بالاخره طالبانو ډنډ شمالي فتحه کړ

جاوید علي خېل

د کابل شمال ته د پروان او کاپیسا مربوطات چې شمالي یا ډنډ شمالي هم ورته وایي هغه سیمه وه چې د طالبانو د توپاني پاڅون په وړاندې تر پایه د یوه نه ماتیدونکی کمر په حیث پاته شوه.

طالبانو دری ځله د شمالي د نیولو په غرض پوځي مارشونه وکړل. دری ځلې یې مسعود دالان سنګ له تنګي تیر او په پنجشیر دننه کړ. مګر له لنډ مهالې بریا وروسته به ډیر زر په دې سیمه کې د طالبانو په وړاندې د چریکې جګړې اور په لمبو شو او طالبان به یې بیرته شاتګ ته اړ کړل.

د شمالي د نیولو تاخیر د طالبانو صبر هم پای ته رسولی و. هغوی بیلابیلې هڅې کولې خو شمالي نه فتحه کیده.شاید له ډیرو وجوهاتو یې یوه هم د طالبانو محاسبوي اشتباه و. دوی شاید فکر کاوه چې د جنګ ګټلو لپاره یوازې د ټوپک او زور لاره کافي ده. نو ځکه یې په شمالي کې هم د زور د استعمال بیلابیل ډولونه نندارې ته وړاندې کړل.

خو هاغه متل دی وایي چې (که کور مې وسو دیوالونه یې پاخه شول)په طالبان راغلي امتحان او د مبارزې د لارې غورځو پرځو او ټکرو طالبان هم د تجربو له یوې شتمنې ذخیرې څخه برخمن کړل.طالبان اوس پوه شوي چې په اولس د راج چلولو لپاره تر ټولو اړین شرط د اولس اعتبار خپلول، هغوی ته ځان ورپیژندل، د هغوی باور او اعتماد ترلاسه کول او د هغوی په زړونو کې ځان ته د ځای موندل دي.

شاید د شمالي خلکو به هغه وخت طالبان نه پیژندل. مګر په تیر شپاړس کلنه دوره کې چې اصلا د افغانستان په سیاسي قشر د الله تعالی یو ستر امتحان و طالبانو ټول اولس ته ثابته کړه چې څوک او څه ډول خلک دي؟؟ او د هیواد له نورو سیاسي ډلو او افرادو کوم توپير لري؟ په تیرو شپاړس کلونو کې د نور اولس په شان د شمالي خلکو هم ولیدل چې طالبان کوم پردي او اجنبي خلک نه دي بلکې د همدې خاورې تر ټولو رښتیني، وفادار او ایثارګر بچیان دي.

په دې تیرو شپاړس کلونو کې چې د شمالي ډنډ د واکمنۍ پخواني مدعیان شورای نظار، ټوپکیان او ډالربګیران د صلیبي اشغالګرو په چوپړ بوخت وو، د هغوی لپاره یې د اسلام او افغانیت ټول حدود پایمالول. د هغوی لپاره یې د کرایي جګړه مارانو، جاسوسانو او سیاسي نانځکو رول ترسره کاوه، طالبان کاملا په بل اړخ کې ولاړ و. طالب په دې وخت کې د کفر په ځای د اسلام سنګر ټینګ کړ. د غلامۍ په ځای یې د ازادۍ بیرغ رپاند کړ. امریکایي فرعونیت ته د سر ټیټولو په ځای یې د هغوی مغرور سرونه په خاورو کې ورغړول. دتاریخ د مسخ کولو په ځای یې د تاریخي ویاړنو د تکرار او جهادي حماسو د راژوندي کولو تسلسل ته اوږه ورکړه. طالب د خپل وینو په توپاني سیلاب کې د یرغلګرو د کبر او غرور کښتۍ غرقه کړه. خو اولس یې له تلپاتې غلامۍ، ذلت، سرټيټۍ، بې دینۍ او غربي کفر څخه وساته.

همدلته نو ثابته شوه چې طالب واقعا د اولس تر ټولو وفادار او غیرتمند بچی دی. دا حقیقت په تیره شپاړس کلنه دوره کې په داسې ډول روښانه شو چې نور یې نو د یرغلګرو تبلیغاتي رسنۍ په پټولو او مسخ کولو نه شي رسیدلی.

همدا نن مې په رسنیو کې د کابل شمال ته د بګرام، قره باغ او پروان سیمو د خلګو د مظاهرې انځورونه ولیدل. د شمالي خلکو چې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو په ضد یې شعارونه ورکول په اوږو یې د طالبانو بیرغونه را اخیستي وو. هغوی د بګرام د اډې په وړاندې او د شورای نظار د ډالربګیرانو د سترګو په مخ کې د جهاد او ازادۍ سپین کلیمه دار بیرغونه ورپول او دا یې ثابته کړه چې دوی هم نور د ټول ملت په څیر د استقلال متصديانو طالبانو ته په خپلو زړونو کې ځای ورکړی.

دا چې طالبانو په خپله حکمیانه تګلاره او ویاړمن جهاد سره د شمالي د اولس زړونه خپل کړل. دا فتحه یې د بګرام اډې له فتحې هم ستره او پرتمینه ده. ورته مبارکه دې وي.

7
تبصره وکړئ

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

واقعً چي همداغه سي دي د شمال تول هغه سيمي چي دامارت په مقابل كي د مخالفين سنگرونو و اوس تول الحمدلله د مجاهدين پوخ مركزونه دي گورزي وان، سنگ چارك، حتا اوسني فتحه سوي غلمين ولسوالي په غور ولايت دا تول او ورته مناطق يو وقت د دوي خبره دمقاومت زايونه و او زما شه په ياد دي البته اوس لكه سنگه چي تاسي ليكلي دي لحق سره مل دي الحمدلله

ګیلانی
میلمه
ګیلانی

الله دی بریالی لری دقره باغ نامیان

ّپیمان افغان
میلمه

سلام ټولو مجاهدینو ته، زه هم د دې ولسوالۍ اوسیدونکی یم خو د امارت له مشرانو او ټولو چارواکو څخه هیله لرم چې ملکي کارکوونکي او د شخصي شرکتونو کارکوونکي دې نه وژني ځکه هغوی بی طرفه خلک دي، هغوی هم مجبوره دي چې د خپلو بچیانو ته د ډوډۍ موندلو له پاره کار وکړي، دا چې تاسو پوځي کسانو سره مخالف یاستئ هغوی ته هم تر درې ځلو په لیکلي بڼه اخطار وکړئ بې خبره یې مه وژنۍ ځکه هغوی ډیری هم نه پوهیږي ډيری له مجبوریته تللي، ډیری د ظلم او بی عدالتي له وجې تللي، هغوی هم… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

علی خیل صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی د دی ښه زیری او ښکلی ارزونی له مخی دوه لاسی سلامونه درته کوم او دعا کوم چه ورته فتحی او د خلکو په زړونو بریالیتوب دی تل ورته په برخه کړی او په برخه دی. د کابل غلامه او فاسده اداره هغه هوایی ودانی ته ( چه د امریکایانو په اوږو جوړه شوی او ولاړه ده ) ورته دی په هماغه ثانیه چه امریکا اوږی لیری کوی دغه هوایی ودانی به د زمکی سره زمکه وی ، د امریکا هغه مالی او نظامی پیاوړتیا چه په اوایلو کی یی د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

پیمان صاحب الله ج دی راته تر ډیره عمره ژوندی او ګړندی لره . زه طالب نه یم ، په دی معنی نه چه هغوی می نه خوښیږی ، په دی معنی چه د طالب بودن وړتیا نه لرم . په هر صورت کوم مجاهد ورور به خامخا ځواب درته ولیکی، مګر د هغوی د اسلامی ځانګړیتیا وو له مخی به مونږ هم درته د ډاد وړ څه ولیکو او هغه دا چه: طالبان د دی خاوری او ددی خلکو بچیان ، د دی خلکو ورونه او افغانی میرمنی یی میندی او خویندی دی د هغوی د سینو سبیڅلی او… نور لوستل »

ّپیمان افغان
میلمه

ښاغلی اجمل له تاسو مننه کوم، خو دا مو ونه ویل هغه بیګناه خلک چې په قره باغ کې د شخصي دښمنیو ښکار کیږي او هغه هم په طالبانو چپه کوي ولې په دې هکله طالبان غبرګون نه ښه يي، او زمونږ کلکله غوښتنه دا ده چې اردو پولیس امنیت او طالبان ټول د یو بل ورونه دي یو بل ته لاس ورکړئ د کپارو، صلیبیانو او هغوی وحشیانو په وړاندې یو بل سره ودریږئ څوک چې زمونږ د مسلمانانو ورونو وژلو په نیت دلته راغلي دي خو زه دې مخالف یم چې افغانان دې یو بل وولي، نه نه… نور لوستل »

احمد زی
میلمه
احمد زی

پیمان صاحب ، بیا هم درته نیکی هیلی وړاندی کوم ! څومره چه یو بل ته څه لیکو ، که ځان خپله قانع نه کړو هم ستونزمنه ده چه مونږ یو بل ته دلایل لیکو نه خلاصیږی زه به لنډ څو ټکی درته ولیکم، او تاسی خپل غوږونه او سترګی هم وازی پریږدی او خپل فکر په مغزو او ذکر په زړونو کی وزیږوی انشالله حالات به درته ټول یا ډیر په ډاګه شی : زمونږ هیواد برون د روسانو او نن د اروپایانو او امریکایانو له خوا اشغال دی دا خو منلی حقیقت دی . هماغه اشغلکرو مونږ ته… نور لوستل »