sayad j afghan

شړلی اسلامپال

موږ ډېر وخت پر ښو باندې هغه وخت پوی شوي يو، چې یا مو له لاسه ورکړي وي، یا هم کله کله پر بدو بدل شوي وي.له هغه وروسته مو نو بيا د هغوی په ارمان کې قصیدې ویلې او افسوسونه موکړي. په همدې ورځ له ننه څو سوه کاله وړاندې  یوه ستره هستي له موږ نه په مسافرت کې تر خاورو لاندې شوه.

په ۱۸۳۹ز کال، په کونړ کې دا سې ماشوم پیدا شو، پر لویوالي کې یې  داسلامي هېوادونو ترمنځ راښکل شوې انساني کرښې وغندلې او د یو فکر د خپرولو لپاره یې منډې ترړې پیل کړې.
علامه سید جمال  الدین افغان رحمه الله له له کونړه مصر ته ورسېد او هلته یې د اسلامي فکر د او  اسلامي غورځنګونو ځړي وشیندل، همدغه ستره هستې زموږ د هېواد دوخت حکومت په هجرت مجبور کړ.علامه سید رحمه  الله پر اتلس كلنۍ صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ ، تفسير ، حديث، فقه، اصول، عقايد، كلام، منظق، رياضى، هندسه او طب ختم كړل.
پر بېلابېلو اسلامي موضوعاتو یې پر بېلابېلو رسنیو کې لیکنې خپرې کړي او په عربي  نړۍ کې یې نوې سا پوه کړه.علامه سید پر عربي نړۍ سربېره هند ته هم سفر  کړی دی، چې هلته یې هم هدف د اسلامي فکر خپراوی او یووالی موخه وه.
د علامه سیدجمال الدین افغان رحمه الله لیکنې له لاندې لارو خپرې شوې دي:
رساله نیچریه
د “عروةالوثقی” په مهالنۍ كې ليكنې
د ارنست رنان د خطابې په رد كې ليكنه
د وخت واكمنو، او روڼ آنديو ته ليكونه
د “ضیاءالخافقین” په مهالنۍ كې ليكنې
تتمة البیان فی تاریخ الافغان
علامه سید جمال ۱۸۹۷ ز کال دمارچ په نهمه په استنبول کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او هماغلته په استنبول کې خاورو ته وسپارلی شو. د ۱۹۴۴ زېږيز کال په وروستيو کې د افغانستان د دولت په غوښتنه د هغه جسد بېرته افغانستان ته ولېږل شول او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارلی شو چې هديره يې بيا د په ګومبدې وپوښل شوه.

لیکوال: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د