غزنی : د طالبانو په ناڅاپي برید کي د پولیسو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۶)د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کي د دې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ یو تن قومندان حیات الله (طوفان) په ناڅاپي برید کي وژل شوی دی.

له راپورونو سره سم نن مازدیګر مهال طالبانو د پولیسو په یونیفورم کي د قره باغ ولسوالۍ د بازار په مرکزي چوک باندي د دې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د عملیاتو مسؤل حیات الله طوفان باندي مخامخ ډزي وکړې او نوموړی قومندان يې ځای په ځای وواژه، همدا رنګه په دې ناڅاپي برید کي دوه تنه نور پولیس ژوبل شوي دي.
حیات الله طوفان په افغانستان د امریکایانو له حملې وروسته په لومړیو کلونو کي هغه مهال چي لا کشر ماشوم و، د دې ولسوالۍ د مخکني امنیه قومندان قهار ساتونکی و، وروسته په رسمي توګه د پولیسو په لیکو کي داخل شو.
نوموړي اوس مهال د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د عملیاتو د مسؤل په حیث دنده تر سره کول.

قومندان حیات الله په سیمه کي د ولسي خلګو په ځورولو او ربړونه تورن و، همدا رنګه نوموړي څو ځله د وژل شویو طالبانو د جسدونو سپکاوی کړی و.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.