افغانستان

د مارشال فهيم جنازه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه

د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم چې، وړمه ورځ په کابل کې د ورپيښې ناروغۍ له امله مړ شوی وه، جنازه يې نن سه شنبه د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کې د يو لړ رسمي مراسو په ترڅ کې ادا شوه.
د مارشال فهيم جنازه د دفاع وزارت څخه د پوځي مراسمو او درناوي په ترڅ کې ارګ ته يوړل شوه. په جنازه کې د ولسمشر کرزي په ګډون ډېرو لوړپوړو دولتي چاوراکو هم ګډون وکړ.
د جنازې لمونځ د ولسمشرۍ کانديد استاد عبد رب الرسول سياف وکړه. چاواکي وايي چې، د مارشال فهيم د فاتحې مراسم به سبا پنجشنبه د کابل عيدګاه جومات کې اخيستل کيږي.
د فهيم د جنازې او تدفين د کميسيو غړي وايي چې، په نورو ولايتونو کې به سبا د واليانو او عسکري قومندانانو لخوا او په پنجشير کې د فهيم د کورنۍ لخوا اخيستل کيږی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x