افغانستان

هرات کې چاودنې لس تنو ته مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې نن غرمه یوې زورورې چاودنې د دوو محلي پولیسو پر وژلو سربېره اته تنه نور سخت ژوبل کړي دي.

د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې چاودنه نن غرمه شاوخوا دولس بجې د رباط سنګي ولسوالۍ د بازار په منځ کې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې د اربکیانو یا محلي پولیسو ډله له سېمي څخه د تېریدا په حال کې وه.
ویل کېږي، چې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو منفجره موادو له کبله رامنځته شوې.
بل پلو ، د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاين د رسنیو دفتر دا پېښه په کلکه غندلې او زیاتوي چې په دې چاودنه کې د دوی کمپاین دوه سیمه ییز ساتونکي وژل شوي او څلور نور شدید ټپیان دي.
تر اوسه طالبانو د پېښي په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x