضي،سايت پژوهس سراى تاريخ افغانستان.

[11]– افغانستان درقرن ٢٠، ١٤ مخ.امين الله درېځ، انجمن نشراتي دانش.جدي ١٣٧٩هـ.

[12]– افغانستان تاريخ وجغرافيا،٨٦ مخ .

[13]– دافغان ملي تاريخ، ٥٧٩ مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد فرهاد. دساپي دپښتو څېړنو او پراختيا مرکز ، ١٣٨٣ هـ ل ليندۍ چاپ.

[14]– قراردادهاي افغانستان، عتيق الله نائب خيل .بنګاه انتشارات ميوند.

[15]– دافغانستان پرمعاصرتاريخ يوه لنډه کتنه، ١٤١ مخ. کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.

 

د لیکوال په اړه

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.

د نن ټکی اسیا اداره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د