
د څرخي پله زندانيانو يو ځل بيا د نه خوړلو اعتصاب کړی
د څرخي پله زندانيانو يو ځل بيا د زندان او عدلي چارواکو د کړنو او ناوړه چلند له امله د نه خوړلو اعتصاب کړی.
ځينو يې خولې هم تړلي او د يو شمېر زندانيانو روغتايي حالت د انديښنې وړ دی. زندانيان وايي چې، د دوی دوسيې پر وخت ڼه څېړل کيږي او چارواکي يې له خپلوانو او کورنۍ د د وسيې پر مخ بيولو لپاره په زرګونو ډالر غواړي.
ځينو بنديانو و ويل چې، د بند موده يې پوره شوې او یا عفوه شوي دي، مګر
بيا هم د څرخي پله زندان چارواکي يې نه خوشې کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې زندانيان د چارواکو له ناړوه چلند څخه سر ټکوي او اعتصاب کوي.
له دې مخکې هم په همدې زندان، د کونړ مرکزي زندان او فارياب زندانونو کې په لسګونو زندانيان د چارواکو لخوا وهل شوي، ټکول شوي او يو شمېر خو لا د شخړو پرمهال وژل شوي هم دي. دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي،