څنګه د بازار موندنې مدیر شو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل    

۱ ـــ د بازار موندنې د مدیریت په څانګه کې خپل د لیسانس سند تر لاسه کړئ . په کسب و کار، اړیکو یا مالي چارو کې متخصص شئ . د عمومي اړیکو په صنفونو، د بازار موندنې په څېړنو، شمېرو، تبلیغاتو او کسب و کار کې ګډون وکړئ . په هغو ټولګیو ( صنفونو) پسې وګرځئ، چې د لګښت کوونکي په چلند باندې تمرکز کوي .

۲ ـــ د خپل ځان له پاره یو زده کړه نیز سند په پام کې ونیسئ، د کار پوهیز سند لرل کولای شي، کله چې غواړئ د بازار موندنې د مدیریت دنده تر لاسه کړئ، نو له نورو غوښتونکوونکو سره به مو په یوه کتار کې ودروي . د لوړ رتبه کار پوه په دوره کې د MBA څانګه وټاکئ، تر څو د بازار موندنې په اړه په ډېر څه پوه شئ .

۳ ـــ د زده کړو په دوران کې د کار پوهنې په لټه کې واوسئ . د خپلې کارپوهنې له دورې څخه ګټه واخلئ او ترڅو چې کولای شئ، عملي تجربه تر لاسه کړئ . په احتمالي توګه کار مو کاپي اخیستل او ټیلیفونونو ته ځواب ویل دي، خو په داوطلبانه ډول د نورو پروژو د ترسره کېدو په لټه کې واوسئ او له زده کړې سره خپله مینه او لېوالتیا څرګنده کړئ .

۴ ـــ له مسلکي ټولنو سره یو ځای شئ، د بازار موندنې په برخه کې د مخاطبینو د شبکې پراختیا به له تاسو سره مرسته وکړي، چې د بازار موندنې د مدیریت یوه دنده تر لاسه کړئ.

۵ ـــ د بازار موندنې د یوه مدیر په توګه خپلو مهارتونو ته پراختیا ورکړئ . کولای شئ دا کار د ساده او آسانو دندو د ترسره کولو له لارې، چې مهارت ته اړتیا نه لري، وکړئ . کار زده او داوطلبانه کارونه ترسره کړئ .

۶ ـــ د بازار موندنې په برخه کې خبر اوسئ .

د بازار موندنې د لېوالتیا او د مصرف کوونکي د تګلارې د بدلون په اړه خبرونه تعقیب کړئ، د خبر پاڼو غړي شئ، مالي خبرونه ولولئ او په ټولنیزو شبکو کې د بازار موندنې کار پوهان وڅارئ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د