
ننګرهار: د روداتو ولسوالۍ د امنيت مدير وژل شوی
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د دوی ملګرو پرون دوشنبه ناوخته د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د امنيت مدير مختار باچا وژلی دی.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د روداتو د امنيت مدير متخار اغا له خپل کوره د بازار پر لور روان وه چې، د وسلوالو مخالفينو لخوا په نښه او ځای پر ځای و وژل شو.
د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ د جلال اباد ښار کې د نازيانو ولسوال نور اغا کامران هم د طالبانو په بمې بريد کې وژل شوی و.