استاد فضل ولي ناګار

زه د تکبير د زمزمو سندربول

 يونس تنوير

دا مسره د استاد ناګار د یوه غزل د لومړي بیت (مطلع) دوهمه مسره ده. کومه چې د ناګارصیب د فن هسته تشکلوي. دا ځکه چې شاعري د انسان د نفسیاتي جذبې شدت دی. او عرفا وایي چې جذبه د زړه سره په اړیکه کې وي. مطلب دا دی چې جذبه د زړه څخه را پيدا کيږي. او جناب بخاري صیب څخه روایت دي چې شاعري د قلب لطیفه ژبه یا اواز دی. نو طبعناً د شاعر، له زړه کې چې کومه جذبه را بهر کیږي، نو دا به یقینًا د هغه د شخصیت یوه بارزه خوا وي.

د حمزه بابا د غزل د ځوان کېدو دعوه. دا د هغه یو نفسیاتي بیان دي، تر کومه چې ډېرو نقادانو په شاعرانه تعلی باندې تعبیر کړی دی. زه دا شی شاعرانه تعلی ځکه نه ګڼم، چې لوی خلک د خپل کمال توصیف نه شي کولای. دا ځکه چې دوی دومره په ځان یا فکر کې مصروف وي، چې د ځان د محترم کیدو امید ورسره بیخي نه وي. او دا خو د یوناني فلاسفه و، وینا ده چې د ځان د پوهیدو دعوه یوازې د جاهل سره وي. او عالم به هیچرې دا و نه وایي، چې زه د علم وروستي حد ته رسېدلی یم.

راځئ چې وګورو ناګارصیب دغه ناره څومره هنري کړې ده؟ چې د تکبیر ناره یې تر ټولو غټ مضمون ګرځولی دی. ایا په دې ګې جمال هم شته، جذبه هم شته، عشق هم شته، ابداعي قوب هم شته، تقدس هم شته او که یوازې یې شعاري بڼه ورکرې ده؟

موږبه نن د جناب ناګارصیب د شعر په همدې شي خبره وي، چې څومره هنري کیفیت لري؟

د استاد ناګار د غزل غټه خوبي هم په همدې کې ده، چې دغو مضامینو ته یې د تخیل یوه داسې جامه اغوستې ده چې انکار ترې کېدای نه شي. ولې د چا چې ددغو مضامینو سره دلچسپي نه وي، هغو ته به ناګار شاعر نه ښکاري. او دا څومره د افسوس خبره ده، چې موږ د شاعرۍ له اصل مخ واړوو.

راځئ چې د شعر په هغه توکي خبرې وکړو، چې هر ډول مضامینو ته شعري رنګ ورکوي. او کره کتونکي باید ځانونه مجبور کړي، چې د شعر محک را څرګند کړي. نو دا محک او دا هنر بغیر له تخیله په بل شي نه شي تمامېدای. که ووایو، چې د شعر روحي جسم تخیل دی، نو د استاد ناګار د شعر اصل په همدې شي خوندي شوی دی. او دی په دې اړه بیلابیل تصورات لري:

تخیل دې چې ناګاره انقلاب ته غیږ پرانیستې
یا په دې فن انځوریږي یا د وینو فوارو کې

«««

انقلاب د فن ډګر دومره ویړ ګړی
چې ناګارپرې هرڅو ځغلي نه شو تام تم

«««

قلم توره ده ترس مه کوه ناګاره
داهم حق دانقلاب و چې ادا شو
(استاد ناګار)

نو داستاد ناګار شاعري همدغه تهذیبي هنداره ده. هغه صاحب نظر حمزه بابا خو درست ویلي و، چې ددې سړي سترګې د شاعر دی. نو کله چې په چا کې د شاعرۍ یو داسې مضمون پورت وي، چې د هغه ټول خویونه د دین وي. نو دا به حسین هم وي او دې ته به هیڅوک قبیح و نه وایي. ځکه د چا په فن کې چې انصاف، عدالت، ترحم، سخاوت، مینه او تواضع وي، نو څوک دې ته تیار دي چې دین ښکلی ونه ګني. نو بیا څه باعث کیږي چې موږ ووایو، ښکلا په جسم او ماده کې ده. ولې ددې نه هم انکار نه شي کېدای، چې حسن دې په جسم کې نه وي. خو د حسن اصل دایم په دیني عوامیرو کې دی. ځکه چې جسمۍ ښکلا دایم متغیره وي. نو موږ ځکه دا وایو چې دین د ښکلا سرچشمه ده. او کله چې په هنري ژبه را اخیستل ګیږي، نو دا به تر ټولو اهمه شاعري وي. ځکه چې ده ته د انسانیت معیار یوازې دا نه وي چې عشق دې له خپل ټبر سره وشي. بلکې دی
عشق بیخي له توبيره ماورا ګڼي او وایي:

عشق ناګاره له توبيره ماورا وي
بغداد خاندي اننګو کې د حجاز مې
(استاد ناګار)

نو د یوه داسې عشق تړون، چې هغه د غربي او مشرقي توپیره ماورا وي، دا به په یقیني ډول د نړیوالتوب معیار لري. او د حجاز په اننګو ګې د بغداد خندا، دا به یوه شاعرانه بیان وي.

ولې د استاد ناګار شاعري د یوه داسې انقلاب ضمانت کوي، چې هغه په ذهني لحاظ علمي او جمالیاتي وراثت او په فني لحاظ مخیل بیان دی. دا چې شاعري په علمي لحاظ علمي او جمالیاتي بیان وي، د هغه لوستل دایم د انسان په رویشونو او کړنو کې تغیر راولي. او دا تغیر د خیر ښېګڼې هر ډول جمال په غیږ کې اخلي. خیرښیګڼه د عاطفې جمالي خوا ده. موږ به دا درک کړو، چې شاعري د انسان له فطري تقاضو څخه را ولاړه شوې وي. او دا د هر شاعر د ذوق بصیرت دی، چې څیزونه څه ډول مخیل کوي. یا ترې تخیلي بیانونه را ولاړ وي. دلته د انقلاب نفې ځکه نشته چې انقلاب هم د انسان د خوښې یا د انسان د فطري تقاضو نه را ولاړیږي. کله چې مجیوریتونه د انسان سیوا شي او حکومت ورته سالمه رسېدا و نه شي کړای نو انسان مجبوریږي، چې یو سالم بغاوت وکړي. اوس دغه مجبوریت د انسان د فطري تقاضونه را ولاړیږي؛ نو ځکه خو انقلاب د انسان د نفسیاتي شکل مظهره څيره ده.

اوس که ځینې شاعران په دغه شکل کې د معشوقو بیانونه را واخلي او که د خدای(ج) عرفاني تجلا را واخلي، نو دا دواړه به شعرونه وي. اوس دغه دواړه مضامین د یو ډول انقلابونو لپاره شوي دي. دا چې ځینې شاعران د انسان جمالیاتي اړخ خلکو ته ورمعرفي کوي، دا به انقلابي ځکه وي، چې د انسان مینه د انسان سره وشي. او څو ک چې د انسانانو سره مینه نه لري، نو بېشکه چې په دین کې هم مردود ګڼل شوی دی او په شاعرۍ کې یې هم غندنه شوې ده. ځکه شاعري لوستونکي ته د فاضلو اخلاقو درس په لطیفه ژبه ورکوي.

ناګارصیب په شاعرۍ کې انقلاب یواځې په سیاسي لحاظ نه دی راغلی. چې دولتونه دې ړنګ شي او بیا دې جوړ شي. زموږ دایم د کره کتنې په برخه یوه نیمګړتیا په همدې کې ده، چې په شاعرۍ کې د کلمو په محیطي ماناو، غور نه شو کولای. او دا د شاعر یو منفرد سبک یا انداز وي، نو موږ چې شاعر معرفي کوو، نو د همداسې منفردو اندازونو تشریح باید وشي. مثلاً یو شاعر یو ویوکي په بېلابېلو ماناو کاروي. همدا ډول جناب ناګار صیب د انقلاب د کلمې مانا متعدېده ده. یوازې یې سیاسي مانا نه ده ارایه کړې. بلکې لوستونکی یې خپل قبیحو اعمالو سره هم مبارزې ته چمتو کړی دی.

عشق ناګاره له توبيره ماورا وي
بغداد خاندي اننګو کې د حجاز مې

اوس په پورتنی مسره ګې اننګي یو مکاني حیثیت لري، ځکه چې حجاز ته منسوب شوي دي. او حجاز انساني شکل نه دی. او بغداد ته منسبه شوې کلمه خندا ده. دغه دواړه کلمې د دوو صفتونو په حیث هم دي. او د صفت مانا دا وي، چې د یوه شي تعین او څرګنداوی دې وکړي. اوس که شاعرانه فلسفه لولو د خولې صفت شنډې دی. او د شنډو سرخي یې جمالي خوا ده. او که ادیبان د مجاز دې اړخ ته لږه هم توجو وکړي، نو ډېر لوستونکي به د لوړ ذوق خاوندان کړي. ځکه دلته خندا یوه جزوي اړیکه د شنډو د سرخي سره لري. او سور رنګ د شنډو صفت دی. او په شاعرانه فلسفه کې د اننکو د رنګ مزاج سور ښودل شوي دی. اوس دغه ګډ جمالیاتي رنګ هم په اننګو کې شته او هم په شنډو کې. او همدغه سرخي ددوی ګډ شکل دی. مطلب دا چې د بغداد او حجاز ترمنځ یو داسې ګډ تناسب شته لکه څه ډول چې د شنډو او اننګو ترمنځ پروت دی. او طبعاً عشق به له توپیره ماورا وي. ځکه چې د مومن ترمنځ یو داسې مشترک رنګ او مزاج شته، چې هغه په قوم پالنه نه شي تعبیرېدای. او ناګارصیب؛ دې د اخوت او مینې رنګ ته یو جمالیاتي او تخیلي رنګ ورګړی دی. نو ناګار د یوه داسې مفکرې او مضمون شاعر دی، چې هيڅ ډول په پښتون، تاجک، عرب او نورو ته په فردي اړیکو نه دی قایل؛ بلکې ددوی ترمنځ د انساني مینې او د اسلام او انسانیت په تړون د تاید فکر لري.

د بغداد او حجاز نه، مطلب دادی چې که هر ځای مسلمان او انسان وي. د دوی ترمنځ یو مشترک تناسب شته، چې هغه دین دی، او دین د خدای(ج) کلام او د رسول الله(ص) بیان دی. او دا چې په هر چا کې وي یا ددې مفکرې سړی وي د هغه سره باید عشق وشي. نو ځکه وایي چې عشق ناګاره له توپیره ماورا دی. او دا کومه جګړه چې په مسلیمو هیوادونو کې روانه ده، یوازې د نفرتونو زېږنده ده. او نفرتونه شیطاني خوینه وي.

او دا خویونه د ځینو اسبابو له خوا جاری کیږي. چې زموږ ترمنځه همدغه شیطاني صفات امریکې او نورو کفري دولتونو رواج کړي دي. چې ځینې اشخاص یې را غلام کړي دي او د قوم، ژبې، مذهب په نومونو زموږ د خوار ولس وینه تویوي. ناګار ددغه انقلاب شاعر دی. او دا انقلاب یې په هنري شکل ټولنې ته وړاندې کړی دی. او ناګار لوستونکی یوه داسې انقلاب ته هڅوي.

استاد ناګار دغه ناره په یوه داسې منسجم شکل کې وړاندې کړې ده، چې هیڅ پکې افراطي نه دی واقع شوی. ځکه چې دغه ناره د بدبختیو په ضد را پورته شوې ده. یو ځای یې د انسانانو د نامشروع اړیکو په باب راپورته کړې ده:

مینه نه وه خو د ډمو بازار تود و
په ارزانه بیه وپلورو ګداز مې
(استادناګار)

او بل ځای یې همدغه ناره د مقدسو ځایونو د اهلي کېدو په باب ده:

دا پندونه دا وعضونه بې نوښته
دتکبیر یوې نارې ته نه رسیږي
(استادناګار)

ناګارصیب دغه مقدس (محراب او منبر) ځایونه، ناقص نه ګڼي؛ بلکې په دغه ځایونو کې چې د کومه د حق ناره باید پورته شي، هغه پکې نه شته. یانې ملایي داسې سر حد ته رسېدلې، چې په چوپړوالو کې یې علمي تناقص دی او د جذبې نوښت په انسان کې نه شي را وستی.

او بیا که ناګار د جهاد رهبرانو ته یو پيغور ورکوي او دا هغه رهبران دي چې اوس د جهاد په نوم باجونه اخلي نو داسې وايي:

په هیواد وژلي چا غوندې هېر نه کړې
په زیارت د شهيدانو ګذربویه

یا دا چې:

چې یې بابا په کوم ارمان تلی دی
هغه یتیم سره جفا کیږي
(استادناګار)

او د داسې انقلاب د راوستو هیله د ناګار د فن هنري مزاج دی او دغه مزاج یې په یوه شاعرانه بیان کې داسې راوړی دی:

د جهاد هیواد لانور سرونه غواړي
کنه فن له ښکلا څه ډول جدا کړم
(استادناګار)

او بیا چې ددغې نارې د قوت انځورګري را ته کوي، نو داسې یې ترسیموي:

ځي پولې نړوي ورو ورو خوریږي هره خوا
پاڅون دې لکه بوی په ګلستان کې نه ځایږي
(استادناګار)

موږ د استاد ناګار د شعر په انقلابي مضمون خبرې وکړې. یانې دا مقاله د ناګار انقلابي هنریاتو ته وقف شوې وه، چې یوه جمالي ژبه یې درلوده. او ده! خو ځکه په هنري موتیفونو کې یو داسې مخیل بیان زیږول دي، چې ضرورت یې دی. او دغه ضرورت معالجه که، و نه شي، نو ډېر خطرناک واقع کېدای شي. اوس د نړۍ په هیوادونو کې د افغان نوم په بې شرمۍ اخیستل کیږي، چې د غله، قاتل، درواغجن او په داسې نورو چټلو صفتونو مشهور دی. نو ضرور دا ده چې دغه انقلاب باید د ځانونو سره هم وکړو او له دولتونو سره یې هم. ځکه چې :

په نفس، هوس دا دګمراه تهذیب ولاړه ماڼۍ
ستره جټکه د یو پاڅون خانه خراب غواړي
(استادناګار)

او دا شاعر د متغزلو اشعارو څخه هم خالي نه دی، ولې دا خاصه به یې نورو مقالو ته وقف کړو. د مثال په توګه یې دا بیت وګورئ:

د زړه جام مې ډک د شنډو له سره خیاله
چا په دې دنیا کوثر اخیستی دی
(استادناګار)

مطلب دا چې که دغه اشعار تجزیه شي، نو مخیل بیانونو، پریماني به لري. دا درسته خبره ده چې یو څوک په مضمون شاعر کېدای نه شي، ځکه چې دغه د انقلاب مضامین نورو شاعرانو هم ارایه کړي دي، ولې اوس ټول ګمنام دي. ځکه چې هنریات یې نه درلودل.

او ناګار به ځکه دایم د شعر د یوه لوی استاد په توکه پاتې وي، چې دغه مضامینو ته یې د شعر ژبه ورکړې ده.

دا به جوته خبره وي چې د فرانسې، هندوستان او د شوروي اتحاد سوسیالیستي انقلابونه د شاعرانو او ادیبانو په مټ شوي دي. څومره چې د لینین د رهبرۍ پولې وې، په دې کې د تولستوی فکر ونډه دومره زیاته وه چې د لینین انقلاب یې کامیاب کړ.
همدا رنګه مولانا ابوالکلام ازاد او مولانا حالي او همداسې نورو ادیبانو د خلکو ذهنیتونه د انقلاب په لور واړول او یو سالیمه رهبري یې را میدان ته کړه. علامه اقبال چې څومره د پاکستان د اتحاد لپاره تخلیقونه کړي دي، نو دا هیواد یې زرغون کړی دي. او ددې نه هیڅوک سترګې نه شي پټولای. نو طبعاً اوس په داسې شرایطو کې د استاد ناګار د فن لمنه نیول ضروري ده. ځکه چې ناګار فاشیست نه دی. متعصب نه دی. غلام نه دی. او دده افکار د یوه اسلامي نظام د بشپړتیا تکامل لري. او دا خو واضع خبره ده چې کوم دولت د اسلام لمنه پرېښودله، نو خلک به یې بربادۍ سره مخ شي. او تاسې دا ټول غربي دولتونه وګوری چې خلک به یې د بدبختیو سره لاس او ګریوان وي. نو دا په اوسنو کومو دولتونه کې چې خپل منځي اختلافونه وي، د مستعمیره اشخاصو په ټاګنه کې وي. او بیا داسې اشخاص چې هغه به قوم بازۍ ته لمنه وهي. او بیا چې داسې رسني پکې روزل کیږي، چې هغه دغه شي ته، نور د خلکو توجو وراړوي؛ نو یقینًا چې ولس به له بدبختیو سره مخ وي. نو په داسو شرایطو کې د استاد ناګار د فن لاره تعقیبول ضروروي او هتمي دي. ځکه چې استاد ناګار د یوه قوم تر چتر نه دی پاتې شوی؛ بلکې د ټول اسلامي امت لپاره یې ناره کړې ده. زموږ بدبختي په همدې کې ده چې په دې یویشتمه پېړی کې قوم پرست یو.

نقادانو ته په کار دا دی چې د اخوت شاعر استاد فضل ولي ناګار د فن په ژبه لوستونکي پوه کړي. تر څو د متعصبو له ولکې وځو. او د یوه شریف دولت د جوړېدو هڅې پیل شي. چې عدالت هم پکې وي ، انصاف هم ولري. او تواضع هم ولري. نه دا چې ټاکنې یې د سیاسي ملګرتیا، خیل بازی، او د فزیکي برادرۍ ترچتر لاندې وي.

او دا له شکه پرته خبره ده، چې افغانستان په یوې داسې نظریې جوړېدای شي، چې ټولو وګړوته د ظرفیت په بینا چارې ور وسپارل شي. او زموږ تقرر یا دې امریکا، پاکستان، هند، برتاتیا او… په غوښتنو شوي(یانې د خارجي ملکرتیا و په اساس دي.). او یا د قومي ضروریاتو په اساس دندې ورکول شوې دي. او د کوم دولت چې ټاکنه یې داسې وي، نو ولس به یې له بدبختیو سره مخ وي، ځکه چې داسې ټاکنې او ګمارنې د خیرښیګڼې چارې نه شي کولای. نو دوی سره به د خیرښیګڼو فکر چیرته وي؟ د هغوی خو د یوه افغاني مافیاوي کړیو ته کار کول وي، د هغوی سره د ولس لپاره د نجات مفکره نه شته. چې اکثره وکیلان، وزیران ، والیانو، ریسانو په واسطه مقرر شوي دي. او افغاني مافیاوې همدغه اشخاص یا چارواکي دي.

یاد چارواکی په افغان دولت یا د سیاسي فشارونو، او یا د خارجي ملګرتیا په اساس پرې تپل شوي دي. او دوی واړه ډلې د یو ډول مافیاوي کارونو، د تر سره کولو لپاره ګمارل شوې دي. او مافیا هیڅ وخت ددې مفکره نه لري، چې د خلکو ته دې د سالمې رهبرۍ بنیاد کیږ دي. نو په داسې دولت کې چې تعصب هم وي، خارجي فشارونه هم وي. د وکیلانو وزیرانو، والیانو ترمنځ مافیاوي اړیکې هم وي. نو عدالت، انصاف، تواضع او ښه حکمت داري به له کومه شي؟ نو په داسې حالاتو کې بایده دا دي، چې د ملي او ضرفیتي اشخاصو په ټاکلو غور وشي. نه داسې چې متعصب، مستعمر، ظالم اشخاص راوستل شي. نو د استاد ناګار د فن یو انقلابي اړخ دا هم دی چې د داسو اشخاصو په مقابل کې ولس او دولت ته دا ذهنیت ورکوي، چې داسې دې ځانونه کړي، چې ملیتي او مستعمره څیره درباندې خوره نه وي.

نو راځي چې ناګار په غور مطالعه کړو. ځکه چې دا شاعر د افغانانو اقبال هم دی، تولستوی هم دی، مولانا ازاد او مولانا حالي هم دی. نو د چا په فن کې چې دومره خوبۍ وي له شک پرته، چې دا به نه یواځې د افغان ملت لپاره وي، بلکې د ټول اسلامي امت د خیر ښیګڼې لپاره دي. د استاد ناګار د اوږد ژوند په هیله.

پای



یوه تبصره

  1. ډېره مننه کوم ریښتیا هم چې پدې لیکنه کې داستاد ناګار حق ادا کړې دې ما هم ترېنه ډېر څه واخیسته .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.