نظــر

د کلمې طیبې عظمت او د یرغلګرو خباثت

قاري حبیب

که د کلمة التوحید(لا اله الا الله محمد رسول الله) عظمت ته وګورو نو د پروان له دردوونکي فاجعې وروسته خو باید چې اسمانونه رانړیدلي وای. په غرونو زلزلې ګډې شوې وای، سمندرونه په جوش او څپو راغلي وای او له حق څخه د منحرفو انسانانو د بدمرغه اعمالو سزا یې ورکړې وای.

مګر دا د رب المتعال جل جلاله ځانګړی رحم دی او د هغه حلیم ذات په بردبارۍ ښکاره دلالت کوي چې له دومره ستر جرم او جنایت سره سره لا هم د انسانانو پر سر آسمان ولاړ او ځمکه یې تر پښو لاندې مستقره ده. لا هم د الله تعالی د عذاب ملائکو د ګناهګار او منحرف انسانیت له تعذیب او تنبیه څخه لاس نیولی او د الله تعالی د حساب او عذاب موعد ته انتظار دي.

راځئ دلته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو په رڼا کې د کلمې طیبې (لا اله الا الله) عظمت وڅیړو تر څو پوه شو چې دا له څو کلماتو جوړه جمله په حقیقت کې د څومره ستر شان او عظمت څښتنه ده.

عن ابي سعید الخدری رضی الله عنه عن رسول الله صلی الله علیه وسلم: قال موسی یا رب علمنی شیئاً أذکرک وأدعوک به، قال یا موسی: قل لا إله إلاَّ الله، قال: کل عبادک یقولون هذا، قال: یا موسی لو أنَّ السموات السبع وعامرهن غیرى، والأرضین السبع فی کفه ولا إله إلاَّ الله فی کفه، مالت بهنَّ لا إله إلاَّ الله. رواه النسائی و الحاکم و ابن حبان

ابوسعید خدري رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې موسی علیه السلام وفرمایل: اې ربه ماته داسې څه راوښیه چې په هغه سره ستا ذکر کوم او تا رابولم. الله تعالی ځواب ورکړ چې اې موسی! دا وایه( لا اله الا الله ) موسی علیه السلام وویل چې دا خو ستا ټول بندګان وایي. الله تعالی ځواب ورکړ چې که چیرې ۷ واړه اسمانونه او هغه څه چې په آسمانونو کې دي او ۷ واړه ځمکې له الله تعالی پرته له ټولو موجوداتو سره، دا ټول که د تلې په یوه خوا کې وي او ( لا اله الا الله ) کلمه په بله خوا کې نو دا کلمه به ورباندې درنه وخیږي.

په بل حدیث شریف کې حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یصاح برجل من أمتی علی رؤوس الخلائق یوم القیامه فینشر له تسعه وتسعون سجلاً، کل سجل منها مد البصر، ثم یقال أتنکر من هذا شیئاً، فیقول لا یا رب، فیقال: ألک عذر أو حسنه، فیهاب الرجل فیقول لا، فیقال: بلی إنَّ لک عندنا حسنات، وإنَّه لا ظلم علیک، فیخرج له بطاقه فیها أشهد أن لا إله إلاَّ الله، وأشهد أنَّ محمداً عبده ورسوله، فیقول یا رب ما هذه البطاقه مع هذه السجلات، فیقال: أنَّک لا تظلم، فتوضع السجلات فی کفه والبطاقه فی کفه فطاشت السجلات وثقلت البطاقه)). [الترمذی، والحاکم وغیرهما].

د قیامت په ورځ به زما د امت په یوه کس باندې د خلکو په وړاندې اواز کیږي او د هغه د اعمالو ۹۹ دوسیې به وغوړول شي او هره دوسیه به د سترګو تر څاره پراخه وي. بیا به ورته وویل شي چې آیا له دې څخه انکار کوې؟ دغه انسان به ووایي چې نه، زما ربه! ورته به وویل شي چې چې آیا کوم عذر یا نیکي لرې؟ نودا کس به وویریږي او وایې به، نه یې لرم.ورته وبه ویل شي چې داسې نه ده، له موږ سره ستا نیکۍ شته او په تا به ظلم نه کیږي. بیا به یې د اعمالو له منځه یو کارت( کوچنۍ صفحه) را وایستل شي چې دا کلمه به ورباندې لیکلي وي( أشهد أن لا إله إلاَّ الله، وأشهد أنَّ محمداً عبده ورسوله) دغه بنده به وایي چې اې زما ربه ددې کوچني کارت له دومره ډیرو دوسیو یا عملنامو سر څه مناسبت دی؟ ورته وبه ویل شي چې په تا به ظلم نه کیږي. بیا به دا ټولې د اعمالو دوسیې د تلې په یوه خوا کې واچول شي او هغه کوچنی کارت په بله خوا کې تر دې چې هغه ټولې دوسیې به سپکې وخیږي او پله به یې پورته شي او د کلمې کارت به ورباندې دروند شي.

دغسې په نورو ډیرو احادیثو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کلمة طیبې عظمت او فضیلت بیان کړی دی چې له مجموع اقوالو څخه دا څرګندیږي چې په هستۍ کې د الله تعالی له ذات اقدس څخه وروسته تر ټولو عظیم او سنګین حقیقت همدا کلمه ده. له دې څخه اټکل کولای شو چې زموږ دښمنانو څومره ستر جنایت کړی او د څومره عظیم او سنګین حقیقت د توهین هڅه یې کړې.

د تأسف ځای دا دی چې د نن زمانې د ایمان دعوه دارانو دا پیښه هم د نورو معمولو امریکایي جنایاتو په شان تېره او هیره کړه. یوازې طالبانو یو څه توند عکس العمل وښود او د انتقام ګواښ یې وکړ. نور نو د کابل په تخت ناست د اشغال تر وزر لاندې پنډ ګوډاګیان او هغوی ته منسوب سیاستوال، قلموال او د نظر خاوندان دومره مړتت شول چې دې بوږنوونکې حادثې یې هم زړه ته ټکان ورنکړ. بلکې ځینو خو یې په ډیر وقاحت د سپیناوي او دفاع هڅه وکړه اودا جنایت یې محض یوه تیروتنه ونوموله. چې دغسې دریځ هم په دنیا کې د کفر د غلامۍ او دوستۍ نښه ده او هم به په آخرت کې د دوی د شرمندګۍ سبب وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x