آسانه نيکيانې (پنځلسمه برخه)

دکتور کفايت الله (وردګ)

په قيامت کې خوشحالي

حضرت ثوبان رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : چا چې په سحر او ماښام کې درى درى ځله وويل :

رَضِيْتُ بِاللهِ رَباً وَبِالإِسْلَامِ دِيْنًا وَبِمُحَمَدٍ نَبِيًا

په الله جل جلاله باندې دا (تفضلاً) حق ده چې دى به د قيامت په ورځ باندې رضا کوي (هغه شى به ورکوي چې دى ورباندې خوشحاليږي). رواه أحمد وأبو داود والنسائي وابن ماجة.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت

حضرت جابر رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : څوک چې اذان واوري او بيا تر اذان وروسته ووايي :

اَللَّهُـمَّ رَبَ هَذِه ِالدَعْوَةِ التَامَةِ وَالصَلَاةِ القَائِمَةِ آتِ مُحَمَدًا الوَسِيْلَة َوَالفَضِيْلَةَ وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُوْدًا الَذِيْ وَعَدتَه
دده لپاره زما شفاعت د قيامت په ورځ حلال شو (دى په قيامت کې زما د شفاعت حق دار شو). رواه أحمد والبخاري وأبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجه

له اور نه نجات

حضرت جابر رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : کله د چې د سحر مونځ وکولو مخکې لدې چې له خلکو سره خبرې وکوې اوه ځله ووايه :

اَللَّهُـمَّ أَجِرْنِيْ مِنَ النَارِ

که په دې ورځ باندې ته مړ شوې نو الله جل جلاله به د له اور نه محفوظ کړي او کله د چې ماښام مونځ وکولو نو مخکې له دې چې له خلکو سره خبرې وکوې نو اوه ځله ووايه :

اَللَّهُـمَّ أَجِرْنِيْ مِنَ النَارِ

که په دې شپه کې ته مړ شوې نو الله جل جلاله به د له اور نه محفوظ کړي . رواه أحمد وأبو داود والترمذي

د هر مشکل حل

حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل :
مَنْ لَزِمَ الاسْتِغْفَارَ جَعَلَ اللهُ لَه مِنْ كُل ضِيْقٍ مَخرَجًا وَمِن كلِ هَم وَرَزَقَه مِن حَيث لَا يَحتَسِبُ. رواه أبو داود وابن ماجة

ترجمه : څوک چې هروخت استغفار وايي الله جل جلاله به هغه ته د هر مشکل نه د وتلو اسباب برابروي او له هر غم نه او لداسې لارې به ورته روزي ورکوي چې دده هېڅ ګمان نه وي .

عجيبه واقعه

حضرت ابي الدرداء رضی الله عنه ته يو کس راغلو ورته يې وويل يا ابا الدرداء ستا کور و سوزېدو … ده مبارک رضی الله عنه ورته وويل : نــــــــه .. نه دى سوزېدلى الله جل جلاله زما کور نه سوزوي کله چې زه هغه کلمات ووايم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه زده کړې دي راځئ تاسې زما سره لاړ شئ چې و ګورو کله چې ورغلل ويې ليدل چې د حضرت ابي الدرداء رضی الله عنه د کور شاخوا هر شى سوزېدلي وو لکن اور چې کله د حضرت ابي الدرداء رضی الله عنه کور ته ور رسېدلى وو نو پخپله ګل شوى وو او دده کور ته يې هېڅ ضرر نه وو رسولى حضرت ابو الدرداء رضی الله عنه وويل هغه دا کلمات دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : څوک چې په سحر او ماښام کې ووايي :

مَا شَاءَ اللهُ كَانَ وَمَا لَمْ يَشَأ لَمْ يَكُنْ. لَا حَوْلَ وَلَا قُوَةَ إِلَا بِاللهِ العِلِيُ العَظِيْمِ. أَعْلَمُ أَنَ اللهَ عَلَى كُلِ شَيءٍ قَدِيْرٌ. وَأَنَ اللهُ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِ شَيْءٍ عِلْمًا. اَللَّهُـمَّ إِنِّـيْ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِ نَفْسِيْ وَمِنْ شَرِ كُلِ دَابَةٍ أَنْتَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا. إِنَ رَبِيْ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيْمٍ

نو دده په ځان ، دده په اهل ، دده په مال کې به داسې څه شى واقع نه شي چې هغه دده خوښ نه وي . رواه ابن السني

د دنيا او آخرت خير

له حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : هر چې ستا د دنيا خبره ده نو چې کله د هم د سحر مونځ کولو نو د سحر د مانځه نه وروسته درى ځلې وايه :
سُبْحَانَ اللهِ العَظِيْمِ وَبِحَمْدِه وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَةَ إِلَا بِاللهِ

الله جل جلاله به د له څلورو بلا ګانو څخه وساتي:

1. لېونتوب.

2. جذام بيماري (يو ډول بيماري ده چې په کوم انسان باندې ولګيږي د بدن خوښې يې توئيږي).

3. ړوند والى

4. فلج .

او د خپل آخرت لپاره وايه :

اَللَّهُـمَّ أهْدِنِيْ مِنْ عِنْدِكَ، وَأفِضْ عَليَّ مِنْ فَضْلِكَ، وَانْشُرْ عَليَّ مِنْ رَحْمَتِكَ وَأنْزِل مِنْ بَرَكَاتِكَ.

زما د قسم په هغه ذات وي چې زما نفس يې په لاس د قدرت کې دى له چا سره چې د قيامت په ورځ دا وي هغه به ورته د جنت څلور دروازې خلاصې کړي چې له کومې نه ننوتل غواړي ننه به وزي .

رواه ابن السني

د ابليس نه نجات

له حضرت زبير بن العوام رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : کوم سړى چې دغه دعاء د شپې په اول کې او يا د ورځې په اول کې ولولي الله جل جلاله به يې د ابليس او د هغه د لښکرو څخه وساتي :

بِسْمِ اللهِ ذِيْ الشَانِ، عَظِيْمِ البُرْهَانِ شَدِيْدِ السُلْطَانِ. مَا شَاءَ اللهُ كَانَ. اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَيْطَانِ.

رواه الحاکم و ا بن عساکر

نور بيا ان شاء الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د