پېښور: افغان مهاجرين له رشوت پرته نه ثبتيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۶): په پيښور کې ناثبت شوي افغانان د ثبت او راجستر په پروسه کې له رشوت او فساد څخه سر ټکوي او وايي چې له پيسو او رشوت پرته يې څوک کار نه کوي.

د دولت امر خيل په نامه يو تن افغان محصل نن ټکي اسيا ته په رالېږلي پیغام کې ويلي دي چې هر هغه څوک چې پيسې او رشوت نه ورکوي هره ورځ د شپې ۲ بجې د نوبت نيولو له پاره راځي، ټوله ورځ تيره کړي مګر بيا هم نمبر ورنشي.

امر خيل چې د ثبت او راجستر دغه مرکز ته ورغلی دی خپل د سترګو ليدلی حال داسې بيانوي:

سهار وختي ډيری خلک د مرکز شاوخوا راټول وي او د خپل نوبت انتظار کوی، خو د مرکز کارمندان يې په يوه او بله پلمه بيرته ځوابوي او وخت ورکوي چې دومره ورځې وروسته راشه ستاسو کار به وشي: خو له دې سره سره يې بيا هم کار نه کيږي، خو بل لور ته هغه څوک چې پيسې ورکوي په کم وخت کې يې کار کيږي او په ځانګړو دروازو د کار ځای ته ننويستل کيږي.

امرخيل زياتوي چې په دغه پروسه کې کميشن کاران چې د مرکز له کارمندانو سره همغږي او ملګري وي د يو فاميل په سر له ۱۰ زره څخه تر ۱۵ زره کالدارو پورې پيسې اخيستل کيږي چې د ډيرو افغان کډوالو له وسه بهر خبره ده.

همدار راز نن ټکي اسيا ته د محمود وقار په نوم يو تن افغان مهاجر د بلوچستان ايالت له کوټي ښار څخه هم شکايت رالېږلی دی او وايي چې:

د کوټي ښار مهاجرينو د ثبت پر دفتر باندي هره ورځ رش زيات وي ، د خلګو تر منځ بې بندوباري اوج ته رسيږي ، نر او ښځي ټول له سهاره تر مازديګره انتظار وي خو ايله د څو تنو افغان مهاجرينو نومونه ثبت شي.

وقار زياتوي چې ښايي د بې نظمۍ لوی علت د دفتر د کارکوونکو سستي او لټي وي ځکه دوی په ټوله ورځ کې د ګوتو په شمار کسانو نومونه ثبتوي او نور پاته افغان مهاجرين راتلونکي ورځي ته انتظار کوي.

بل لور ته له کوهاټ څخه هم ځينو افغان کډوالو شکايتونه راليږلي دي او هلته يې له سيمه ييزو ملکانو څخه شکايت کړی دی.

د عبدالحليم په نامه يو تن افغان کډوال وايي چې کوهاټ کې د کارتونو تيرې او اوسنۍ پروسې ټولې د افغان ملکانو له لوري له سختو مشکلاتو سره مخ دي، دوی له خلکو په زرګونو روپۍ اخلي او کار ورته کوي، خو چې څوک پيسې نه لري او نه يې شي ورکولای نو د هغوی کار نه کيږي او په ورځو ورځو انتظار باسي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په چارو کې ډيری وخت افغان مسوولين او په کيمپونو کې ملکان په فساد تورن وي او خلکو ته په ډير لوړ قيمت د هغوی حق ورکول کيږي، په داسې حال کې چې دغه ټول خدمات د يو اين ايچ سي ار او اړوندو ادارو له خوا ويړيا ترسره کيږي.

کډوالو په پاکستان کې په يو اين ايچ سي ار، افغان کونسلګرۍ، افغان سفارت او د مهاجرينو په رياست غږ کړی چې د افغانانو عزت خپل عزت وبولي او ددغه فساد او بې عزتۍ د له منځه وړلو له پاره کار وکړي.



یوه تبصره

  1. اباسین جانان

    په کوټه کي هم دغسې کارونه کيږی دشپی پر دوي بجي خلګ ورزي اوپريوه ټوکن5000غواړي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.