دیني، سیرت او تاریخ

ملا څوک دی؟

ابوبکر عظیمي

ملا هغه څوک دی چې الله.ج. یې په قرانکریم کې ستاینه کړې ده:

[سُوۡرَةُ فَاطِر : 28]

إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ۗ

ژباړه: حقيقت دا دى چې د الله.ج. د بنده ګانو څخه یوازي عالمان د هغه څخه وېریږي!

ملا هغه څوک ده چه الله.ج. د انبیاءو وارث ګرځولی دی نبي علیه السلام فرمایي:
(العلماء ورثة الانبیاء: ابو داود/۳۶۴۱)

ژباړه:علماء د انبیاوو وارثان دي!

ملا هغه څوک ده چه د شیطان له پاره له زرو کسانو عبادت کونکو څخه ډیرسخت ده په دښمنۍ کې .
نبی علیه السلام فرمایی:

فَقِیْهٌ وَاحِدٌ اَشَدُّ عَلَی الشَّیْطَانِ مِنْ اَلْفِ عَابِدٍ

(ترمذی ) [تخریج:مشکواة،ص:۳۴،س:۱۴، عن ابن عباس رض ]

ژباړه: یو فقیه عالم زیات سخت دی په شیطان باندی له زرو عابدانو څخه!

ملا هغه څوک ده چاته چه الله.ج. دخیر اراده کړی ده نبی علیه السلام فرمایی:

(مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ) صحيح البخاري رقم : (71)

ژباړه:چاته چه الله.ج. دخیر اراده وکړی نو هغه ته په دین کی پوهه ورکړی!

ملا هغه څوک ده چه کله یو مسلمان پیداشی په غوږ کی یی اذان کوی بیا چه کله لوی شي قرانکریم لمونځ او نور دینی تعلیم ور زده کوی بیاچه کله واده وکړی نکاح ورته تړی بیاچه کله وفات کیږی جنازه یې کوي همدا راز دیومسلمان دژوند ټول شرعي مسئولیتونه ور په ګوته کوی!

ګورئ مسلمانو وروڼو:

مونږ او تاسو ته پکار ده چه د حق ویونکو ازاد او خپلواکه علماءکرامو پیروی وکړو او د هغوی په نقش قدم باندی روان شو او دخپلو علماءکرامو سره دښمنی بغض او عداوت ونه ساتو بلکه همکاری ورسره وکړو قدر یی وکړو دحق او باطل لاری باید له دوی څخه وپیژنو ترڅو مو دنیا او اخرت دواړه سم شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x