دیني، سیرت او تاریخ

اوومه صليبي جګړه

استاذ عبدالمالک همت

کله چي فريډريک د بيت المقدس له نيولو څخه خبر سو نو د بلي صليبي جګړې لپاره يې تيارۍ پيل کړې. خو راهبانو يې مخالفت وکړ. په دې توګه دوى په خپلو منځو کي په شخړو اخته سول.

د فرانسې امپراتور نهم لويي يو راهب طبيعته سړى وو او تل به ناروغه وو. په ١٢٤٤ع.کال د ناروغۍ له امله بې سده سو. کله چي پر سد سو. نذر يې کښېښود چي په دې آخر عمر کي د ثواب ګټلو په موخه يوې صليبي جګړې ته وخوځي.( د بې ګناه مسلمانو انسانانو مرګ ژوبلي او د هغو د ملکونو ورانولو او د شتو لوټولو ته ولاړ سي او ثواب وګټي؟!).

درې کاله يې د دې کار لپاره تبليغات وکړل او هر اړخيز ترتيبات يې ورته ونيول. په ١٢٤٧ع.کال پاپ څلورم انوسينټ په دې لټه کي سو چي مغول پر مسلمانانو باندي له شمال څخه بريدونه وکړي او نهم لويي له سهيل څخه. نو هغه وو چي نهم لويي د پاپ په غوښتنه په ١٢٤٨ع.کال په ١٨٠٠بېړيو کي شل زره سپاره او څلوېښت زره پلي پوځيان د ډول ډول سامانونو، آذوغو او اسانو سره د مديترانې پر لور وخوځول. کله چي قبرص ته ورسېدل له موصل څخه د مغولو سفير ور ورسېد. لويي د مغولو دربار ته ډېر سوغاتونه ولېږل. بيا د لويي پوځونه د مصر پر لور وخوځېدل. پر لاري د قبرص او مصر ترمنځ د توپان له امله د لويي بېړۍ غرقي سوې او ډېر لږ نفر يې دمياط ته ورسېدل. ( جون ١٢٤٩ع.کال ).

د مسلمانانو دولتي چارواکو د سلطان الصالح نجم الدين ايوب د خبرتيا او مشورې پرته دمياط بې له جګړې خوشي کړ. صليبيانو چي بې له کومي جګړې او تلفاتو ښار ونيو نو د لوټمار، عياشۍ او فحاشۍ بازار يې تود کړ. سلطان الصالح نجم الدين ايوب له مصر څخه د درملني لپاره دمشق ته تللى وو. نامتو عالم امام عزالدين بن عبدالسلام رحمة الله عليه سمدستي د جهاد فتوى ورکړه. سلطان د ناروغۍ په حال کي مصر ته راغى او د ناروغۍ په حال کي يې د يرغلګرو پر ضد درنه جګړه پر لار واچول. خو په دې منځ کي هغه په٦٤٧هـ / ١٢٤٩ع. کال وفات سو . د هغه ملکې شجرة الدر د هغه مړينه پټه وساتل. اما څه مهال وروسته خلک په پوه سول.

د منصورې جګړه او د صليبيانو سخته ماته :

د سلطان د مړيني په اورېدو سره صليبيانو د قاهرې پر لور حرکت وکړ او منصورې ته نژدې يې واړول.

مسلمانانو ډول ډول بريدونه پر پيل کړل. په ١٢٥٠ع.کال صليبيان د منصورې بازار ته ننوتل او هلته توده جګړه ونښته. په پايله کي صليبيانو ته درانه تلفات واوښتل او بالاخره جګړه تن په تن سوه او څه مهال وروسته په صليبيانو ماته ګډه او په تښتېدو سوه، په دې وخت کي يوې بلي ډلي صليبيانو وکولاى سول چي ناببره د پاچا ماڼۍ ته ننوزي. له دې امله په دننه ماڼۍ کي خونړۍ جګړه پيل سوه.

دغه مهال د افغانستان د غزني د يوه تن اتلولۍ د لوى څښتن سبحانه په فضل او مرحمت پاچايي حرم له خطره وژغورى. (١)

هغه د صليبيانو د دغو پوځيانو مشر وواژه او بيا يې د بيبرس او نورو اتلو جګړه مارو په ملګرتيا ماڼۍ د صليبيانو په مړو ډکه کړه. (٢)

بيا هغه وو چي پاته صليبيان خپل مرکز ته ستانه سول. مسلمانانو تعقيب کړل، بېړۍ، وسلې، مالونه او
سرتېري يې په اوبو ورلاهو کړل او د رسد لاري يې پر بندي کړې. بيا بيبرس د صليبيانو پر مرکز بريد وکړ، تر ډېرو زيانونو ور اړولو وروسته يې کلابند کړل. دغه مهال په صليبيانو کي ناروغۍ خپرې سوې. خپله نهم لويي او نور غټان يې سخت ناروغه سول. لويي چي د نس په ناسته ( اسهال) اخته وو او پتلون يې مردار کړى وو د تېښتي په حال کي پر ځمکه ولوېد. بيا يې يوه کور ته يووړ. بيا مسلمانانو هغه ژوندى ونيو او اسکندريې ته يې بوت هغه يې پر اوښ پړمخي سپور کړ، په ښار يې وګرځاوه او بيايې تر يوې مياشتي د قاضي فخرالدين ابراهيم ابن لقمان په کور کي بندي کړ.

په دې جګړه کي تر دېرش زره زيات عيسويان ووژل سول او نژدې يو لک تنه ژوندي ونيول سول. څوک چي نه مسلمانېدل وژل کېدل او نور يې د قاهرې د مريانو د خرڅولو بازار ته بوتله. بيا شجرة الدر نهم لويي او د هغه بنديان ملګري د څلورو لکو دينارو فديې ( چي تقريباً د 500000 پونډو سره برابر وه او د جګړې د تاوان ورکولو په بدل کي خوشي کړل. د لويي ملګري ، په داسي حال کي چي هر څه يې له لاسه ورکړي وه، تش لاسونه فرانسې ته ستانه سول. خو لويي له شرمه فرانسې ته نه ولاړى. څلور کاله يې په عکا او يافا کي تېر کړل.

پاى په ١٢٥٤ع.کال فرانسې ته ستون سو.( مغربي يلغار ١٠٥ ـ ١٠٧مخ او نور ).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x