نړۍ

سعودي حکومت ديني عالم سلمان العوده نيولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۶): د سعودي عربستان د ټولنيزو شبکو فعالانو تاييد کړې، چې امنيتي ځواکونو ديني عالم او دعوتګر شيخ سلمان العوده نيولی دی.

د ټولنيزو شبکو فعالانو د شيخ عوده د نيولو لامل د هغه وروستی ټويټ بللی، چې په کې يې «د مسلمانانو يووالي» لپاره دعا کړې ده.

شيخ عوده په خپل ټويټر کې دا دعا وروسته تر هغه ليکلې، چې وړمه ورځ عربي رسنيو خبر ورکړی و، چې د قطر امیر شيخ تميم بن حمد ا‎آل ثاني د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره د عربي هېوادونو تر منځ د روانو ستونزو په حلولو ټيليفوني خبرې کړي دي.

د سعودي د ټولنيزو شبکو فعالان وايي، چې استخباراتي چارواکو په دې وروستيو کې لږ تر لږه شل ديني عالمان بنديان کړي دي. په دوی کې شيخ عوض القرني، علي عمري او يو شمېر نور علماء شامل دي.

سعودي چارواکو تر اوسه د سلمان عوده د نيولو په اړه رسما څه نه دي ويلي.

دا دويم ځل دی، چې په لنډه موده کې امنيتي چارواکي شيخ سلمان عوده بندي کوي.

عربي هېوادونو په ځانګړې توګه سعودي عربستان کې د بيان پر ازادۍ تر ډېره بنديزونه دي او حکومت چا ته اجازه نه ورکوي، چې د سعودي له رسمي دريځ مخالف نظر ورکړي.

د قطر او نورو خليجي دولتونو ترمنځ د روان کړکېچ په اړه ځينو علماوو خاموشي غوره کړې وه، چې د سعودي چارواکو له لوري تر پوښتنو لاندې نيول شوي او دوی يې اړ کړي، چې د سعودي حکومت په ملاتړ د قطر پر ضد څرګندونې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x