افغانستان

خواصي: د امریکایانو د وژونکو لاس او پښې د ښکلولو دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۶): د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي وايي چې د توحید سپېڅلې کلمې ته د امریکایانو سپکاوی تېروتنه نه بلکې یو قصدي عمل دی.

نوموړي له کابل نیوز تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې د امریکایانو هدف دا دی چې د افغانانو دیني احساس معلوم کړي چې ایا د بي۵۲ په زور راغلې ډیموکراسۍ په خلکو څومره تاثیر کړی.

هغه زیاتوي چې د افغانستان جګړه د بوش په خپل اعتراف یوه صلیبي جګړه ده او د همدې جګړې په لړ کې امریکایانو ټول هغه خلک چې د توحید کلمه وايي، لومړی له سپیو سره مشابه کړي او بیا یې ترهګر بللي.

د ښاغلي خواصي په وینا؛ هر هغه څوک چې د دغې کلمې په دفاع کې راجګ شوي او امریکایان وژني «لاس او پښې يې د ښکلولو دي».

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې افغان حکومت د امریکایانو په جنایتونو چوپ دی؟ وویل چې دا حکومت د خلکو په رایه نه، بلکې د جان کیري په واسطه جوړ شوی او د امریکایانو د دغه احسان په مقابل کې طبیعي ده چې د افغانانو په وژنه او د مقدساتو په سپکاوۍ چوپه خوله پاتې شي.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي روسان او امریکایانو دواړه یوشان یرغلګر بللي، خو زیاتوي چې روسانو هومره دیني مقدسات نه و توهین کړي لکه څومره چې يې امریکایان توهینوي.

ښاغلي خواصي دیني مقدساتو ته د امریکایانو د سپکاوي په غبرګون کې د ولسي قهر او غوصې د راپارېدو خبرداری ورکړی او زیاته کړې يې ده چې د روسانو، انګریزانو او چنګیزیانو په شمول هر چا چې زمونږ په مقدساتو یرغل کړی افغانستان یې مدفن ګرځیدلی.

دیني مقدساتو ته د امریکایانو د سپکاوۍ په اړه د ښاغلي خواصي بشپړه مرکه په لاندې لینک کتلی شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

خواصی صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، تر یوی کچی مو خپل اصالت او رسالت تر سره کړی. یو وخت می ستاسی به خبرو نقد کړی او تاسی می په څو مخو یا مجرمینو کی شمیرلی وۍ ، مګر د ځینو مسلمانو ورونو له خوا ستاسی دفاع وشوه او تاسی یی مونږ ته ښه راوپیژندلی . مونږ د دغه خبری د اثبات دپاره وخت ورکړو، مونږ فکر کولو چه تاسی به هم د مسلمیار لوی خیټی ، یا د ایساف لوی ږیری او لا د حکمتیار څو مخی ( کرزی او غنی خو د کارمل او شاه شجاع… نور لوستل »

pattang

یاره ملا صیب له مذهبه دقربان شم الله پاک د قدرت در کړي و قربان دشم !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x