fbpx

فطرت هيڅکله نه بدلیږي

ژباړه:سمیع تنویر

ګرمي خپل اوج ته رسېدلې ده انسانان اوحيوانات ټول هڅه کوي ترڅو ځان تر کو م سيوري لاندي دمه کړي ، په دې ټکنده غرمه کې دوې مرغۍ لوړې را الوتې دي ددواړو د شکلونه ، د جسم او د الوت انداز يو ډول دی ، له ډېر ځير ځیر کتلو وروسته يې فرق معلومېږي په دوی کې يو شاهين او بل کارغه دی.

شاهين کارغه ته وويل:

لوړ تلل او لوړ پرواز څومره مزه کړي که څرنګه؟!

کارغه :

هو ،ماته هم لو ړ تلل او لوړ الوتل ډېر خوند راکوي.

شاهين نورهم د لوړېدو هڅه کوله او ويې ويل:

زموږ اهداف په لوړو کې دي .

کارغه يې سم په خبره پوه نشو خو ځواب يې ورکړ:

هو زما هم .

د کارغه نظر په لېری يوه ابادي باندې پرېووت شاهين ته يې وويل هاغلته وګوره هاغه وينې جنازه ده ، خلکو جنازی ته اوږی
ورکړې او د هديرې په لوري يې وړي .

د شاهين ټول پام جنازې ته شو او ويې ويل:

د مړی کيڼ اړخ ته پر کفن مچ ناست دی .

کارغه په ډېره چټکۍ د ځمکې په لور روان شو شاهين پرې ږغ کړ:

زموږ اهداف خو په لوړو کې دي لاندې څه کوي؟

کارغه وويل:

هاغه پر ځمکه مردار شوی حيوان وينې؟

هغه زما هدف ما دځان په لور وربولي .

دا يې وويل او د ځمکي په لور غوټه شو د مردارو په خوړلو يې پيل وکړ .

ريښتيا يې ويلي دي چې فطرت هيڅکله نه بدلېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د