په اروپاکي تورتمونه او تباهۍ

ليکوال : هارون يحيی
ژباړه او لنډون: د عبدالمالک همت

په اروپا کي د اروپا پر اتحاديه باندي پخپله اروپايان ډېر سخت انتقادونه کوي. د اروپا اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت زيات ويجاړ سوی دی. د پناه اخيستونکو سره له تبعيضه ډک چلند کيږي. نا آرامۍ ورځ تر بلي زياتيږي او د توکم پالني زياتوب اروپايانو ته دردوونکی حالت رامنځ ته کړی دی. د دې وضعيت يوه برخه کېدای سي له معنويت څخه د اروپايانو تدريجي واټن نيول وبلل سي.

په دې وروستیو کي خپرې سوي شمېرې د پورتني استدلال ملاتړ کوي. په وروستيو څو کلونو کي په جرمني، برتانيه او د شمالي اروپا په هيوادونو کي ډېري کليساوي تړل سوي دي. له دغو کليساوو څخه ځيني په شخصي ملکيتونو اوښتي دي.

د جرمني د پروتستان کليسا د شمېرنو پر بنسټ له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۱ع.کال پوري ټولي ۸۲ کليساوي په دغه هيواد کي وراني کړی سوي دي. همداراز د ۲۰۰ په شاوخوا کي پروتستان کليساوي نورو افرادو ته ورکول سوي دي چي وروسته يا شخصي ملکيتونه ګرځېدلي او يا هم په رستورانونو، کلپونو او داسي نورو بدلي سوي دي.

د ځينو رپوټونو پر بنسټ په تېرو پنځلسو کالو کي د سويډن له کليساوو څخه تر يونيم ملين تنو زیات کسان بېل سوي دي. د هالينډ د سنت ژوزف کليسا چي د زرو تنو د عبادت کولو ظرفيت يې درلود د جمناسټيک په کلپ بدله سوې ده. په برتانيه او ډنمارک کي هم د ورته مواردو رپوټونه ورکړه سوي دي. د دغو کليساوو د تړل کېدو مهم دليل الحاد او بې دينۍ ته د خلکو ډله ييز تمايل دی.

په برتانيه کي د يوې نوي څېړني پايلي ښيي چي د دغه هيواد تر 48.8 سلنه زيات وګړي هيڅ مذهب نه لري. دا په داسي حال کي ده چي په برتانيه کي په ۲۰۱۲ کال يوازي ۲۵ سلنه وګړو کوم ځانګړي مذهب ته عقيده نه لرله او يوازي د دووکلونو په اوږدو کي دغه ميزان دوه برابره سوی دی. د دغي څېړني موندني همداراز ښيي چي له هرو لسو تنو څخه چي د برتانيې د کليسا په
پیروو کورنيو کي لوی سوي دي، څلور تنه يې پر کوم ځانګړي مذهب عقيده نه لري.

په يوه بل رپوټ کي چي يوه مياشت دمخه خپور سو راغلي دي چي د سکاټلينډ ۵۲ سلنه وګړي د هيځ يوه ځانګړي مذهب پيروي نه کوي. په ۱۹۹۹ع. کال دغه ميزان ۴۰ سلنه وو. په هالينډ، چک او سويډن کي د مذهبي افرادو سلنه په ترتيب سره ۲۶، ۲۳ او ۱۹ ده.

په داسي حال کي چي د نړۍ په نورو برخو کي د مذهب نفوذ مخ پر زياتېدو دی، په اروپا کي د دې نړۍوال حالت معکوس سير مهم دلايل لري. اروپا د خپلو کليدي ارزښتونو، يعني دموکراسۍ او سيکولريزم په تعريف کي ډول ډول اشتباه ګاني کړي دي.

له دغو اشتباه ګانو څخه يوه يې د الحاد او بې دينۍ سره د سيکولريزم برابر ګڼل دي. په دې توګه ډېر وګړي په غلطۍ سره له مذهبونو او مذهبي افرادو څخه کرکه کوي او دموکراسي د بې دينۍ د دودولو لپاره يو ډول آزادي ګڼي. چي دا پخپله له بېلو بېلو توکمونو او مذهبونو څخه د کرکي اصلي دلايل باله سي کوم چي اوس يې په ټوله اروپاکي پراختيا موندلې ده.

په دې توګه په اروپا کي د بشر د حقونو او آزادۍ رشتيانۍ معنا تر ډېره بريده له ياده وتلې ده. د “آزادۍ” د مفهوم تر بيرغ لاندي ډېرو تروريستي ډلو وکولای سول چي په اروپاکي ځانونو ته خوندي ځايونه پيداکړي. او هممهاله په دې لويه وچه کي شديد اخلاقي زوال او جنسي انحطاط هم د” بشر د حقوقو” تر عنوان لاندي پراختيا ومومي.

په اروپا کي دغه تيارې او تباهۍ د دې لامل سوي دي چي هلته د يو ډول بې عاطفه توب، بې مهرۍ، يوازيتوب، الحاد او بې دينۍ او ځان وژني چاپېريال رامنځ ته سي، په تېره بيا د اروپا په ځوان قشر کي. په اروپا کي د ځان وژنو ورځ تر بلي زياتي شمېرې له دغه وضعيت سره بې ارتباطه نه دي.

اوس پوښتنه داده چي د دې اوسني وضعيت د رامنځ ته کېدو لاملونه څه دي؟ د دې پوښتني د ځواب ويلو لپاره بايد په دې وچه کي، په تېره په برتانيه کي دود سوي ماټرياليستي فلسفې ته اشاره وسي. داسي چي په اروپايي ټولنو کي ماټرياليستي ذهنيت د علم تر پرده لاندي منل سوی دی او ځوانان هم پر همدې بنسټ روزل کيږي. البته ښايي اروپا هېره کړې وي چي دغسي ماټرياليستي ذهنيت پخپله د هغې په ضرر تمام سي او ټولني د هغو له ارزښتونو څخه ليري کړي.

له مذهبي ارزښتونو څخه د دغو ټولنو بېلول له يو ډول ايډيولوژيک فساد څخه سرچينه اخلي چي کېدای سي ډېري ناوړي پايلي ولري. دغه ټولني په نهايت کي د ټولنيزو، انساني او اخلاقي ارزښتونو سره پردۍ کيږي. ماټرياليستي ذهنيت چي له هر ډول انساني روح څخه پردی دی تل مرګ ژوبلي، تاوتريخوالي او ډله ييزي وژني عادي او آسانه کوي او د توکم پالني او له پردو څخه د ويري د مفاهيمو د منلو لامل ګرځي، چي بالاخره د داسي توکمونو د پيداکېدو لامل کيږي چي له خپله ځانه، کورنۍ او ټولني څخه کرکه کوي.

نو اروپا ته په کار ده چي دا اوسنۍ تيارې او تباهۍ جدي وګني او په درستو عقلاني او علمي تدابيرو د اروپايي ټولنو د معنوي اړخونو د پياوړتيا لپاره وړ ګامونه اوچت کړي. د الحاد او بې دينۍ ناوړي پايلي همدا اوس په اروپا کي مشخصي او څرګندي دي او پر دې ټولنوهره ورځ خپلي ورانوونکي اغېزي ښندي. دغه اوسني شرايط هيڅ مطلوب نه دي. البته په اروپايي ټولنو کي به د معنيوت د پياوړي کېدو په صورت کي ډېره سمسورتيا رامنځ ته سي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.