انټرپول د یوسف قرضاوي نوم له تور لیست څخه لرې کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۶): نړیوالو پولیسو (انټرپول) د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر (یوسف قرضاوي) نوم د مطلوبو کسانو له لیسته ایستلی.

د نوموړي نوم په ۲۰۱۴ کال د مصر د کودتاچي رژیم په غوښتنه د انټرپول په تور لیست کې شامل شوی و.

د عبدالفتاح سیسي په مشرۍ د مصر حکومت په یوسف قرضاوي تور لګولی و چې د اخوانیانو په ملاتړو مظاهرو کې یې په قتل، چور، چپاول او تخریب کې لاس درلود.

په ښاغلي قرضاوي تور پورې شوی چې په وژنو کې لاس لري، خلک یې وژنو ته هڅولي دي او له بندیانو سره یې له زندان څخه په تیښته کې مرسته کړې او په غلا او ورانکاریو کې هم ښکېل دی.

خو انټرپول دا تورونه بې ځایه او له عقله لرې بللي او وايي چې یوسف قرضاوي د مظاهرو پر مهال اصلا په مصر کې شتون نه درلود او د نوموړي د شخصیت او عمر تقاضا دا نه ده چې په ورته جرایمو کې ښکیل شي.

انټرپول ویلي د مصر کودتاچي رژیم له یوسف قرضاوي سره سیاسي مخالفت درلود او هڅه یې کوله چې دغې موضوع ته جنايي رنګ ورکړي.

د انټرپول په وینا، د یوسف قرضاوي د نوم د ایستلو پرېکړه یې له پرلپسې پلټنو او څیړنو وروسته کړې.

په انګلستان کې د بشري حقونو عربي ټولنې په اعلامیه کې د انټرپول وروستۍ پرېکړه د مصر د کودتاچي رژیم په وړاندې ستر بری ګڼلی.

انټرپول د نړیوالو پولیسو ټولنه ده چې په ۱۹۲۳م کال تاسیس شوې. د دې ټولنې مرکزي دفتر د فرانسې په لیون ښار کې دی او ۱۹۰ هیوادونه یې غړیتوب لري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.