دیني، سیرت او تاریخ

دعابد او یو ښایسته زناکاري ښځي قصه!

لیکنه:..مفتي احسان الله…

په تېرو وختو کې یوه داسي ښایسته ښځه وه، چې په هغه وخت کې ساری دښایست نه و، خو دا ښځه وه بدکاره، په سل دیناره به يې بدخویو ته ځان په لاس ورکاوی، یوه ورځ یو سړی ولېدله، او ډیره ښه ورته ښکاره سوه، دا سړی ولاړ په خپل لاس يې مزدوري وکړه، او سل دیناره يې جمعه کړو، رايې وړل ودغې ښځي ته، هغې ورته وویل: چې هغه زما مزدور ته يې ورکړه، چې وزن يې کړي، ده روپۍ وهغه ته ورکړي، هغه وتللې.

له دې وروسته دغې ښځي دا سړی خپلي خونې ته را وغوښت، هلته دسرو زرو کټ پروت و، ښځي ورته ویل چې اوس دې خپل اختیار، خو کله چې دغه سړی ورته کښېنستی، دلته سړي ته خپل ځان وریاد سو، چې زما او دالله په منځ کې له دېنه وړاندي څه واسطه وه، بس په وام او رېژدېدا واخیست، شوق يې سوړ سو.

دې سړي ښځي ته وویل: چې سل روپۍ يې ستا خو ما ته اجازه راکړه، چې لاړ سم، ښځه حیرانه سوه، ورته ویل يې: چې زه دې داسي ولېدلم لکه هغه ستا خیال چې و، او په خپل لاس دي مزدوري وکړه او پيسې دې جمعه کړي، خو کله چې دې پر ما قدرت پیدا کړ او سل دیناره دي راسره جمعه کړو، او اوس….؟

ده ورته وویل: چې ما ته الله را یاد سو، او دالله په حضور کې چې زما کوم ځای و، هغه راته یاد سو، بس نور مي نو پرېښودلې.

ښځي ورته وویل: چې که ته په دې کې روښتونی او صادق يې، نو زه هم له تا ما سوا بل څوک نه میړه کوم، سړي ورته ویل: چې ته ما پرېژده، چې ولاړ سم، ښځې ورته ویل: چې یا، هیڅکله دې نه پرېږدم، له ما سره به وعده کوې، بیا به ځې، بالآخیر سړي ورته وویل: چې سمه ده، ښځي اجازه ورکړه، او سړی ولاړی خپل ځایته.

دغه ښځه لشا سره له خپلې ټولې شتمنۍ پښېمانه په سې ولاړه، پوښتنه-پوښتنه اخیر يې ددغه سړي کور پیدا کړ، خلک سړي ته ورغلل، او ورته وویې ویل: چې هغه ددنیا ملکه په خپله درپسې راغلي ده، او ستا پوښتنه کوي!؟

دی چې کله له کوره ورته را ووت، او پر ښځه يې سترګي ولګېدې، بې هوښه سو، پر زمکه وغورځېدی، ددې په مخکې ساه ورکړه.

ښځي له ځان سره ډیر اوفسوس وکاو، او ویل: چې له دې خو مي نصیب کم سو!

له خلکو يې پوښتنه وکړه، چې بل څوک قریب يې سته؟ هغوی ورته وویل: چې یو مسکین ورور لري، دا ورغله هغه ته يې وویل: چې ستا دورور دمیني له امله له تاسره واده کوم.

بس واده يې وکړ، او الله اوه زامن ورته ورکړل.

دا قیصه ابن الجوزي رحمه الله په روضة المحبين ونزهة المشتاقين: 1/447 کې دحسن بصري رحمه په خبر یاده کړي ده.

له قیصې نه موږ دا سبق اخلو، چې که حرام کار دالله له وېري پرېږدو، هم به مو آخیرت سم کړی وي، او هم به په دنیا کې دعزت خاوندان یو.

سید قطب رحمه الله وايې: چې دنفس او هوا دسختو څپو څخه دغوندېتوب یواځنۍ لاره د الله نه وېره ده، که دا وېره نه وي، نو دهوا دسختو څپو څخه دځان ساتلو بله لاره نسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x