غزل/ نظام کندهاری

نظام کندهاری

راشه آزادۍ پر تندي خال به درته کېږدمه
جوړ زمونږ له وينو پر سر شال به درته کېږدمه

ته به ورته ګورې پتنګان به پرې طواف کوي
مخ ته ځلېدونکی سپين مشال به درته کېږدمه

ستونی د نهګ به بيا د حق په توره وشلوم
تا ته په ګوتمۍ کې هغه لال به درته کېږدمه

نورې دې روژې د جدايۍ په مونږه مه نيسه
اوښکې شاهدانې د هلال به درته کېږدمه

چيغې د أحد أحد يې واوره زړه پرې نرم کړه
زه پر ګرمو شيګو زړه بلال به درته کېږدمه

هر څه دې منمه خو ته هم شه را پخولا نوره
غواړم دې وصال کچکول د سوال به درته کېږدمه

ته که درملنه د نظام د بيمار زړه کوې
راشه د کاغذ پر مخ يې حال به درته کېږدمه



یوه تبصره

  1. ته زما د زړه سر یی.تر قلم دی وګرزم.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.