افغانستان

امریکايي لیکوال: مونږ افغانستان اشغال کړی او د ولس په وژلو اخته یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۶): امریکايي لیکوال او د لویزینا پوهنتون استاذ ډونارډ ډویر (Donard Dwyer) وايي چې امریکا له شپاړسو کلونو راهیسې افغانستان اشغال کړی او هلته د خلکو په وژلو اخته ده.

نوموړي تر همدې سرلیک لاندې یوه مقاله کې ویلي چې افغانستان د سپتمبر ۱۱مې په پیښو کې لاس نه درلود او نه یې هم امریکا ته خطر متوجه کړی و. د هغه په وینا، له همدې کبله په افغانستان کې د امریکایانو په لاس د هر فرد وژنه جنګي جنایت دی.

«افغانستان زمونږ په لاس وران او ویجاړ شو، حال دا چې هیڅکله یې په مونږ حمله نه وه کړې. نه د افغانستان حکومت او نه هم خلکو د سپتمبر ۱۱مې له پیښو سره تړاو درلود، نو بناء اوس مونږ چې په افغانستان کې هر فرد وژنو، دا یو جنګي جنایت دی».

خو نوموړی د طالبانو هغه بریدونه چې اوس یې په امریکايي ځواکونو ترسره کوي، د افغانانو «حق» ګڼي او وايي چې له اشغالګرو څخه د هیواد د ازادۍ لار همدا ده. هغه لیکي:

«ممکن له تاسو سره پوښتنه پیدا شي، دا اوس چې طالبان په امریکايانو باندې حملې کوي دا نو بیا څه شی دي؟. ته فرض کړه چې یو بهرنی هیواد (مثلا چین) په امریکا باندې بمبار وکړي، په مونږ باندې یو ګوډاګی حکومت راوتپي او زمونږ هیواد اشغال کړي، د وطن دوستو او هیوادپالو امریکایانو په حیث به مونږ هم دا حق ولرو چې اشغالګر عسکر ووژنو».

د لیکوال په وینا، په افغانستان کې پورتنۍ فرضیه په حقیقي بڼه شتون لري او یو «بې رحمه» استعمارګر په یو داسې هیواد یرغل کړی چې هیڅکله یې ورته خطر نه و متوجه کړی.

امریکايي لیکوال (ډونارډ ډویر) په همدې ټکي نور هم ټینګار کوي او د وضاحت په ډول زیاتوي:

«زمونږ ځواکونه اشغالګر دي، د هغه هیواد وطنپاله بچیان باید هغه امریکايي متجاوزین ووژني چې د هغوی خاوره یې اشغال کړې، دا د هغوی خپل حق دی، ځکه چې دا خاوره د هغوی ده، نه زمونږ».

لیکوال په افغانستان کې د «ترهګرو» د لفظ له استعمال سره هم مخالفت څرګند کړی او ویلي يې دي چې «مونږ په اصطلاح هغه ترهګر وژنو چې همدا زمونږ له کبله یې په مقاومت لاس پورې کړی».

نوموړي لیکي چې امریکایان هر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰۰ زیات بمونه غورځوي او په دې جګړه یې تر ۱ تریلیون ډالرو زیات لګښت کړی. خو په وینا یې له دې سره بیا هم دغه ناکامه جګړه د بندبست په حال کې ده او د هر بې ګناه افغان وژل نور وطنپاله مقاومت کوونکي زیږوي.

لیکوال لیکي چې امریکايي مشران باید په افغانستان کې نور امریکايي پوځیان د مرګ خولې ته ورنکړي او زیاتوي چې د امریکا «خاینو» ولسمشرانو امریکايي پوځیان د خپلو شخصي ګټو لپاره قرباني کړل.

نوموړي له امریکايي عسکرو غوښتي چې باید د جینوا کنونسیون له مخې د هغو نظامي مشرانو اطاعت ونکړي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ترسره کولو لپاره عسکرو ته امر کوي.

امریکايي لیکوال (ډونارډ ډویر) په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو او د عسکرو په بشپړ ایستلو ټینګار کړی او د مقالې په پای کې يې لیکلي:

«یوازې سوله جګړه ختمولی شي. تر هرڅه لومړی باید د جګړې، بمباریو، پوځي عملیات او وژنې لړۍ ودرول شي. په دوهم قدم کې باید د سولې او د عسکرو د ایستلو لپاره خبرې او مذاکرات پیل شي. د سولې له کوښښ پرته به مونږ محض د یو شر اچوونکي استعمارګر حیثیت ولرو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پشتو کی یو متل دی وایی ( ښځو کی نارینه پیدا کیږی ) یعنی ښځو کی هم ځینی غیرتی او میړنی ښځی شتون لری . امریکا او ناتو کی هم خوښتونه ټکول کیږی خپلو وحشتو ته پام کوی نور نه غواړی چه بین المللی مافیه یی بچیان د خپلو استثماری او استعماری ګټو د پاره وینه توی کړی او یا دنورو وینه پری توی کړی . زه د دغه امریکایی استاد دلیکنی ستاینه او هرکلی کوم کشکی نور هم د ده په شان ولیکی ، د خپلو لویانو په مقابل کی عملی پاڅون وکړی او مظلوم بشریت د دوی له… نور لوستل »

مېلمه

که تاسي د داسي لیکنو ادرس یا ماخذ ولیکئ دا ډيره ښه وي لکه لاندي لینک د دي لیکني په اړه. ځکه خلکو ته بیا پوښتنه نه پېدا کیږي.
http://www.shreveporttimes.com/story/opinion/2017/09/09/u-s-cold-blooded-invader-afghanistan-dwyer/645219001/

عبدالواحد اڅګزۍ

ماپه امریکاکی ډیر وخت تیرکړۍ دۍ عوام یی همدرده انصاف داره دی دایو لیکوال نه دۍ چه دایی لیکلی دی دامریکا ۹۹٪ خلک پدی فکر دی ولی دامریکا CIAچه دیهودو نماینده ګان دی دادظلم اوقتل اوامر ددوی دی حکومت یی ددوی تابع دۍ ټول ظلمونه اوخرابۍ یی پیسه پرستان اړوی زموږ په ملکو کی هم پیسه پرستان ظلمونه کوی دکفارو ملګری هم زموږ حریصان او پیسه پرستان دی . په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

khushal

میلمه صاحب ! ډیره مننه ، فکر کوم چه نن له خوبه په ښی اړخ پاڅیدلی یعنی هغه لینک دی مونږ ته ډالی کړی کیدی شی د هغه لینک په مټ به مونږ اولنی کس یعنی هغه استاد ته پورتنی لیکنه یی نړیوالو ته ډالی کړی رسیدګی وکړو او په دی اړه به یی لا ډیر تشویق کړو . میلمه صاحب بیا هم ډیره مننه کوم خدای دی وکړی چه په همدی ډول د خلکو د توهین په ځای د خلکو سره مرسته وکړی او خپل نظریات ورسره د اسلامی او انسانی اخلاقو او حکمت له مخی تبادله کړی منن

محمد حذیفه

خپله امریکایان وایی چی افغانستان اشغال دی او زمونږ فوځیان هلته مستقیما د جنایاتو په کولو مشغول دی اما افسوس ددی افغانی حلقه بګوشه ګوډاګیانو په حال چی وایی ندی اشغال او آزاد او مستقل ده. خو مونږ پدی پوهیږو چی ددی افغانی حلقه بګوشه امریکایی کوډاګیانو او غرب زده ګانو له آزادی او استقلال نه منظور څه ده. ددوی له آزادی او استقلال نه منظور ددوی په اصطلاح د قرون وسطی له قوانینو چی په حقیقت کښی هماغه واقعی اسلام ده نه العیاذبالله خلاصون او په اصطلاح د اوسنی متمدنی نړی (یعنی غرب او اوروپا جمع سیکولر او سرمایه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x