بګرام کې سرتيري بريد امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۶): د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بګرام امريکايي پوځي اډې مخته د امريکايي ځواکونو پر کتار سرتېري بريد مرګ ژوبله اړولې ده.

کابل کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت په خپل ټويټر پاڼه خپرې کړې خبرپاڼې کې ويلي، چې د بريد له امله يو شمېر بهرني پوځيان او ولسي خلک ټپيان شوي، خو شمېر يې نه دی ښوولی.

د پروان ولايت وياندې وحيده شهکار رسنيو ته د بريد پخلی کړی او زياتوي، چې په سرتيري بريد کې امريکايي ټانکونو ته زيان اوښتی دی.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم رسنيو ويلي، چې بريدګر له چاوېدونکو توکو ډکه سراچه ډوله موټر د بګرام په نصرو کلي کې د بهرنيو ځواکونو له کتار سره وهلې ده.

د بګرام ولسوالۍ چارواکي وايي، چې په دغه بريد کې درې امريکايي سرتيري ټپيان شوي دي، خو ځايي سرچينې وايي، چې بريد خورا زورور و او تر ډېره يې غږ اورېدل شوی دی.

طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د احمد په نامه يوه سرتيري له چاوېدونکو توکو خپل ډک موټر په وسیله د بګرام پوځي اډې مخته د امريکايي ځواکونو پر کتار بريد کې درې ټانکونه ويجاړ کړي او څلرويشتو امريکايي پوځيانو ته يې په مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد وايي، چې په دغه سرتيري بريد کې دريالس امريکايان وژل شوي او يوولس ټپيان دي.

تېره پنجنشبه هم طالبانو په بګرام کې وروسته تر هغه پر امريکايي ځواکونو د موټرسايکل په واسطه سرتيری برید کړی و، چې امريکايي ځواکونو د طالبانو ضد پروپاګند لپاره داسې تبليغاتي پاڼې له الوتکو غورځولې وې، چې کلمې طيبې ته په کې توهين شوی و.

طالبانو هغه مهال ويلي و، چې دغه بريد يې د کلمې طیبې د توهين په غچ کې کړی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.