fbpx

د رزق د پراخېدو اسباب څه دي..؟

لیکوال : حافظ سفیان خالد

د روزۍ د زیاتېدو لپاره ډېر اسباب شته، چي مهم یې په لاندي ډول دي:

1) د الله تعالى له وېري د حرامو پرېښودل، په دې نيت چې الله تعالی به یې غوره بدله راکوي؛ ځکه څوک چي د الله تعالی لپاره څه شی پرېږدي، نو الله تعالی به نېک او خیر عوض ورکړي.

2) د الله تعالی ډېر ذِکر کول:
“الله تعالی تر سوال غوښتونکو و ذکر کوونکو ته ډېر څه ورکوي ”
او ذكر په دعا او لمونځ سره وي، په ځانګړي توګه تهجد او فرضي لمونځونه کول، استغفار، تضرع او خواستونه کول، لکه څنګه چي الله تعالی فرمایي:

[سُوۡرَةُ نُوح : 10]

(فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارًا

ما وويل: له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بېشكه چي هغه خورا ډېر بښونكي دی؛

يُرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا

هغه به پر تاسي له اسمانه ښه اورښتونه وکړي؛

وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوٰلٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهٰرًا

تاسي ته به مالونه او اولادونه درپه برخه کړي، ستاسي لپاره به باغونه پيدا کړي او ستاسي لپاره به ویالې وبهوي؛)

بخښنه غوښتل، ذکر او الله تعالی ته رجوع د رزق د پراخۍ، د باران د اورېدو او په مال او اولاد او کښت کي د برکت سبب ګرځي او دا هر څه د الله تعالی له لوري روزي ده.

3) “لا حول ولا قوة إلا بالله” ډېر لوستل؛ ځکه د جنت له خزانو یو خزانه ده او د ۹۹ غمونو څخه د خلاصون ذریعه ده.

4) د الله په لار کي نفقه او ډېري صدقې کول، لکه څنګه چي په حديث قدسي کي راځي: “اې انسانه! نفقه وکړه، چي نفقه درباندي وکړم” او دا ډېر لوی زېری دی، لکه څنګه چي عثمان بن عفان -رضي الله عنه- څخه دده د مال د زیاتېدو پوښتنه وشوه، کله چي یې مال زیات او پراخ شو، ویل: “زه څه وکړم، چي کله په سهار کي سل خیراتوم، نو په ماښام کي زر راته راځي”..؟
څومره ښه وایي: “ښه مال هغه دی، چي د ښه سړي په لاس کي وي.”

5) د الله شکر کول؛ ځکه الله تعالی فرمایي:

[سُوۡرَةُ إبراهیم : 7]

لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ

“كه شكر و باسئ؛ نو پر تاسي به لا زياته پېرزوينه وکړم”

روزي له شکر سره تړلي ده، کوم چي زموږ تعبیر دی له هغه احساس څخه، چې د الله فضل او کرم دی.

6) جهاد او هجرت د الله په لاره کي، صله رحمي او له مور او پلار سره نېک سلوک، چي په دې اړه ډېر زیات احادیث شریفه شته دي،
د بېلګي په توګه: رسول الله صلّى الله عليه وسلّم فرمایي: (مَن سرَّهُ أن يُبسطَ لَه في رزقِهِ، وأن يُنسَأَ لَه في أثرِهِ، فليَصِلْ رَحِمَهُ) [البخاري: صحيح]، .

7) وختي کار ته پاڅېدل هم د روزۍ د پراخېدو سبب کېږي.

8) امانت ساتل، ډېر کسان د امانت نه ساتلو لکبله له رزق او روزۍ څخه محروم دي،
یو مؤظف په خپله دنده کي د خلګو سره خیانت کوي، په دې ګمان چي ګټه به وکړم، خو الله تعالی یې روزي قطع کړي او برکت یې له مینځه یوسي ؛

ځکه نو څوک چي څومره امین وي، هغومره به یې الله په مال کي برکت ږدي.

9) د الله تعالى او مخلوق سره اخلاص او رښتینولي، ځان له ریا، نفاق او ګناهونو څخه ژغورل، کوم چی ستا او نعمتونو په منځ کي حائل او پرده جوړېږي.

10) پاک او غوره نیت لرل، دا هم مهم سبب دی، لکه څنګه چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: (إنما الأعمالُ بالنياتِ، وإنما لكلِّ امرئٍ ما نوى) [البخاري: صحيح].

11) د یتيم، کونډي او خپل مظلوم ورور لاسنيوی کول او دهغوئ حاجت پوره کول.

12) ځیني سورتونه، ایاتونه او دعا وي دي، چي په لوستلو یې په روزي کي زیادت او برکت راځي،
چي دا هر څه پر الله له توکل، توجه او باور وروسته کېږي،

د هغوئ له جملې: د سورة الواقعة، سورة الفاتحة او سورة الذاريات تلاوت کول دي
او همداراز د پور د ادا کېدو لپاره دا ایت لوستل:

(قُلْ اللّهُمَّ مِالِكَ المُلْك تُؤْتِي المُلْكِ مَنْ تَشَاءْ وَتَنْزِعُ المُلْكَ مِمَّنْ تِشَاءْ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءْ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءْ بِيَدِكَ الخَيْر ِإِنَّكَ عَلىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدْيِرْ) [الملك: 26]،

او بل آيت: (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارْ) [البقرة: 2011].
د دعاوو له جملې:

“اللهم اغفر ذنبي وبارك لي في داري ووسع لي في رزقي”،

له هر اوداسه وروسته دي لوستل کېږي ،

او دا دعاء:
“اللهم إني أسألك الهدى والتقى والعفاف والغنى”.

دالله تعالی د نېکو او سپېڅلو نومونو له جملي څخه دا ډېر لوستل: الغني، المغني، المعطي.
پر هر څه (مال، خوراک، څېښاک او نور..) بسمله “بسم الله الرحمن الرحيم” لوستل، چي الله برکت او زیادت په کښې راولي، په دي کي یو عجیب سِر او تاثير الله رب العزت ايښی دی.

13) پر نبي علیه الصلاة والسلام درود شریف ډېر لوستل، که څوک پر نبي علیه السلام په ورځ کي سل ځلي درود ولولي، نو الله به یې سل اړتیا وي پوره کړي، دېرش په دنیا کي او اويا په اخرت کي…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د