نظــر

د افغانستان اشغالول ممکن نه دي – ولیم ډیمرمپل

له افغانستانه د  روسانو د وتلو ۲۵ کلونه پوره شول. د روان کال په پای کې امریکا زیات شمېر پوځیان وباسي.
موږ د  امریکا او روس د راتګ او وتلو څخه څه زده کړل؟

تېره روژه کې زه قندهار ته د حامد کرزي د ماشوم توب چېرې چې ده خاپوړې کړي، کور کتلو ته لاړم، له ماسره د کرزي ورورمحمود کرزی ملګری و.  د قندهار په کلیو ګرځېدو، محمود کرزي ویل چې دا کلي او دا ځایونه خورا بدل شوي، دا جومات زما یاد دی دلته موږ لوبې کولې.   خو زموږ کور چیرې دی؟

دې کې موټر چلوونکي موټر ودرولو محمود کرزي وویل:  دا زموږ کور دی؟ نه نه دا نشي کیدلی!.

محمود کرزي ساتونکي اخوا دیخوا خپاره شول، محمود یو لوړ ځای ته وختلو، اخو دیخوا يې د کلیو او کورونو جاج واخیست، ده یو خالي ځای ته اشاره وکړه  او ویې ویل (هااا موټروان صحیح و، دا زموږ کور دی.)

ما ترې وپوښتل: ولې په کور څه شوي؟

ده وویل: روسي پوځ.

ما ورته وویل: ولې؟

محمود کرزي وویل چې « مجاهدینو کې چې د کومې قبیلې   اثر روسوخ زیات و،  روسانو د هغوی کورونه نړول، زموږ په کور کې زموږ ځینې خپلوان هم وه.  کوم شپه چې روسانو زموږ کور ړنګ کړ، په هغه شپه يې زموږ ټول خپلوان په یو قطار کې ودرول او ټول يې وویشتل»

د روسانو د پوځ د وتلو ۲۵ کلونه پوره شول، دا یوه ښه موقع ده چې د روسانو او امریکايي ځواکونو د کړنو موازنه وشي.

ښکاري خو داسې چې  د دواړو مداخلو موازنه امکان نه لري ځکه روسي پوځیان د شوري د اثر رسوخ د زیاتولو لپاره او ګرمو اوبو ته ځان رسولو لپاره راغلي و او امریکا د ۱۱ ستمبر د بریدونو  غچ اخیستلو او د دیموکراسۍ  غښتلي کولو ته راغلي دي. (!)

لیکن په داواړو مداخلو کې ځينې د توافق نقطې شته.

روس او امریکا دواړو دا فکر کاوه چې دوی افغانستان ته د داخلېدو وروسته به اتحادي حکومت جوړوي او کال وروسته به بېرته وځي. لیکن دواړه هېوادونه په یوې اوږ مهاله جګړه کې ښکېل شول او بالآخره دواړو ددې هېواد څخه د وتلو پریکړه وکړه.

د روس مداخله د ځاني نقصان له نګاه ډیر وه، شاوخوا یو نیم میلیون افغانان ووژل «شهیدان» شول، او د امریکا  د راتګ سره شاوخوا یو لک کسان وژل شوي.  خو د امریکايي پوځ مداخله خورا  قیمته پریوته.

روسانو د کال  شاوخوا ۲ میلیارډه ډالر  مصرف کړي او امریکا تر دې مهاله ۷۰۰ میلیارده ډالر مصرف کړي.

د روسانو تر وتلو وروسته د ډاکتر نجیب  روس پلوې  قوي حکومت په افغانستان کې و او دا هغه وخت مات شو چې روسانو د ډاکتر نجیب په حکومت وسله بنده کړه.

خو امریکا د ۱۳ کلونو وروسته په داسې حال کې له افغانستانه وځي چې ددوی هیڅ یوه موخه هم نه ده پوره شوې.

القاعده له افغانستانه یا قبایلو ته لاړل او یا عربي هېوادونو ته بېرته ستانه شول، او طالبان  د افغانستان د جنوب په ٪۷۰ سلنه سیمو  حکومت کوي.

له تېرو پنځو کلونو راهیسې زه د برتانیا او افغانستان تر منځ د لومړۍ جګړې چې په ۱۸۳۹-۱۸۴۲ز کال کې شوی و، لیکم.

تاریخ ښوولې چې د نړۍ قوي  پوځونه د هغو قبایلو په لاس مات شوي چې په لاس کې يې سمه وسله هم نه وه.

د جنورۍ په ۶مه  ۱۸۴۲ کې چې کله د ۱۸۵۰۰ برتانوي پوځونه له کابله ووتل نو یواځې یو پوځي ډاکتر برايډن د جلال آباد له لارې ۶ ورځې وروسته ژوندی ووت.

د امریکا د جګړې او ۱۸۴۰ ز کال تر منځ مماثلت  دادی چې په دواړو جګړو کې پوځي اډې په یو ځای کې جوړې شوې وې، هغه مهال او اوس یرغلګر پوځونه یوه ژبه وايي او پر دوی بریدونه له غرونو څخه کیږي.

هغه مهال د ګوډاګي حکومت مشر شاه شجاع و او  اوس حامد کرزی دی او  د دواړه د پوپلزي قبیلې دی او د طالبانو یو شمېر مشران هم ددې قبیلې دي.

دا  سمه نه ده چې په  افغانستان غلبه امکان نه لري، تر دې دمخه افغانستان سکندر اعظم، چنګیز، مغل او قاجار دا نیولی و. ( یادونه: خو دوی ټول وروسته د افغان میړني ولس لخوا وروسته مات شول. ژباړن)

لیکن په اقتصادي لحاظ ترې چاته هيڅ کومه فایده ونه رسېده. په ۱۹۳۹ کې د برتانوي پوځ مشر ویلي و چې «دا خاوره یواځې د تيږو او سړیو ده».
۱۹۶۳ کې  چې کله  هیرلډ میکملن ، ایلک ډګلس ته حکومت سپاره نو ده ایلک ډګلس ته یوه  مشوره ورکړه: ( تر هغې چې ته په افغانستان برید ونه کړې، حکومت کولو کې به دې هيڅ ستونزه پېښه نشي. )

یادونه: ما لیکنه چې څه ډول ولیم ډیمرمپل لیکلې په هغه بڼه ژباړلې، کمی زیاتی مې په کې نه دی کړی.

لیکوال: ولیم ډیمرمپل ژباړه: بلال ساپی


ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x