ټولنیزه برخه

لیونۍ اوبه – حامد افغان

کیسه کا په یوه ښار کې یوه لویه ویاله بهیدله، یوه ورځ د لیونتوب د ناروغي جراثیم ور ولویدل، نو هرچا به چې د دې ویالې اوبه ځښلې لیونی به شو، دالیونیان به سره یوځای کیدل او په خپلو کې به یې مجلسونه و او عجیبه دا وه چې د دوی په ژبه د عقل خاوندان نه پوهیدل،

د سیمي پاچا له عجیبه ستونزې سره مخامخ شو، له لیونتوب سره یې جګړه شوه ! خو لیونتوبه دومره پیاوړی و چې یوه ورځ سهار پآچا راپاڅیدی ملکه هم له خندا ورته شنه وه او لیونۍ شوې وه، ملکه به له خپلو لیونیانو سره یوځای کیدله او هغوی ته به یې دخپل میړه(پاچا) دلیونتوب شکایت کاوه!

پاچا پر وزیر غږ وکړ چې لیونتوب زما ترکاله راورسید! پیره داران او ساتونکي چرته و؟!
وزیر: پاچا سلامت هغوی ټولو دویالې اوبه څښلې دي او ټول لیونیان شوي دي.
پاچا: هله سمدستي ډاکټران راوغواړه !
وزیر: پاچا صاحب ډاکټران خو یو هم روغ ندي پاتي ټول لیوني شوي دي.
پاچا: دا څه اورم! ایا په ښار کې روغ څوک پاتې دي؟
وزیر: متاسفانه پاچا صاحب په دې ښار کې یو زه او ته لا روغ پاته یو نور ټول اولس لیونی شوی ده .

پاچا: یا خدایه ! دلیونیانو په هیواد واک چلوم !!
وزیر: پاچا صاحب بښنه غواړم هغوی وایې دوی پوهه دي او فکر کوي په دې هیواد کې زه او ته لیوني یو دوی ټول دعقل خاوندان دي.
پآچا: دا څه وایې؟! دوی لیونۍ اوبه څښلې دي او دوی لیونیان دي.
وزیر: پاچا صاحب حقیقت دادی چې دوی فکر کوي دوی دویالې اوبه د دې له پاره څښلې دي چې له لیونتوب نه وژغورل شي، نو ما او تا چې هغه اوبه ندي څښلې ددوی په آند ګواکي یواځي زه اوته لیوني یو. زه او ته خو اوس دشګو دوه کوچنۍ دانې یو اکثریت دوی دي، حق او عدالت د دوی په لاسونو کې ده، او د عقل او لیونتوب پریکړه هم د دوی په لاس کې ده.

پاچا: ښاغلی وزیر ! مهرباني وکړه له هغو لیونیو اوبو نه یو ګیلاس راباندي وڅښه، دلیونیو په نړۍ کې عاقل اوسیدل رښتیاهم لیونتوب ده !!

کله چې ته کره دلایلو داسي هدف ته رسولی یې چې هغه دنورو له اهدافو لوړ وي، او په چاپیریال کې له هغه هدف سره خلک نابلده وي،
ایا ته به دچاپیریال پیروي کوې او دلیونیو اوبو ګیلاس به په غاړه اړوې؟

که تاته څوک ووایې: عجیبه خبرې کوې!! فلان او فلان او… ټول په ناحقه دي او ته په حقه یې؟! د دې خبرې موخه داده چې دلیونیو د اوبو ګیلاس پورته کوه.

که ته خپل ملګري، دوستان او خپلوان ووینې چې هغوی د اسلام له لارښوونو خلاف روان دي، او ته کوښښ کوي پر دین ثابت پاته شي داوخت هغوی درته وایې ته اوس دومره بزرګ شوې؟! او … د دې مطلب داده چې دلیونیو اوبو ګیلاس وڅښه.

که ته دکار ډګر ته له بیداري او نشاط سره داخل شې او دکار ملګرې دي په کار کې هیڅ دلچسپې نلري، لټې او سستي کوي، اوس که ته د دوی لتې او له کار سره نه مینې ته ګورې او وایې چې دوی ته یې خدای ورکوي ماته به یې هم راکړي او ته هم لټې او بیکاري غوره کړې د دې مطلب داشو چې ته هم دلیونیو اوبو جام په غاړه اړوې.

داراز که دباطل په لاره کې دباطل دپیرویانو ډیرښت ووینې، یا ډیرو خلکو باطل حق ګرځولی وي او ته هم ووایې چې دادومره خلک به په حقه یې، بیا هم ستا دا کړنه دلیونیو اوبو ګیلاس څښل دي.

حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x