استاد سعدالدین شپون وفات شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۶): د پښتو ژبې وتلی لیکوال او ادیب استاذ سعدالدین شپون د ورپیښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

نوموړي له ډیرې مودې راهیسې ناروغ و او نن یې د امریکا په ورجينيا کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
استاذ سعدالدین شپون د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې زیږیدلی و. لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې او بیا د کابل له حبیبیې لیسې څخه فارغ شوی و.

لوړې زده کړې يې په امریکا کې کړي او کلونه یې د امریکا غږ په پښتو څانګه کې د ویاند په توګه دنده ترسره کړې.

د استاذ شپون کورنۍ په پام لري د نوموړي جنازه خپل پلرني هیواد ته انتقال کړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

نشنلستان ، سکولریستان او کمونستان چه خبلو کی سره ناست وی میلی لری کبابونه او شرابونه بادوی ځانو ته په ډیره ویاړنه دغه نومونه یادوی ټول اعمال او اخلاق یی د همدغه ایزمونو له مخی وی حتی ځینی په خپلو خیرو کی ځینی نښی او القاب لری چه یو بل سره وپیژنی ، مګر مسلمانان چه ورته د نشنلست ، کمونست او یا سکولریست خطاب کوو سمدلاسه درته توهین او کنځل کوی په خانګړی ډول نشنلستان او کمونستان دا خصلت زیات لری ، او وایی چه هغه فلانی نشنلست نه وو مګر ملی شخصیت او ښه مسلمان وو او تاسی… نور لوستل »

اځک
میلمه

الله دی ششپون الله رحمت کٰژی

عبدالرحیم (ثاقب)
میلمه
عبدالرحیم (ثاقب)

څښتن تعالی دې ورباندې رحم وکړي ، فردوس جنت دي ځای ، کورنۍ ، او متعلقینو ته دي الله صبر جمیل او نعم البدل ور په برخه کړي . ارواښاد استاد شپون واقعا چې یو خواخوږي ، مسلمان او پاک زړی شخصیت و ، په نثر لیکلو کې د ځانګړي سبک او برلاسي قلم خاوند و . کوم خدمت چې نوموړي پښتني ادب ته کړی هغه د ده د علمي جاوبدانیت او زمونږ په منځ کې د تلپاتي کیدو لپاره کافي دی. دروند استاذ شپون د اسلامي تحریک د بنسټګر منهاج الدین ګهیځ ورور ، د ستر جهادي شخصیت او… نور لوستل »

جمال
میلمه
جمال

ثاقب صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! د سعد الدین شپون د ژوند په دوره افغان صاحب یو څه او تاسی بل څه لیکلی نظریات سره توپیر لری مګر ستاسی نظریات یو د بل مخالف قطب کی قرار لری او مونږ هم د د شپون صاحب د زامنو به اړه چه اوریدلی اسلامی خوځښتونه په ځانګړی دول امارت اسلامی دهشتګر او افراطیان ګڼی حتی په ضد یی تل خپرونی کوی که هغوی د ده زامن او د شپون صاحب زیږول شوی او روزل شوی تولیدات وی ، نو ډیر په اسانه د شپون صاحب د شخصیت ارزیابی کوی… نور لوستل »