کرکټ: د پاکستان په دریو لوبغاړو بندیز ولیګده

_51115102_cricketsplit_282دکرکټ نړیوالې ټولنې نن دری تنه پاکستاني لوبغاړي، هریو سلمان بټ، محمدعامر اومحمداصف دبډو اخیستلو په تور محکمه کړل، اودکرکټ له لوبو کولو څخه یې منع کړل.

دکرکټ دنړیوالې ټولنې دصادرې شوې فیصلې له مخې سلمان بټ لس کاله محمد اصف اوه کاله اومحمد عامر پنځه کاله له کرکټ کولو څخه منع شوي دي.

دری واړه لوبغاړي هغه وخت دبډو په اخیستلو متهم شوي ول کله چې یې تیرکال داګست په میاشت کې په انګلستان کې دلارډ په لوبغالي کې دکوربه هیواد انګلستان سره دټیسټ کرکټ څلورمه لوبه کوله.
په نوموړو باندې دبندیز لګولو خبرهغه وخت راڅرګند شو کله چې تردې یوه ورځ مخکې اړونده محکمې اعلان کړی وو، چې دری واړه مجرمین به دخپلوکړنو سزا ووینی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.