فریاد مو واورئ «دبرمامسلمانانوپه وینولژندپیغا م»

غلام حضرت شاکر

فضا ټوله دود نیولې، د اور د ژبغړاندو لمبو له منځ نه فریادونه پورته کېږي، د څو مظلومو او بې وسه انسانانو په شونډو کې د لنډ وخت لپاره څو سوې کړیکې تیرې بیرې شي:

ــ خدایه! فریاد مو واوره

ــ بې وسه او بې کسه بندګان یوو،د کریږو اورېدلو مو څوک نه شته !

ــ خدایه! خدایه! خدایه!

له همدې سره د اور لمبې پرې خورې شي، د فریادونو څپان غلی او د ژبغړاندو لمبو په منځ کې ژوندي انسانان کباب کباب شي!!

د زمانې اصحاب الاخدود یې له سوځولو او وریتولو خوند واخلي، یو بل ته په سترګو سترګو کې دا پیغام ورکړي چې ګنې د ثواب کار یې ترسره کړی!!

سور پوښي بیا اواز وکړي:

ــ راکش یې کړئ،

ــ د اور منځ ته یې وغورځوئ،

ــ دوی پردي دي، د وژلو او سوځولو دي، ؤ یې سېځئ مړه یې کړئ، نسل یې ختم کړئ، دوی د زمکې پر
مخ د ژوند حق نه لري، او ….!!!

له همدې سره په سرو جامو کې پټ سره سترګې بیا د څو وګړو په غاړو کې رشمې واچوي،په کشولو کشولو یې د اور منځ ته وغورځوي، د ابراهیم علیه اسلام بچیان په کریږو سر شي، فریادونه یې فضا ډکه کړي:

ــ خدایه! د ایمان په جرم وژل کېږو، فریاد مو واوره، بې وسه او بې کسه یوو…

د شرک پلویانو ته دا یوه ننداره ښکاري، خوند ترې اخلي، په کټ کټ وخاندي

او بیا یې په خوله باندې همدا کلمات راغبرګ شي:

ــ ؤ یې سېځئ

ــ دا د پردیو زامن ووژنئ، زمکه ترې خلاصه کړئ، نسل یې ختم کړئ، او ….!!!

اخواته ګڼ شمېر نور قصابان چاړې اوتبرګي په لاسو د وګړو سرونه غوڅوي، د حلالولو بانډ او انسان خوړونکي ټول فعال دي، بیا هم د خدای بنده ګان حلالېږي، مرۍ ترې غوڅېږي او د انسان غوښو ته وږي وګړي یې غوښې او هډوکي شپېلي!!

دلته هم د نسل وژنې لوبه روانه ده د هابیل زامن وژل کېږي، بیا هم د بې ګناه انسانیت کړیکې او زوږ دلانګې کوي، او بیا هم د معاصر تمدن په لمن کې را لوی شوي وګړي یې فریاد په خندا بدرګه کوي، خوند ترې اخلي، اوثواب یې ګڼي !!

د صحنې په بله څنډه کې د څو وحشي انسانانو په پښو کې په ډله ایزه توګه د ګڼ شمېر تور سرو د عصمتونو لوټ روان دی، څو معصومې پریښتې د شیطانانو په پښو کې رغړي، لټ په لټ یې اړوي، د عزت تر لوټلو وروسته یې چاړې پر مریو راکش کړي، بیا هم فریادونه تر اسمانه لیکه شي، د الله د عرش تر دروازو ورسي!!

د معصومو پریښتو په کړیکو کې بیا هم د نجات بښونکي خدای نه د بچاو غوښتنې کېږي:

ــ خدایه! بچ مو کړه،

ــ خدایه! نجات راکړه، فریاد مو واروره

خدایه! خدایه! خدایه!….

پدې صحنه کې په لسګونو نورې بوګنوونکې پېښې لیدل کېږي، دوه کلن- درې کلن او آن نوي زیږیدلي ماشومان په بې رحمانه ډول په دار ځړول کېږي، په سترګو داغل کېږي،په سرسرپه تبرګي وهل کېږي،وینې یې لارې،لارې یوې اوبلې خواته فوارې وکړي!!

دلته هم فریادونو ټوله فضا په سر اخیستې،ته به وایې قیامت را کوز دی!!

د مور او زوی، لور او پلار، مېړه او ښځې او ورور او خور ترمنځ د بېلتون کرښې راکښل کېږي! په وینولژنده موردڅوشېبولپاره دشهیدبچي غوڅ شوي سرپه غېږکې ونیسي…،

دمظلومیت کړیکې یې اسمان ته جګې شي…،یوې اوبلې خواته مخ واړوي،فریادرس لټوي؛خوهیڅوک ونه مومي،څوسلګۍ ووهي اوبیا دروح مالک ته خپله روح وسپاري!!!

هوکې!دایوه خیالي افسانه،نه ده چې لیکوال یې دقلم په ګوتوانځورکړی شې،اونه هم دومره وړه پېښه ده چې په پاس څوټکوکې محدوده کړای شي،دایوتریخ واقعیت دی چې هره ورځ یې انځوریزې اوخپرنیزې رسنۍ ټولې نړۍ ته انځورونه اوریپوټونه وړاندې کوي!!

دادبرما دمسلمانانوهغه بوګنووکی حالت دی چې کاینات ژړولی شي!!

داهغه خوب تښتوونکې ماجراوې دي چې دانسان له سترګونه خوب تښنوي،آرام ترې اخلي،اوفریادته یې مجبوروي!!!

دادومره ناګوارحوادث دي چې دالله(ج) عظیم عرش په لړزه راولي!!!

دادستمګرانوپه لاس دمسلمانانودډلوژنې هغه دردوونکې اوستوخې صحنې دي چې دضمیرخاوندان جدي اوفوري غبرګون ته هڅولی شي!!!

د چاپه زړه کې چې یوه ذره قدرې ایمان هم وي،باوردی چې ددې صحنوپه لیدلوبه یې احساسات لمبه،لمبه شي،تورې اوټوپک ته به لاس کړي،اودخپلومظلومومسلمانانومرستې ته به ودانګي!!!

؛خودرېغه!چې دنن بې غیرته اوبې همته تش په نوم مسلمانان یې درغښت لپاره نه یوازې ملاوې نه شي تړلی لاچې پخپل څنګ کې پناه هم نه شي ورکولی !!په دوی دهوا،اوزمکې لارې بندې دي،په ماتوکشتیوکې یوې اوبلې خواته سفروکړي،په ګنټو،ګنټومزل ووهي چې چېرته پناه ځای ومومې؛خونه ورته څوک دزړه دروازې پرانیزي،اونه یې په خپلوملکونوکې پرېږدي!!ځکه خویې ډېری وګړي سمندرپخپل کومي کې ننباسي!!

د هغوی په خواوشاکې ګڼ شمېرمسلمانان شته؛خوهیڅوک یې فریاد نه اوري،اوهیڅوک یې لاس نیوی نه کوي!!!

نه یې مسلمانان په حال ژړلی شي،اونه دملګروملتونواودبشري حقونونړیوال سازمان!!!داځکه چې دبشرپه ننني تعریف کې مسلمان بشرنه دی!!

مسلمان که مظلوم هم شي بیا هم درحم وړنه دی،بایدووژل شي،بایدبرخه لیک یې دبل چا په لاس کې وي،بایدپه اړه یې هرډول ظلم توجیه کړی شي،اوکه مسلمان له ځانه د دفاع هڅه وکړي،بایداورپکی اوترهګروګڼل شي!!!

نو ای د برما مظلومومسلمانانو!تاسوهم دښکېلاګګروپه قاموس کې اورپکي یاست!!!

ستاسې فریادڅوک نه اوري!!تاسې دزمکې پرمخ دژوندحقدارنه ګڼل کېږئ؛ځکه خویوازې هغه منتقم خدای ته وژاړئ چې ستاسې د مظلومیت کریږې یې عظیم عرش په لړزه راوستلی شي!!

تاسې له ظالمانوڅخه دغچ اخیستونکي اوقهارخدای په پښوباندې سرونه کېږدئ ؛خوورسره داخبره هېره نه کړئ چې دخدای(ج) حمایت ستاسې له همت اومېړانې سره تړلی،یوازې ژړا اوفریادکفایت نه کوي،ستاسې له فریادسره باید دااحساس غوټه شي چې آزادي اخیستله کېږي،ورکول کېږي نه.

کباب داوښکو،باران پرې وکړي
دسکرواورپرې،لا ژبغړاند شي

دوخت فرعون هم،هسې در واخله
چې ورته ژاړې،لا اورلګاند شي



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.