د کندهار ښار په یوه ګرد جنه ورځ د سپتمبر د یولسم هیښوونکې پیښه

عبدالرحیم (ثاقب)

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتې په یولسمه د کندهار ښار په غیر معمولي ډول سرو دوړو په سر اخسیتی و، داسې سرې دوړې لکه د نیویارک د آسمانڅکو برجونو لوخړي او لمبې چې وار تر له مخه دلته را رسیدلې وي.

له دې سرو دوړو سره تیز باد هم مل و چې د پیاده کندهاریانو د تګ سُرعت یې په لا ارادې ډول ګړندی کاوه.

زه د ماسپښین تر لمانځه وروسته د مشر تابه د دفتر د مشر ښاغلی طیب آغا په انتظار وم ، نوموړي یوه ورځ وړاندې راته ویلي و چې سبا ماسپښین به د د فتر د مطبوعاتي څانګې د نوې ودانۍ د کتلو لپاره ستاسي ځای ته درځم.

پرټاکلي وخت تقریبا یونیم ساعت واوښت خو بیا هم د ښاغلی طیب درک نه لګیدو، زه لا د نوموړي په انتظار وم چې ګورم څلور پنځه پوربای پورموټران په ناببره ډول د استوګنځي مخې ته ودریدل، په هغو کې سپاره کسان ټول عربان و او داسې ښکاریدل لکه چې له کندهار ښار څخه بهر کومې بلې خوا ته په سفر وي.

د ترټولو له مخه موټرڅخه یې ابوحفص الموریتاني چې په ابوحفص صغیر یې شهرت درلود او د القاعده تنظیم د شرعي کمیټې مشر و را ښکته او له سلام کلام وروسته یې راته کړه نه یې خبر؟

ماویل خیر؟

وای په امریکا کې پنځه الوتکې یرغمل کړل شوي ، دوه یې په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز له برجونو سره جنګول شوې، یوه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې وهل شوي او یوهم د دفاع وزارت پنټاګان پرمرکز له پاسه را غورځول شوې ده … امریکا ختم ، بس خلاص …

زما په غوږونو کې چې له یوې خوا پرکندهارښار را الوتې توندې سیلۍ شورجوړ کړی و له بلې خوا د ابو حفص الموریتاني له لوري د نیویارک او واشنګټن د یرغمل شویو الوتکو هیښونکو تفصیلاتو سربداله کړی وم د خبرو اوریدو مزید توان مي له لاسه ورکړ، خو دی ماشاء الله ښه با حوصله و او په تلو تلو کې راته و ویل چې مونږ د موقعیت د تغیر په غرض کومه بله خوا په مخ ورکړې، تاسو هم حالاتو ته مسبوق اوسئ …

نور هغوی د میوند ولسوالۍ په استقامت خپل پیل کړي سفرته کش ور کړ ما د پیښې په اړه ښاغلی طیب ته ټلیفون وکړ، ده په لویدلي غږ ځواب راکړ چې کار خراب شو .. او مونږ ته د امریکا غږ راډیو ویاندې سپوږمۍ خور د پیښې له ځایه وختي لا خبر راکړ.

په نیویارک او شنګټن کې یرغمل شویو او جنګول شویو الوتکو په افغانستان کې د احمد شاه مسعود د مرګ او ژوند موضوع تر سیورې لاندې راوستله ، د طالبانو په شمول ټول خلګ په دې فکر کې وو چې د دې پیښې تاو به حتما تر افغانستانه را رسیږي.

هغه مهال په افغانستان کې هیڅ تلویزوني خپرونې نه وي، یواځې الجزیرې او CNN په کابل او قندهار کې دفترونه لرل ، تنها د دې دفترونو کارکوونکو او ځینو طالب مطبوعاتي چارواکو ته د تلویزون پر سکرین د نیویارک د نړول شویو برجونو د لوخړو لیدو اعزاز حاصل و.

خلګو هم د احمد شاه مسعود او هم د نیویارک او واشنګټن د پیښو په اړه ټول تفصیلات د بي بي سي ، او امریکا غږ له خپرونو څخه اوریدل چې دوی به د هر خبري سرویس په سرکې تکرارول.

د طالبانو برخلاف مخالفینو د نیویارک او واشنګټن له پیښو څخه په هغه ورځ سمدستي د ځان په ګټه استفاده وکړه او په داسې حال کې چې هرچا په افغانستان باندې د امریکا د انتقامي برید اټکل کاوه دوی د پوځي څرخکو په وسیله د کابل پرهوايي ډګر د
شپې په تیاره کې یو سمبولیک برید وکړ.

دې برید که څه هم چې هیڅ ډول ځاني او مالي تلفات نه لرل ، خو مقابل لوری ته یې دا پیغام ورکړ چې لا هم په مخالفینو کې له طالبانو سره د مقابلې روحیه ژوندۍ ده.

د احمد شاه مسعود د برخلیک د نه مالومتیا او د سپتمبر د یولسمې له وجې د مخالفینو په نوم د طالبانو (اسلامي امارت) د عمومي بښنې اعلامیه همداسې

نا اعلان شوې پاتې شوه .

په هرصورت د سپتمبر پیښه په داسې حال کې چې له افغانستانه په لسګونوزره کیلومیټره لیري د غیر افغانانو لخوا را منځته شوه د انتقام لمبې یې بیا هم تر افغانستانه را و رسیدې او په ټس کې یې په لکونو مظلوم او بیدفاع افغانان وسوځیدل.

که څه هم چې تر اوسه د دې خونړۍ پیښې په اړه ډیرڅه ویل شوي او لیکل شوي خو د هغې واقعیت بیا هم هیچا نه دی درک کړی ، یواځینۍ خبره چې د ټولو ورباندې اتفاق ده هغه دا چې افغانانو په هغې کې هیڅ داسې رول نه درلود چې په بدل کې یې د دوي هیواد اشغال شي .

امریکایانو چې په ډیره سپین سترګې یې د دې پیښې په غچ کې پرافغانستان برید وکړ نن له داسې برخلیک سره مخ دي چې د سپتمبرد خونړۍ پیښې ویر تري هیر او د سپتمبر د پیښې پر۳۶۰۰ قربانیانو سر بیره یې دلته نور په زرګونو پوځیان مړه ، په لسګونوزره ژوبل او په لکونو نور په عقلي او عصبي ناروغیو اخته شول.

احمق ټرمپ د ډبلیو بوش او اوباما پرحماقت سربیره نورهم د افغانانو خلاف له حماقته کار اخلي، خو دهغوی ناکام وضعیت او د افغانستان عیني واقعیتونو ته په کتو سره داسې ښکاري لکه الله جل جلاله چې غوښتی وې نور دا د عصر فرعون د افغانانو د مظلومیت په بحر کې غرق کړي.

ان شاء الله

د همداسې یوې ورځې په هیله



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

8 تبصرې

  1. الله دی امریکا تباه کړی او انشاالله هغه وخت رانژدی شوای دی.

  2. دا ### عرب هغه وخت زموږ په ګران هیواد کی پخپله خوښه هر ی خوا ته چی زړه کیدی تللای سوای ؟ دا ولی ؟؟؟

  3. رښتیا هم د سپتمبر یوولسمه زمونږ په هیواد کې د شر او فساد د زوکړې ورځ ده چې تر ننه یې د اشغال تر سیوري لاندې په بې ساری ډول وده کړې او زمونږ د نوي نسل د فلیپاینز کولو په هڅو بوخت دي.

  4. الحاج استاذ بیانزی

    غوربندی صاحب ، د تیر لوی اختر مبارکی او نیکی هیلی مو ومنۍ !
    ستاسی د خبری به تایید او یا ستاسی تر خبری هم زیات د سپتمبر مصنوعی فاجعه یوه عادی لویه پیښه نه وه بلکه یواځنی خانګړی نړیواله فتنه او د نظم نوین جهانی د تاسیسولو پیلامه او د اسلامی نړی په مقابل کی د صلیبی جنګو څووم او یا اخری جنګ وو او دی . چه له امله یی اسلامی نړی او په خآنګړی ډول رښتونی مسلمانان په اوردرولی او کبابوی .
    دا د حریصو او استثمار ګرو یهودانو او صلیبیانو هغه دجالی هڅی دی چه له څو اخری پیړیو یا تر هغه وخت وروسته چه مسلماانو د جنوب او غرب له خوا هسپانیا او د جنوب شرق له خوا په البانیا، بزینه او داسی نورو اروپایی هیوادو کی اسلامی پرمختګونه پیل کړی وو او د اسلامی الهی تمدن وړانګی په ټوله نړی او ځانګړی دول اروپایی هیوادو کی چه د استعماری ښکیلاکونو مرکز وو خبری شوی او په خبریدو وی ، دی ته نزدی شوی وه چه الهی نظام د ټولو نړیوالو نظام جوړ شی او د سولی په راتګ د جنګو، فساد او بی ګناه وینو تویولو لړۍ د تل د پاره ختمه شی .
    انګریزی حریصو یهودانو او صلبیبانو د همدی خطر له امله چه استثماری ګټی به یی په سیند لاهو شی ، د الهی نطام په مقابل کی د شیطانی نظام ( دموکراسی او سکولریستی ) ابتکار ، د نړیوال ماسونیزم او صهیونیزم ګوندونو او د مظلوم بشریت د ویشلو او خطا ایستلو د پاره یی د جلا جالا ایزمونو ابتکار وکړو ، له هماغه وخت یی نړیوال فند ریزن ( بسپنه ) د اسلامی نړی د سیاسی قدرت د ترلاسه کولو د پاره د بنست ډبره د نړیوال بانک د رهبری لاندی جوړ او د دی کار د پاره یی امریکا نظامی بیس ، برطانیا سیاسی او طلبیب ټوله قومانده په غاړه اخستی په دی اړه یی ډیری زیاتی لاسته راوړنی لری .
    دغه د سپټمبر یوولسمه یی د نړیوال حکومت ( د زمکی د خدایی ) اعلان وو په منځنی ختیز او افغانستان کی لږ څه مقاومتونو شتون درلود د هغو مقاومتو په ځپلو پسی یی نړیوال حکومت فرمانونه صادرول شروع کول . خبره راڅخه لږه اوږده شوه مطلب می دا وو چه د سپټمبر د مظلوم بشریت او اسلامی نړی د ځپلو او نړیوال حکومت تاسیسولو د پاره یوه ډیره لویه او ځانګړی فتنه او لویه مصنوعی فاجعه وه مننه

  5. دنن ایشیا محترم چلونکی! ګوره غاړی دی بندی چی زما لنډه پوښتنه دی د هغو نابلل سوو عربو پر تګ راتګ خپره نکړه،نسوم پوه ولی؟

  6. ګرانه ورتوره ! زمونږ په هیواد یوځل د روسانو سره ۲۴کمونستی هیوادو نه او اوس ۴۸ سکولریستی یا کاپیتالیستی وحشی کفارو یرغل کړی که دغه دواړه شمیری جمع کړو شمیر یی ۷۲ کفری اشغلګر هیوادو ته رسیږی. هغوی هر یو په غلامو باغچو کی لږ و ډیر تخمونه پریښی، له هغو تخمو لوی شوو یعنی له میندو زیږول شوو غلامانو باندی مسلمانان که هغه عرب دی او که غجم نه خوښیږی او په ځانګړی هغه مسلمانان چه فعاله دی او د الهی نظام ټینګښت غوښتونکی دی.
    تاسی ګوری چه امریکایانو سره ټوله کفری نړی ( ۴۸ ) کفری هیوادونه داسی ملګری دی لکه یو هیواد ، د هغوی او یا د پرونو روسانو په اړه هیڅ تشویش نه لری چه په کورونو ، لیارو او دفترو می ساتنه او پهری لری او قضایی مصونتت یی هم تر لاسه کړی د غلامانو په شتون یا نه شتون کی چه د هغوی په کورونو څه تیریږی او څه تخمونه پاشل کیږی څوک ورته څه نه وایی ، خو کله چه یی له کورونو د سرو ویښتانو او شنو سترکو ماشومان راووځی بیا لکه کرزی صاحب په شان لوړ پوړی مو خوابدی شی.
    عربان مسلمانان دی او مسلمانان تول یو هیواد او یو امت اسلامی دی اسلام کی د عرب او عچم توپیر نشتنه ، هغه عرب پرون د افغانانو سره د روسانو په اشغال کی مرسته کوله او نن هم ځینی عربان یا جینجنیان او داسی نور به د اوسنو مجاهدینو سره مرشته کوی ، او د کفارو د لا ډیرو تخمونو پاشلو مخه به نیسی . مونږ نه غواړو چه اسلامی باغچو کی کفری تخمو نه زرغون شی ، هیله ده چه پوښتنه دی ځواب شوی وی مننه

  7. د احمد زي صيب دشكلي تحرير په تايد اسلام كي رنگ نسل عرب عجم او ژبه مهم نه دي اسلامي امت يو امت يو ملت دي كه واقعً سوك د اسلام په اصولو خبر وي

  8. محترم ورور احمدزی صاحب! هیڅ پر وطن مین افغان به فکر نه کوم چی دروس او امریکی داشغال پر ضددی نوی.خو داسلام دپاکو اصولو تر شا ځان پټول هغه هم هغه څوک چی ددغی امریکی پلاس سمبال سویوی او زما او ستا د ملت تر ملی چتر لاندی ځان پټوی ، زموږ ټول ملت او بالخصوص دا نازک بریتی ښایسته ځوانان مو داور لمبو ته د« سلامی امت» تر نام لاندی ور ټیلوهی، ګرد سره نه اسلامی کار دی او نه محض دځوانمردی لار ده.دی ډول عربو ته به ښاییدل چی د فلسطینی مسلمانو وروڼو سره داسرائیل په مقابل کی د مسلمه امت اصل پر ځای کړیوای.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.