دیني، سیرت او تاریخ

د سبا د قبيلې له برخليک څخه بايد عبرت واخيستل سي

د ”پوپنا سوي ولسونه“ له کتاب څخه  

د استاذ عبدالمالک همت ژباړه

د سبا د قبيلې مدنيت د سهيلي عربو له  څلورو سترو مدنيتونو څخه وو. د دغو وګړو پېر له ۷۵۰ ـ ۱۰۰۰ ق.م. څخه تر ۵۵۰ ع. پوري وو. په دغه پېر كي تقريباً تر دوو پېړيو پوري ايرانيانو او عربو پر دوى بريدونه كول. د سبايانو د مدنيت د تاريخي دورې په هكله اختلاف دى. دوى د خپلي واكمنۍ د لاسوندونو او اسنادو ريكارډ له ۶۰۰ق.م. څخه پيل كړى دى. دغه لامل دى چي تر دې دمخه د دوى په هكله څه معلومات په لاس نه راځي.

د سبا د قبيلې په هكله ډېره پخوانۍ تاريخي حواله د آشوري (اسيريايي) پاچا دوهم سارګن (۷۲۲ ـ ۷۰۵ ق.م.) د كلنيو جنګي حالاتو تاريخ دى. سارګن به د محصول وركوونكو ليست  جوړاوه. په دغه ليست كي د سبا د پاچا يتِ اماره (Yith’i-amara) يادونه هم سته. د سبايي مدنيت په هكله دغه تر ټولو پخوانى تاريخي سند دى چي موږ ته را رسېدلى دى.  خو پر دغه ماخذ باندي پر تكيه سر بېره ويل كېداى سي چي د تاريخي لاسوندونو تر پيل ډېر دمخه، يعني لږ وزيات د ۷۰۰ ق.م. په پېر كي هم سبايان موجود وه. په دې توګه د سبا تاريخ ډېر لرغونى ګڼل كيږي. د اُور (Ur) د دولت د وروستي پاچا اردننار (Arad-Nannar)  په ډبر ليكونو كي هم د ”سبم“ يا ”سابوم“ يادونه موندل كيږي، كوم  چي وايي د سبا ملك ځني مراد دى چي كه حقيقتاً له دې څخه د سبا ملك مراد وي، نو د دې ملك تاريخ ۲۵۰۰ ق.م. ته نژدې كيږي.

د سبا په اړه تاريخي حوالې وايي چي دا هم د فونيقي (Phoenician) قبايلو غوندي مدنيت وو. په تېره په سوداګريزو بوختياوو كي يې ډېر ورته والى درلود. له دې امله دغو خلكو له شمالي عربو څخه زياتي تېري سوي لويي لاري جوړي كړي وې. څنګه چي د سبايانو د سوداګرۍ مالونو د وړو راوړو لاري د شمالي عربو، د روم د سمندرګي، غزې او نورو څخه تېرېدلې، نو اړتيا وه چي د دغي سيمي له پاچا دوهم سارګن څخه اجازه واخلي او څه محصول وركړي. نو څنګه چي سبايانو آشوري ( اسيريايي) حكومت ته محصول وركول پيل كړل، د دوى نوم هم په سركاري اسنادو كي راغى.

تاريخ سبايان د يوه مهذب ولس په توګه پېژني. د سبا د واكمنو په ډبرليكونو كي وقف، وداني او داسي نور الفاظ ډېر استعماليږي. د دغو وګړو د ودانيو د هنر يوه بېلګه د مآرب بند (Ma’rib Dam) دى، چي د دوى فني مهارت پخپله څرګندوي. د دوى پوځي ځواك هم دغونه زيات او پياوړى وو. تر ډېري اوږدې مودې پوري د دوى د مدنيت د پاته كېدو لامل هم د دوى پياوړى پوځ وو.

د سبا پوځ په سيمه كي تر ټولو غښتلى ځواك وو. د دې پوځ په مټ دغي واكمنۍ د خپلي پراختيا غوښتني موخي پر مخ بېولې. د سبا  حكومت د لرغوني قطبايي دولت (Qataban Stare) زياتري سيمي نيولي وې. د افريقا د لويي وچي ځيني سيمي هم د دوى تر واك لاندي وې. په ۲۴ ق.م. كي سبايانو په لوېديځ كي د  جګړو په دوران كي د  خپل مهال د ډېري پياوړي واكمنۍ يعني روم، مصري والي مركس ايليس ګيلس (Marcus Aelius Gallus) ته ماته وركړه. سبا د نوو پاليسيو د دودولو هيواد وو او چيري چي به د ځواك كارولو ته اړتياوه هلته به يې ځواك كاراوه. د سبا هيواد د خپل پرمخ تللي مدنيت او پوځي ځواك په مټ په سيمه كي يو زبر ځواك ګرځېدلى وو.

د سبا د هيواد د زيات پياوړي پوځ يادونه په قرآن كريم كي هم سوې ده. د سبا د قوم د اشرافو الفاظ چي د خپلي ملكې سره د خبرو پر مهال يې كارولي د هغو اعتماد او پوځي ځواك  څرګندوي :

﴿ قَالُوا نَحْنُ أُولُو قُوَّةٍ وَأُولُو بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانْظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ (33)﴾ [النمل :۳۳]

ژباړه : د قوم اشرافو ورته وويل:”موږ له هره پلوه د ستر ځواک خاوندان او په جګړه کي د شجاعت او غلبې څښتنان يو، نور نو خبره تا ته سپارلې ده، اوس ته وګوره او فکر وکړه چي موږ ته د څه امر کوې(، موږ يې د پلي کولو وس او قدرت لرو )“.

د سبا هيواد پلازمېنه مآرب د خپل جغرافيوي اهميت له امله ډېره شتمنه سيمه وه. پلازمېنه ”اجنانه “ سيند ته ډېره نژدې وه. د  جبل برق يا جبل بلق په نوم اُورشو كومه چي سيند ځني تېرېدى د اوبو د بند لپاره ډېره موزونه وه. سبايانو د خپل مدنيت د رامنځته كېدو په لومړنيو مهالونو كي دلته يو ډېر مهم بند ودان كړ او له هغه څخه يې د ځمکو په اوبولو كي كار واخيست. په دې توګه دوى ته ډېر زيات سوكاله ژوند ور په برخه سو. مآرب په دې پېر كي له ډېرو پر مخ تللو ښارونو څخه ګڼل كېدى. يوناني مورخ پلايني (Pliny) چي دغه سيمه ليدلې ده د دغه ښار د سمسورتياو او ودانۍ ډېري ستايني كوي. (۴۰).

د مآرب د بند جګوالى (۱۶) متره، پلنوالى (۶۰) متره او اوږدوالى (۶۲۰) متره وو. د تر لاسه سوو معلوماتو له مخي له دغه ډم  څخه ټوله (۹۶۰۰) هكټاره ځمکه اوبېدل چي (۵۳۰۰) هكټاره يې په سهيلي سيمو او نوره يې په شمالي سيمو كي وه. د سبا په زياترو ډبرليكونو كي د دغو ځايونو يادونه په ”مآرب او دوو ډګرونو“ سره كيږي. (۴۱). قرآن حكيم ” د دوو بڼونو دوې لړۍ چي يوه يې (د يمن د ښار) په ښی خوا او بله يې په کينه خوا کي وه “ يادوي او دغو دوو ډګرونو او په هغو كي د انګورو موجودو بڼونو ته اشاره كوي. د دغه بند او اوبولګولو د نظام له امله دغه سيمه د خپل زيات  حاصل  او مېوې وركولو په سبب په ټول يمن كي مشهوره سوه. فرانسوي څېړونكي جې هالوې (J. Holevy) او اتريشي څېړونكي ګلازر (Glaser) د تاريخي شواهدو له مخي جوته كړې ده چي د مآرب بند له ډېر پخوا څخه موجود وو. د حِمْيَري ژبي په اكثرو ليكلو سوو لاسوندونو او سندونو كي هم د دې خبرو يادونه سته.

په پنځمه او شپږمه عېسوي پېړۍ كي دغه بند  څو ټپاله ترميم سو. خو د دې سره سره دغه بند په ۵۴۲ ع.كال وران سو. دغه وراني د ”سيل عرم “ په نامه مشهور سوي هغه ستر سېلاب پايله وه  چي په قرآن كريم كي يې هم د هغه يادونه كړې ده. د انګورو بڼونه،  حاصل وركوونكي کروندې  چي سبايانو په سوونو كلونه كرلې په بشپړه توګه پوپنا سوې. د بند تر ورانۍ وروسته د سبايانو د زوال ژورتيا  خپلو وروستيو پوړيو ته ورسېده او د بند د ورانۍ سره سم د  هغو د  هيواد وروستى برخليك هم راورسېد.

د سبا پر هيواد باندي د عَرم راتلونكى سېلاب :

كه موږ د پورته يادو سوو تاريخي موادو په رڼا كي قرآن كريم مطالعه كړو، نو موږ ته د دغو دوو په منځ كي اريانوونكى يوشانته والى څرګنديږي. د لرغونو آثارو موندني او تاريخي مواد دواړه د قرآني بيان تصديق كوي.  د قرآني  آيتونو سره سم د سبا د هيواد هغه وګړي  چي د انبياوو عليهم السلام بلنو ته يې پام نه اړاوه او پر خپله سركښي يې ټينګار كاوه د بېروونكي سېلاب شومه سول. د دغه سېلاب يادونه قرآن كريم داسي كوي :

﴿ لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ جَنَّتَانِ عَنْ يَمِينٍ وَشِمَالٍ كُلُوا مِنْ رِزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ (15) فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ (16) ذَلِكَ جَزَيْنَاهُمْ بِمَا كَفَرُوا وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ (17) وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ (18) فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ (19)﴾ [سبا :۱۵ ـ ۱۹].

ژباړه :

۱۵. بې شکه چي د سبا قبيلې ته د هغو په استوګنځي کي (د الله پر قدرت او پر دوی باندی د هغه د پېرزوينو) څرګنده نښانه وه او هغه د دوو بڼونو دوې لړۍ وي چي يوه يې (د يمن د ښار) په ښی خوا او بله يې په کينه خوا کي وه (او موږ هغو ته وويل:)”ستاسي د پالونکي روزي وخورئ او (پر نعمتونو يې) شکر ورته وکاږئ؛ دا (ستاسي) پاک او ښکلی ښار دی (ګټه ځني والئ)او دا (ستاسي) ډېربخښونکی پالونکی دی(، له ګناهونو څخه مو توبه ورته وکاږئ، ځکه هغه د هغه چا ګناه بخښي چي توبه ورته وکاږي)“.

۱۶. بيا هغو (د الله له شکر کولو او د هغه پر پيغمبرانو باندي له ايمان راوړلو څخه) مخ واړاوه، ځکه نو موږ هم (دوی په کړاوونو باندي د دوی د نعمتونو په بدلولو سره په عذاب اخته کړل ،) سخت  ورانوونکی سېل مو  پر ور وبهاوه (، چي د هغو د اوبو بند [سد مآرب] يې ور وران کړ او کښتونه يې ور ويجاړ کړل) او د هغو د دوو بڼونو لړۍ مو د ترخو او کرغېړنو ميوو د دوو بڼونو په لړۍ ور بدله کړه او د غزو وني او يو څه لږ د بېري وني هم پکښې وې.

۱۷. دغه سزا(دغه په کړاوونو باندي د دوی د نعمتونو بدلون) موږ(پر نعمتونو باندي) له شکر کولو څخه د هغو د مخ اړولو له امله ورکړه  او آيا موږ (د نعمتونو )له ناشکره پرته بل چا ته دغسي سخته سزا ورکوو؟

۱۸. او موږ (په يمن کي) د سبا د استوګنو او (د شام) د هغو ښارګوټو ترمنځ چي موږ برکت پکښي ايښی وو داسي يو بل ته نژدې  ښارګوټي او کلي رامنځ ته کړي ول چي يو بل له ليري څخه تر سترګو کېدل او د هغو ترمنځ مو (داسي) مناسب او يو بل ته نژدې واټنونه رامنځ ته کړي ول (چي سفر کوونکي له يوه ځايه بل ځای ته بې له څه ستونزي سفر وکړي، څو شام ته ورسيږي). او هغو ته مو ويلي وه چي:)”په دغو ښارګوتو او کلو کي چي مو چيري زړه غواړي په شپو وي که په ورځو وي (له دښمن، لوږي او تندي څخه) په امن (او بې غمي) کي سفر وکړئ“.

۱۹. نو (کوم نعمتونه چي الله د دغو واټنونو يو بل ته د  نژدې والي او د هوسايۍ او امن او آرامۍ او ښه ژوند  له امله پر دوی پېرزو کړي وه، هغو يې سپکاوی وکړ او شکر يې پر ونه کيښ، بلکي) ويې ويل:”ای زموږ پالونکې! (د دغو کلو او ښارګوټو په له منځه وړلو سره) زموږ په سفرونو کي ليري والی راوله(، څو موږ د سفرونو د کړاوونو خوند وڅکو  او زموږ د سپرليو ښېګڼي څرګندي سي)“. او  هغو (د لوی څښتن پر دغو نعمتونو باندي د ناشکرۍ  او د دوی د مسکينانو سره د حسد له امله) پر خپلو ځانونو ظلم وکړ، نو پايله دا سوه چي موږ هغوی(تيت او پرک کړل او)  افسانه مو وګرځول چي تر دوی وروسته يې خبري، کيسې او يادوني کېدې او (په بېلو بېلو ښارونو کي مو) په (داسي) سخت پاشلو سره (مو) وپاشل (چي يو بل ته هيڅ نه رسېدل). بې شکه چي سبايانو ته په دغو نعمتونو ورکولو کي او بيا د هغو د ناشکرۍ له امله له هغو څخه په غچ اخيستلو کي هر هغه چا لره چي (د الله پر طاعت  کولو، د هغه له معصيت څخه پر ډډه کولو او د بخولو پر زغملو) صبر کوي او پر نعمتونو يې شکر کاږي د عبرت لويي نښانې دي.

لكه چي له دغو آيتونو  څخه  څرګنديږي سبا په ښكلا كي او له ميوو څخه له ډكو بڼونو او حاصل وركوونكو ځمکو له پلوه په ټوله سيمه كي سارى نه درلود. څنګه چي دغه هيواد تر شام (اوسنۍ سوريې) پوري پر لويه سوداګريزه لار پروت وو له دې امله يې د اوسېدونكو د ژوند كچه ډېره لوړه وه او په خپل مهال كي ډېر سوتره او ښايسته ښار وو.

د سبا د هيواد حالات له دې امله دغسي ښه وه  چي د دغه  ځاى اوسېدونكو ته ” لوى څښتن د هغه د روزۍ  خوړلو او د هغه ستر ذات د اطاعت كولو“ په هكله درس وركړى وو. خو دوى ترپايه دغسي ونه كړاى سول. وروسته هغو داسي لار غوره كړه چي دوى يې له ښه حاله بې برخي كړه. دوى داسي ګڼل چي دا ټوله هوسايي او خوشالي د دوى د فن او هنر نتيجه ده. دوى د شكر كښلو پر ځاى سركښي وكړه او له لويه څښتنه ليري سول. څنګه  چي دغه ټولي ښېګڼي دوى له خپله توله ګڼلې، ځكه نو ټولي ځني واخيستلي سوې او د دوى د ژوند هره هوسايي د عرم سېلاب اوبو يووړه.

قرآن كريم د سباوالو سزا سيل العرم ګڼلى دى كوم  چي معنا يې ده : ”سخت  ورانوونکی سېلاب“. د قرآن كريم دغه ارشاد  چي : ﴿ او د هغو د دوو بڼونو لړۍ مو د ترخو او کرغېړنو ميوو د دوو بڼونو په لړۍ ور بدله کړه او د غزو وني او يو څه لږ د بېري وني هم پکښې وې.﴾ [سبا : ۱۶] همدغه انځور په ګوته كوي. يعني تر سېلاب وروسته ټول ملك د ډوبېدو له امله وران سو. هغه ولې او د غرونو په منځ كي د اوبو لګولو د نظام دېوالونه  چي سبايانو جوړ كړي وه ټول د سېلاب په سبب پوپنا سول. په پايله كي هغه سيمه  چي تر سېلاب دمخه سمسور بڼونه وه  ځنګل وګرځېده او هلته له اغزنو ونو او  څو د بير ونو پرته نور هيڅ نه وه پاته“.(۴۲).

عېسوى لرغونپوه ورنر كيلر (Werner Keller) په  خپل اثر كي چي نوم يې دى ”سپېڅلى كتاب حق دى“ پر دې خبره اعتراف كړى دى چي د عرم د سېلاب پېښه لكه څنګه چي قرآن بيان كړې ده، هغسي پېښه سوې ده او لرغوني آثار د بند او د هغه د ورانۍ نخښي په قرآن كريم كي بيان سوي واقعات  تصديقوي (۴۳).

د عرم د سېلاب تر ورانۍ وروسته دغه ټوله سيمه په بېديا بدله سوه. د كرني د ځمکو په وجاړېدو سره سبايان د ګټي وټي څخه بې برخي سول. هغه وګړې چي د لوى څښتن د دين له منلو څخه يې ډډه كړې وه او پر خپله ګمراهي ټينګ ولاړ وه پاى په عذاب اخته سول. تر دې ورانۍ وروسته سبايان  خواره واره سول. مكې او شام ته د دغه ځاى د شمالي عربو په كډه كېدو سره د ښار ټول كورونه وران سول (۴۴).

څنګه چي دغه پېښه د لرغوني او نوي عهد نامې(انجيل) تر ترتيبېدو وروسته رامنځته سوه، ځكه نو په هغو كي د هغې په اړه كومه يادونه نه ده سوې. د مآرب ښار چي يو مهال د يوه پياوړي هيواد مركز وو اوس يوه ورانه بېدياده. دغه ښار د الٰهي بلني نه منونكو ته د عبرت ځاى دى.

د مآرب نوى بند :  

اوس د پخواني مآرب بند  څخه لس كېلو متره ليري نوى بند جوړ سوى دى. د دغه بند د بنسټ ډبره د يمن ولسمشر علي عبدالله صالح  او شيخ زايد بن سلطان آل نهيان د ۱۹۸۶ ع.كال د اكتوبر په مياشت كي كښېښوول او بيا دغه بند د ۱۹۸۷ ع. كال په ستمبر كي پرانيستل سو. د دغه بند تهداب (۵۴) متره ژور كيندل سوى دى او ټوله اُرشو يې (۲۴) مربع كېلو متره ده. ( دېرشم انځور ).

د يادولو وړ ده چي د مآرب پخواني بند د يمن د شمالي او سهيلي برخو د غرونو اوبه بندولې، خو اوسنى بند يوازي د سهيلي يمن د غرونو اوبه بندوي.

د پای خبري:

دروند لوستونکې! زموږ سپېڅلی کتاب قرآن کريم زموږ ټولو انسانانو د لارښووني لپاره را استولی دی. په دې کتاب کي لوی څښتن سبحانه موږ ته پرلارښوونو، احکامو او مسايلو سربېره د پخوانیو ولسونو د پوپنا کېدو ډېري کيسې هم کړي دي، چي له هغو څخه موخه داده چي موږ پند او عبرت ځني واخلو او له هغو چارو څخه په کلکه ډډه وکړو چي د دغو پخوانيو ولسونو د هلاکېدو، خوارېدو او تيت او پرک کېدو لامل سوي دي. له دغو قرآني کيسو څخه موږ پورته د سبا د قبيلې عبرتناکه کيسه ولوستله. دا کيسه موږ ته را ښيي چي که له موږ څخه هم د دغو سبايانو يا د نورو پوپنا سوو ولسونوغوندي چاري او سرغړوني تر سره سي. موږ به هم د لاډېرو ډول ډول کړاوونو او عذابونو په ناپايه ډنډونو کي ډوب سو او خدای مه کړه د هغو په ناوړه برخليک به اخته سو. نو راځئ موږ هر يو خپل ځانونه د قرآن کريم او نبوي سنتو د لارښوونو سره سم اصلاح کړو، يو او بل ته نيک نصيحتونه وکړو، د ورورۍ لاسونه سره ورکړو، انسي او جني شيطانانو او زموږ د دين، هيواد او خلکو ډول ډول دښمنانو ته نه ووايو او لوی څښتن جل جلاله ته دعاوي وکړو چي په دې چارو کي مرسته راسره وکړي، له کړاوونو مو وژغوري او په هيواد کي مو د امن، خوښي او آرامي معطري وږمې وچلوي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x