پښــــتو ادب

ښه منډه

 

غوره خلک هغه دي، چې وستايل شي، خجل شي او چې بد يې وويل شي؛ نو غلي شي.
    دغه پورته کرښه  د دې کتاب د ليکوال خبره ده، دی به په خپلو ستايلو شرمېده، ځکه چې انسان په خپل ذات کې (ځان د ځان لپاره) ترهر چا ښه بولي، خو کله چې له بل چا هم د ده د ټاکل شوي معیار، برابره خبره (د ځان ستاينه) واوري، خوله يې وازه پاته شي، دی داسې انګېرې، چې دغه مخامخ راته غږېدونکی څوک (زه) یم، که نه نو کله داسې څوک شته، چې هغه دې زما په اړه لکه (زه) داسې فکر وکړي؟

    د جبران له مرګه نږدې نېمه پېړۍ ورورسته له ده نه په زرګونه کیلومتره لري، دلته یو چا دا احساس کړه، چې جبران زموږ کلیوالوته دا ورښوودلی شي، چې له تاسې وړاندې – لرې – مې د کلیسا په زینو کې (یوه ښځه ولیدله چې د دوو سړیو په منځ کې ناسته وه. یو اننګی یې تک زېړ او بل له شرمه تک سور اوښتی ؤ.)
    هغه پوهېږې، چې کله کله د نړۍ په فکري بازار کې ځينې ټګان سوداګران د شاتو پر نامه زهر پلوري، دومره لوی بغاوت په داسې ټولنه کې رښتیا هم خوندور رښتیا دي.
     جبران په ليکنو کې له ډېرو پټو حقيقتونو او آن واقعيتونو نه پرده پورته کړې، خو ډېرلوی بغاوت يې په دومره خوندور انداز کې کړی، چې هماغه حاکمه مفکوره چې جبران ترې بغاوت کړی، هم له مجبورۍ ورته وخاندې: یاره بلادې کړې!
    د ده د خبرو زغمل، د مخامخ لوري توره نه ده، بلکې د ده د کوډګرو کرښو کمال دی، چې د مخالف غوږ هم ځانته پام کوي او د دې هنري ټوټو ټوله توره په همدې کې ده، چې تراوسه لا پايې، او آن په پښتو کې يې هم ګوهر په دې مجبور کړ، چې بايد ويې ژباړي او ژباړې ته يې کار ووايي.
    موږ علمي ژباړې ته هم اړتيالرو او هنري ته هم.ځکه په دواړو کې موږ تر نورو وړاندې نه يو، خو په هنري هغې کې يې کله، کله ځينې ژباړونکي یواځې د ځان ستاينې، بازارموندنې او په خلکو کې د پوچې مفکورې د خپرولو لپاره، داسې کتابونه هم ژباړې چې، څوک يې له ځانه سره هم نه شي لوستلای، که نه بل چاته لوستل خو يې بېخې لرې خبره ده، خو د داسې کتابونوژباړونکي ښايې داسې ووايي، چې ولې څوک د بيان د ازادۍ مخه نيسي؟ یاهم ولې ما څوک خپل فکر خپرولو ته نه پرېږدي، ځکه چې هماغه ژباړل شوې ليکنه زما له فکرسره سمه ده؟ او یا هم ممکن ووايي زه غواړم خپل ولس د بل ولس له وحشته خبر کړم.
درې سره خبرې یې سړی پر دليلونو ور ردولای شي:
•    د بيان ازادي باید د خپل ځوان کهول د بې لارۍ لپاره ونه کارول شي، چې هغوی لا تراوسه د کومې ور پېچکاري کېدونکې مفکورې د ردولو یا هم پر دليل منلو توان نه لري.
•    د ژباړې لپاره د ليکنې ټاکل، رښتیا هم د ژباړونکې د ذوق استازيتوب کوي؛ مګر دا څوک ورسره منلای شي، چې يو په پښتني ټولنه کې روزل شوی ژباړونکی دې د (نازنين، ډمه او خبريال، زه د چالور نه يم او نا اشنا ليک) غوندې فکر ولري؟؟
•    له بلې ټولنې د خبراوي لپاره په کنايه کې هم ولس خبرولای شو، پر دې سربېره دغسې یو ولس چې تر اوسه لا له ځانه پوره نه دی خبر، له بله ولسه – هغه هم په دې ډول خبراوي- ته کومه اړتيا لري؟؟
 دغه په لاس کې کتاب مو، له ټولو هغو رزايلو پاک دی، چې ځينې يې ديوې ليکنې له ژباړې سره تړلې انګېرې، دلته جبران داسې خبرې کړې، چې هر ډول ټولنه به ورته نږدې په هر ډول حالاتو کې اړتيا احساسوي او خپلې به يې بولي. هغه څوک چې د هنر ترمنځ پوله نه پېژنې هغه په داسې هنرې ټوټو کې خپل استدلال لا پخولای شي؛ مګر هو، د دسې مهم اثر په ټاکنه کې د ګوهر صيب ذوق او ټاکنه هم په وارو وارو په ستايلو ارزي.
    زه پر دې اند يم، چې خبرې رښتيا هم هنر ته اړتيا لري، مګر غوږ نېول ماته تر خبرو کولو هم سخت هنر ښکارېږي، له دې خبرې نه په استنباط سره په يوه ښه اثر باندې د (ښه) حکم کولو لپاره (ښو) مغزو ته هم اړتيا ده، نو هغه څوک چې (په هندارو کې ارواوې) ګورې، بايد هنداره وپېژني، اروا وپېژني، بيا د غه پېژندنې سره ګډې کړي او ځان پکې وګوري.
د جبران خبرې د ټولو سره ګډې دي، تاسې زموږ دغه متل (له خپلې بړستنې سره سمې پښې غزوه!) د هغه په دې نثري ټوټه کې کتلای شو:
ګیدړه
لمر چې راوخوت،يوې ګيدړې خپل سيوری وليد او ويې ويل ((ځم چې د غرمې د ډوډۍ لپاره يو اوښ پيدا کړم)).
ګيدړې ټوله ورځ د اوښ په لټه کې تېره کړه،ماسپښين يې چې خپل سيوري ته پام شو نو سوکه يې له ځانه سره وويل (( که يو موږک پيدا شي،هم ډېر دی)).   
    د انسان د جبر او اختيار اړوند په فسلفه او دين دواړو کې پرېمانې خبرې شوې، چې (اهل السنت او الجماعت) پکې چوپتيا غوره کړې ده؛ مګر دغه ناندريزه موضوع جبران داسې راته وايي:
نوې خوښي
تېره ورځ مې د خوښي او خوند یوه نوې لار وموندله.
 خو کله چې یې ما د ازمویلو نېت وکړ نو یوې پرښتې او یوه شیطان زما د کور په خوا رامنډې کړې ، په دروازه کسې یو ځای شول او زما د دې نوې خوښي په اړه یې په خپل منځ کې شخړه شروع کړه.
یوه  ویل: دا ګناه ده !
  بل ویل: دا نېکي ده!
پر دې سربېره د ګوهر صيب د روانې ژباړې لپاره دغه پورته نثرونه (مشت نمونه خراور) غوندې ستاسې مخې ته ږدم. په پای کې د خوږې پښتو لپاره د دې ارزښتناک اثر مبارکي وایم، په دې تمه چې ګوهر به دغسې هڅې روانې وساتي، اوس راځئ دې هندارو ته لږ وګورو، زه يې له ځانه پيل کوم:
((د جبران له هندارې ګوهر خړ پټو لرې کړ:
 هغه دې زما غوندې یو څوک پکې ښکارېږي،نه، نه زه نو دومره بدرنګ يم، وۍ دا خو سم زه يم، نه، نه، زه نه يم.نه زه…
اروا:(په دروندغږ) ته يې، ته يې، ولې پښېمانه شوې؟ له خپله (زه) منکرېږې؟
زه: نه، نه، زه نو کله ته یم؟ ته خو هسې….
ـ ههههههه، ته زه يې، ته بې ما نه يې، ستا اصليت زه يم، ومې ګوره، څنګه ښکارم؟ او ته ځان خلکو ته څنګه ورښکاروې؟ ته څومره دوکه باز يې، ته څومره دوه مخی يې، راته وګوره! دغه زه (ته) يې، ته خپل (ته) ته ښه وګوره! خلک مه غولوه! وګوره، خپل ځان وپېژنه! او بيا له نورو سره په دې اصلي څېره مخ شه! ! ! ))
په درنښت
دادمحمد ناوک – پکتيکا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x