
د تورخم په کرښه افغان مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۶): د تورخم له کرښې افغانستان ته را اوښتونکي افغان مسافر شکايت کوي چې په تورخم کې د پاکستاني لوري د پاسپورتونو د دخول او خروج له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
په کرښه تيرېدونکي مسافر وايي چې د پاسپورتونو د دخول او خروج له پاره په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي چې له امله يې له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.
د سميع الله په نامه يو تن افغان چې تازه له پاکستان څخه راستون شوی دی نن ټکي اسيا ته په رالېږلي پيغام کې وايي چې د تورخم په پوله د پاکستان لور ته نږدې اته ساعته انتظار کړی دی او له هغې وروسته
يې په پاسپورت خروجي وهل شوې او هيواد ته راغلی دی.
سميع الله زياتوي چې په تورخم کې د ښځو او ماشومانو او سپين ږيرو په ګډون زرګونه افغانان په بد حالت او بې عزتي کې دي چې دغه حالت بيخي د زغملو نه دی. هغه د افغان سرحدي چارواکو غوښتنه کړې چې ددغه ستونزې د حل له پاره دپاکستان له سرحدي چارواکو سره خبرې وکړي تر څو دغه ستونزه حل کړي.
د يادونې وړ ده چې له نږدې يو کال راهيسې چې پاکستان د تورخم په سرحدي کرښه د پاسپورټ او ويزې شتون لازمي کړی دی چې تر يو وخته ګڼه ګوڼه کمه شوې وه، خو په دې وروستيو کې يو ځل بيا ګڼه ګوڼه زياته شوې ده چې افغان مسافر يې له سختو ستونزو سره مخ کړی دي.
زه خپله محترمه یولس بجی ورورسید تلم پاکیستان ته مازیکر دخول ته ورورسیدم
ده هم ددغه فاسد دولت د بركاته نتيجه ده د ولس كم مشكل حل كولي نشي هر ورز نوي مشكلات ورته پيدا كوي په تول هيواد كي په دغه ١٧ كالو كي يو مجهز شفا خانه نه لرو چي ولس پردو هيوادو و تگ ته مجبور نشي بل دوي دمره د ولس دشمنان دي چي فكر نه كوي چي گاوندي هيواد كي په زرهاو كدوال اس هم ژوند كوي