نظــر

د نن ټکی آسيا چلوونکو ته څو مشورې- صمیم کټوازی

نن ټکی آسيا وېب سايټ يو له هغو سايټونو څخه دی چي له يوې مودې راهيسي يي هره ورځ کتل او لوستل زما د انټرنېټي بوختياوو يوه برخه ده؛ ښايي لامل يې د نوموړي سايټ هر لوستونکی درک کړي. په خواشينۍسره يي بايد يادونه وکړم چي هره ورځ مي دا وېب سايټ کتلی، خواشينی کړی يې يم؛ د همدې خواشينۍ له مخي مي  هر ځل غوښتلي چي قلم را واخلم او يو څه وليکم خو له يوې نامعلومي وجهي مي قلم له لاسه لوېدلی دی. نن مي زړه يو څۀ را ټينګ کړ، غواړم د دې محترم وېب سايټ درنو چلوونکو ته د اسلامي ورورولۍ او خواخوږۍ له مخي څو مشورې ورکړم.

د نن ټکی آسيا درنو چلوونکو !

دا احساس مو د ډېر درناوي او قدرداني وړ دی چي ((نن ټکی آسيا د شخصي مصلحتونو لپاره نه د چا په ملاتړ او نه هم د چا پرخلاف تبليغاتي کمپاين کوي، بلکې ټول نشراتي فعاليت يې يواځې د هيواد د لوړو ګټو د تحقق او ملي وحدت د خونديتوب لپاره دي.)) يقيناً ډېر پر ځای دريځ دی؛ خو ستاسو بشري فروګذاشت يې بولم چي په عملي ډګر کي نن ټکی آسيا د هيواد د لوړو ملي ګتو د خونديتوب لپاره داسي کوم اغېزمن پروګرام نه لري چي سړی پرې  پوره باور وکړي. د نن ټکی آسيا تودې ليکني او شنني په  ټول اړخيز ډول  هر لوستونکي ته دا باور ورکوي چي ليکونکی يې د يوه ځانګړي فکر د جبري حاکميت او تسلط د هيلو په څپو کي د اعتدال او استقلال له پولو اوړي او لوړي ملي او اسلامي ګټي يي هېري دي. ستاسو د درنې وېب پاڼي ليکونکي هغه مهال نور هم هڅول کېږي چي نن ټکی آسيا يي جذباتي، له ملي مصلحت او اسلامي بصيرت خالي ليکنو او شننو ته پراخه کوريج ورکوي او يا په بل ډول خپلسرۍ ته يي پرېږدي. يقيناً چي د بيان د آزادۍ تر سرليک لاندي خپلسرې ليکني او خپروني د افغاني ټولني د لا زياتي معنوي تباهۍ باعث کېږي، د اسلامي خوځښتونو ترمنځ حسادت او عداوت پيدا کوي، د ګډ دښمن پر وړاندي زموږ فکري او عملي سنګر کمزوری کوي.

اسلامي صحافت چي زموږ د اسلامي ټولني فکري سنګر دی، تر عملي سنګر په څو واري،  د علماؤ زياتي پاملرني او کلکي څارني ته ضرورت لري

– د نن ټکی آسيا محترمو چلوونکو!

د متين دين علماء ياست او که طلباء بايد پام وکړئ چي آيا زموږ فکري سنګر (اسلامي صحافت) د بيان آزادۍ تر مجهول مفهوم لاندي  د دښمن لاس ته  خو نه دی لوېدلی چي غواړي  د هيواد دوو لويو اسلامي احزابو ترمنځ د دښمنۍ اور بل کړي، يا مو دغه ستر کار  څو داسي  ځوانانو ته خو نه دی سپارلی چي د اسلامي صحافت له الف باء سره هم لا پوره آشنا نه دي؛ په ناخبرۍ او کم فهمۍ سره سليقوي او فروعي اختلافات د سخت فکري  اختلاف په ډول تشديدوي او په دې تړاو ستاسو د تګلاري :(( چي: نن ټکي آسيا له هر ډول تنظيمي او سليقوي برخوردونو څخه ځان ليري ساتي)) پولي هم نه رعايتوي . موږ په پوره وجداني صداقت سره وايو چي د دوئ دغه سوچ او اپروچ پرته له دې چي دښمن ته د مسلمانانو په منځونو کي د ځای نيولو فرصت ورکړي کومي  ښې پايلي نه شي لرلای.

لکه تاسو چي د خپلي نشراتي تګلاري د وضاحت په کرښو کي په صراحت سره واياست: ((نن ټکي آسيا له هر ډول تنظيمي او سليقوي برخوردونو څخه ځان ليري ساتي، د قانون په چوکاټ کې د بيان پر آزادي باور لري خو د بيان د آزادي تر پلمه لاندې نشراتي بي بندوباري په کلکه غندي))  نشراتي بې بندوباري په کلکه غندل، ترټل او ځان ترې ساتل د يوې معياري ملي رسنۍ ځانګړتيا بلل کېږي؛ خو ستاسو لوستونکي نه پوهېږي چي نشراتي بې بندوباري کوم موضوعات احتوا کوي ؟ آيا د نشراتي بې بندوباري تردې لا نوري هم بدي بېلګي لرو چي د نن ټکی آسيا پرمټ ځيني مجهول الهويه کسان د هيواد د لوی اسلامي حزب محترم مشر ته سپک کلمات وکاروي، د لوړ علمي، اسلامي، جهادي او ملي شخصيت د را ټيټولو او سپکولو ناکامه هڅه يي وکړي .تر دې هم لا وړاندي ولاړ شي او په داسي اسلوب سره ليکني وکړي چي هر څوک يې په آسانۍ سره  اسلامي امارت  ته ژمن کسان او د فرهنګي کميسيون متعهد ليکوالان و بولي؛ او له دې لاري  وکولای شي د حزب اسلامي له سنګرونو پر طالبانو اورونه و وروي او بلاخره يي په خپل منځ کي سره ښکېل کړي .

د نن ټکی آسيا درنو چلوونکو!

تاسو واياست ((په نن ټکي آسيا کې نشريدونکې مقالې او مضامين خپله د هغو د درنو ليکوالو د نظر ممثل دي.)) په دې کي هيڅ شک نه کوو، خو دومره وايو چي د يوې اسلامي رسنۍ چي د هيواد او اسلام لوړو، اصيلو ارزښتونو ته درناوي لري او يوې غير اسلامي رسنۍ چي يوازي مروجي قانوني پولي رعايت کوي ترمنځ لوی توپير په دې کي دی چي اسلامي رسنۍ د هيڅ يو صالح اسلامي جماعت او شخصيت پر ضد داسي څه شرعاً او اخلاقاً خپرول نه غواړي چي د هغه اسلامي جماعت او ديني شخصيت حيثيت او اعتبار ته ضربه رسوي!!! هو! غير اسلامي رسنۍ په دې اندازه ځان مکلف نه بولي. نن ټکی آسيا چي موږ يې د يوې اسلامي رسنۍ په توګه پېژنو، دا يي شرعي مکلفيت او اخلاقي مسؤليت بلل کېږي چي پر سپينو پاڼو يي  د کوم  اسلامي شخصيت او ديني جماعت د سپکولو او ښکنځلو په موخه څه و نه ليکل شي. هيله مو دا ده چي زموږ دغه مشوره  د نن ټکی آسيا ترڅنګ  نوري اسلامي رسنۍ هم د خپلي عملي او نشراتي تګلاري برخه وګرځوي.

ځيني خلک فکر کوي چي که نن ټکی آسيا رښتيا هم خپلواکه وي  او  له هيچا سره تنظيمي اړيکي نه لري،نو ولي په يو اړخيز ډول يوازي هغه ليکني خپروي چي په طالبانو پوري تړاو پيدا کوي، ښايي ګيله يي پر ځای وي خو موږ وايو: دا کوم سالم رسنيز فعاليت نه دی چي  نن ټکی آسيا دي د دوو لويو اسلامي احزابو ترمنځ د افکارو تباه کوونکې مناقشې او مناظرې ډګر،او يا يو اړخيز سنګر وګرځي؛ ځکه چي پايلي يي  د اسلامي امت د يوې برخي فکري  وحدت او عملي مبارزت سخت زيانمنوي.

د نن ټکی آسيا قدرمنو چلوونکو!

ستاسو سرمقاله، چي د نن ټکی آسيا  رسمي ليدلوری انځوروي، هم ځيني وخت حساسيتونه پاروي. موږ وايو د هر صالح اسلامي تحريک له اصولي او شرعي موقف څخه دفاع کول، يو اسلامي مسؤليت دی چي پرځای کول يې   شرعاً اړين دی . خو د يو اسلامي تحريک له دريځ څخه د دفاع لپاره بايد داسي حکيمانه اسلوب غوره شي چي ضمناً له نورو صالح اسلامي تحريکونوڅخه هم دفاع شوې وي، نه برعکس چي له يو اسلامي تحريک څخه په دومره افراطي بڼه دفاع وشي چي د نورو اسلامي تحريکونو حيثيت متضرر کړي او يا هم بې دفاع پرې ښودل شي.

  رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته لارښوونه کوي چي: انزلو الناس منازلهم کذا فی الجامع . (مسلم، ابو داؤد)  يعني هر څوک په خپل  مقام کي ونيسئ  . په دې  مبارک ارشاد کي موږ ته  ويل شوي دي چي هر څوک بايد له خپل علمي مقام او حيثيت سره سم ياد کړی شي، په هغه حيثيت بايد و نه منل شي چي وړتيا يي نه لري او نه هم له هغه حيثيت څخه را ټيټ کړی شي چي حق يې لري. په لومړي صورت کي د نورو حقوق متضرر کېږي، اجتماعي فلاح او صلاح خسران مومي او په دويم صورت کي د اړوند شخصيت او جماعت حقوق تخلف کېږي او د ټولني د نېمکرغۍ  او سوکالۍ لار تړل کېږي.

په دې کي اختلاف نه کوو چي سالم انتقاد هم بايد و نه شي، خو عقيده مو دا ده چي اسلامي تحريکونه او شخصيتونه بايد پۀ ډېراحتياط او ادب سره خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړی شي، د اصلاح او دعوت اړخ يې په پام کي ونيول شي، په مواقفو کي يي نيمګړتياوي په داسي حکميانه ډول  ورته په  ګوته کړی شي چي اصلاح يي آسانه کړي، د مسلمانانو ترمنځ بې باوري را منځته نه کړي او بالاخره  دښمن ته دا فرصت ور نه کړي چي  له دې ناحيې اسلامي صفوف متلاشي کړی. د لهجې سختي هم ډېري ستونزي را ولاړوي، داعيانه سوچ او اپروچ بايد وشي.

د نن ټکی آسيا محترمو ليکونکو ته هم  ضمناً  ويل  غواړو:

ستاسو په لاس کي د قلم په څېر ستر امانت دی، د دې امانت عفت ساتل ستاسو ايماني او وجداني وجيبه ده .موږ ستاسو پر پاک نيت شک نه کوو، خو وايو چي قلمي سنګر تر عملي سنګر زيات مسؤليت لري، لوی زړۀ ،  لوړ بصيرت او حکمت غواړي . ستاسو قلمي مبارزه زښت ډېر ارزښت لري، د دښمن په فکري مراکزو کي زلزلې را ولي، خو دا يوازي هغه مهال چي تاسو په لوړ مؤمنانه فراست سره مبارزه و کړئ. که د صليبي دښمن په شتون کي له نورو هغو مسلمانانو سره چي له تاسو سره  يو ځای د دښمن پرضد په پراخه مبارزه بوخت دي، خو له تاسو سره سليقوي او فروعي اختلاف لري، تنازعات او مناقشات وکړئ، يقيناً چي ستره اشتباه به وي، تاريخ به مو معاف نه کړي، د الله او الله د مخلوق پر وړاندي به مو د ستر جرم ارتکاب کړی وي .

په  فقهي (سياسي او علمي دريځونو) کي اختلاف مسلمانانو ته له صحابه وو په ميراث رسېدلی  . په فقهي او علمي مسايلو کي د اختلاف په صورت کي د صحابه وو منهج مسلمانان له دنيوي او اخروي تباهۍ  څخه ژغوري. صحابه وو په خپل منځ کي شديد سياسي اختلاف  درلود. حضرت معاويه (رض)  په داسي حال کي چي له حضرت علي رضی الله عنه سره په جګړه بوخت وو، په فقهي او علمي مسايلو کي يي له حضرت علی رضی الله عنه فتوا غوښتله، حضرت عايشه رضی الله عنها او حضرت علي کرم الله وجهه  د يو بل پر ضد د جګړي په ميدان کي هم د يو بلخير غوښتلو او يو بل ته يي د زړه له تله د مغفرت دعاء کوله .

په موږ کي چي هر څوک په وړو وړو اختلافي ټکيو د يو بل تحقير او تکفير کوي، بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه ارشادات په پام کي ونيسي:

ليس المؤمن بطعان و لا لعان و لا فحاش و لا بدی .

ژباړه : مسلمان نه چا ته پېغور ورکوي،  نه پر چا لعنت وايي او  نه بده ژبه کاروي .

بل ځای وايي: سباب المؤمن  فسوق و قتاله کفر. يعني مسلمان ښکنځل فسق دی او وژل يې کفر دی.

  د پيغمبر عليه السلام په يو بل حديث شريف  کي راځي:

يا معشر من اسلم  بلسانه  ولم تفض الايمان الی قلبه لا توذوا المسلمين و لا تعيرو  هم  و لا تتبعوا  عوراتهم  فان من يتبع  عورۃ  اخيه المسلم  يتبع الله عورته و من يتبع  الله عورته يفضحه  و لو فی  جوف رحله.

ژباړه : اې هغو خلکو چي په خله د اسلام مدعيان ياست خو زړونو ته مو ايمان نه دی رسېدلی، مسلمانان مه ځوروئ،  پېغور مه ورکوئ،  په عيبونو پسي يي مه ګرځئ . څوک چي د خپل مسلمان ورو عيبونه لوڅوي، الله تعالی د هغه عيبونه (خلکو) ته ور ښکاره کوي، او چي الله د چا د عيبونو لوڅول و غواړي، هغه (حتی) په پرده کي دننه هم رسوا کوي .

. دغه راز پېغمبر عليه السلام په يو بل ځای کي  فرمايي:  هر څوک چي پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لري، ښه خبره دي وکړي، ګنئ پټه خله دي کېني. امام مالک رح  وايي: څوک چي له حق څخه په دفاع کي بده ژبه کاروي، نيت يې خراب دی، ځکه چي حق داسي دفاع ته  کورټ اړتيا نه لري .

هيله  مو دا ده چي  نن ټکی آسيا د اسلام يو کلک فرهنګي مورچل وګرځي، ټول فعاليت يې د دې لپاره وي چي د اسلامي تحريکونو ترمنځ اختلافات را کم کړي، مواقف يې توحيد کړي، د هغو  مشبوه کړيو مخه ونيسي چي غواړي مجاهدين سره وجنګوي او پر  صالح اسلامي شخصيتونو او جماعتونو د ولس اعتماد او اعتقاد کمزوری کړي .

څومره به ښه وي چي  د نن ټکی آسيا  ترڅنګ ټولي اسلامي رسنۍ دا دعوت پيل کړي چي:  بِاَيِهِم اقتَدَيتُم  اِهتَدَيتُم  يعني ( د طالبانو اسلامي تحريک او حزب ِ اسلامي له جملې څخه) په هر يو پسي چي ولاړ شئ، هدايت به و مومئ.  يقيناً همدا  زموږ د دنيوي او اخروي  نېکمرغۍ لار ده، بله هر ه لار مو تباهۍ ته رسوي.

لیکوال: صمیم کټوازی

====

نن ټکی آسیا د ټولو خواخوږو مشورې په ورین تندي مني. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x