افغانستان

زابل شهرصفا ولسوالي: ۲۹ کیلوهیروین ونیول شول

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي نن سهار ددې ولایت دشهرصفا ولسوالی ملي پولیسو یوځل بیا دپلټنو او چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۲۹ کیلوګرامه هیروین  ونیول.

ښاغلی قومندان وايي چې ددې پيښې په تړاو يې یوتورن کس او یوه عراده موټرهم نیولی دي او ددوی پلټنې به دوام ولري ترڅو پډې ولایت کې دنشه يې دقاچاق مخنیوی وکړي.

امنیه قومندان همداراز وايي چي په روان کال کې يې څه باندي ۶ ټنه نشه يې توکې نیولي دي او ددوی دالړی به دوام ولري.

په زابل کې دانشه يې توکې پداسي حال کې نیولي کیږي چي تردې وړاندي هم په مرکز کلات ۶۴۲ کیلوګرامه ونیول سوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x