غزل/ سيد الهام

سيد الهام

ښکاري که ماته یې وعده ده نور
تېر سه ما زدیګره په ما شپه ده نور

ګډ دي وي غماز چي څو یې وس رسي
باک مي نشته مینه مي پخه ده نور

خدای مکړه ګونګی دي شم چي وایم به
لاره مي له ګران څخه کږه ده نور

زه تنهايي دومره قهرولی یم
واری کوم لاس کي مي چاړه ده نور

څوک به ورته زیری په الهام وکړي
زیری! د فراق بلا ړنده ده نور



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.