
مارشال فهیم سبا کابل کې خاوروته سپارل کېږي
د افغانستان د ولسمشرۍ لومړی مرستیال، مارشال محمد قسیم فهیم چې پرون د کب په ۱۸مه په کابل کې د قلبي سکتې له وجې په حق ورسېد، سبا د کب په ۲۰مه به د کابل په شمال کې، د بادام باغ پر غونډۍ خاورو ته وسپارل شي.
د مرحوم فهیم د خاورو ته سپارلو د کمېسیون مشر او د کورنیو چارو وزیر، عمر داوودزي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د فهیم جسد به سبا سې شنبه د کب پر ۲۰مه د کابل په شمال کې د بادام باغ پر غونډۍ خاورو ته سپارل کېږي. د جنازې لومړی لمونځ به یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کورنیو او بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې ادا کېږي.
ښاغلي داوودزي زیاته کړه، چې تر نن ماښامه به د بهرنیو مېلمنو لېسټ بشپړ شي.
د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، چې د جنازې لومړی لمونځ به په بشپړ ډول دولتي وي او دویم لمونځ به د مارشال فهیم د پلویانو لپاره په بادام باغ غونډۍ کې ادا شي.
ښاغلي داوودزي وویل چې د فهیم فاتحه به د چهارشنبې په ورځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا کېږي. د یادولو وړ ده، چې سبا د سې شنبې ورځ د کب نولسمه به په ټول افغانستان کې رسمي رخصتي وي.