افغانستان

برتانوي استخباراتو له افغان امنيتي ځواکونو د داعش قومندان ژغورلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۶): د پروان والي انجينر محمد عاصم ويلي، چې څو مياشتې وړاندې افغان ملي اردو غوښتل، په پروان کې د داعش پر ضد د عملياتو پر مهال د دغې ډلې قومندان عتيق الله ونيسي، خو ځينو بهرنيو کړيو يې مخالفت وکړ، چې د داعش دغه قومندان ته بايد زيان ونه رسيږي او نه هم بايد بندي شي.

انجينر عاصم وايي، چې قومندان عتیق الله په کوه ساپي ولسوالۍ کې د داعش ډلې مشري کوله.

انجينر عاصم له کابل نيوز تلویزون سره په مرکه کې ويلي، چې ځينو بهرنيو کړيو ټينګار کاو، چې قومندان عتیق الله بايد ونه نيول شي او يا هم ځانګړو کسانو ته وسپارل شي.

د پروان والي د بهرنيو کړيو نوم نه دی یاد کړی، خو له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې د خپلو سرچينو له خولې ليکلي، چې برتانوي استخباراتو د پروان پر ولايتي ادارې فشار راوړی و، تر څو قومندان عتیق الله له مرګه وژغورل شي او وروسته ترې برتانوي ځواکونو بیولی و.

دا لومړی ځل نه دی، چې حکومتي چارواکي بهرني پوځيان د داعش په ملاتړ تورنوي. تر دې وړاندې د پکتيکا پخواني والي عبدالکريم متين هم د خپل ولايت پر مهال تور پورې کړی و، چې د کابل ادارې د ملي امنيت ځينې مسوولين له داعش سره مرستې کوي، همدارنګه د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو هم پر بهرنيو ځواکونو، د ملي امنيت پر سلاکار حنيف اتمر او يو شمېر نورو چارواکو د داعش د ملاتړ تورونه لګولي دي.

په ولسي جرګې د ننګرهار د خلکو استازو حاجي عبدالظاهر قدير، صالح محمد شینواري، حاجي حضرت علي او د ولايتي شورا ځينو غړو ويلي، چې نامعلومې چورلکې په ختيځ کې داعش وسله‌والو ته وسلې او خوارکي توکي رسوي او همدارنګه يې وخت پر وخت له يوه ځایه بل ځای ته لېږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

اوس هم شک کوی ، انجینر عاصم د عبدالله د دفتر چلوونکی مدیر او چه کله عبدالله د اجرییه مشر شو دی یی لمړی د کوم وزیر ټاکلی وو لکه چه د باور رایوی یی تر لاسه نه کړی اوس د پروان والی او د شمالی ټلوالی اعتمادی غړی دی د هغه ولایت لمړی سړی یعنی والی صاحب د سترګو لیدلی حال بیانوی [ چه غلامی اردو غوښتل د داعش مشر عتیق الله ونیسی مګر د ناتو ځواکونو تری وژغورولو ، دا خبره یی د چاسره غوږ په غوږ هم نه ده کړی بلکه د کابل نیوز تلویزون سره یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x