قیام اللیل، یو هېر شوی عبادت

مؤمن افغان

تهجد چې قیام اللیل هم ورته وایي یو له مسنونو عباداتو څخه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره فرض و خو د نور امت لپاره سنت دی.

د تهجد او د شپې د عبادت کوونکو ذکر په قران کریم کې هم شوی دی. الله تعالی فرمایي: تتجافى جنوبهم عن المضاجع يدعون ربهم خوفا وطمعا ومما رزقناهم ينفقون.۱۶ السجدة. ژباړه: د دوی اړخونه له بسترو لرې وي، خپل رب د خوف او امید په حالت کې رابولي او کوم څه مو چې ورکړي له هغو نه انفاق کوي.

مفسرین کرام فرمایي چې دغه آیت دتهجد کوونکو مسلمانو په حق کې نازل شوی دی چې الله تعالی یې خپله صفت بیان کړی دی.

تهجد که څه هم یو مختصر عبادت دی اما د اجر، اغیز او مقام له اړخه خورا ستری او کم ساری عبادت دی. که څه هم د شپې په هره برخه کې عبادت ثواب لري اما د وخت په لحاظ تر ټولو افضل او اجابت ته قریب عبادت د شپې په وروستۍ برخه کې دی. ځکه په حدیث کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: إذا كان الثلث الأخير من الليل، ينزل ربنا إلى سماء الدنيا فينادي فيقول: هل من سائل فأعطيه؟ هل من مستغفر فأغفر له؟ هل من تائب فأتوب عليه؟ ترجمه: کله چې د شپې آخري دریمه حصه(ثلث) راشي نو الله تعالی په بلاکیف نزول سره د دنیا اسمان ته راځي او نداء کوي چې : آیا څوک غوښتونکي شته چې اعطاء ورته وکړم، آیا څوک مغفرت غوښتونکی شته چې بخښنه ورته وکړم، آیا کوم توبه ګار شته چې توبه یې قبوله کړم؟ رواه البخاري و مسلم

د همدې حدیث شریف په استناد ځیني علماء فرمایي چې د شپې په وروستۍ برخه کې عبادت او له الله تعالی سره راز او نیاز ځکه یو جلا مقام لري چې:

لومړی: د نورو لمونځونو د کولو نداء یا آذان د انسان لخوا کیږي مګر په دې وخت کې الله تعالی ته د رجوع او عبادت نداء خپله الله تعالی کوي.

دوهم:په نورو وختونوکې عبادت اکثره مسلمانان اداء کوي مګر په دې وخت کې د الله تعالی خاص بندګان عبادت ترسره کوي.

دریم:په نورو وختونو کې په عبادت کې د تظاهر او ریاء امکان ډیر دی اما په نیمه شپه کې په پټه الله تعالی ته دریدل یو ځانګړی عبادت دی چې د ریاء شائبه په کې نشته.

څلورم: په نورو وختونو کې زیاتره وخت د انسان فکر او ذهن مشغول وي او کومه خشوع چې له لمانځه سره ښایي دغسې حضور نه برابریږي مګر په دې وخت کې د انسان ذهن له ټولو وسوسو پاک وي ځکه تازه له خوبه راپاڅیدلی وي او داسې څه نه وي چې فکر یي مشغول کړي.

نو همدا سبب دی چې ددې وخت عبادت یو ځانګړی امتیاز لري او که کوم انسان ته یې الله تعالی د کولو توفیق ورکړي په ټولو چارو یې ډیر مثبت اغیز کوي.

د تهجد لمونځ یا قیام اللیل که څه هم په اوس وخت کې خلکو ته یو ناشناخته او سخت عبادت بریښي مګر د امت لویانو او متقدمینو دغه عبادت د یوه معمول عبادت په حیث اداء کاوو. دلته به په راتلونکو کرښو کې ددې عبادت به اړه د سلف صالحینو ځیني اقوال رانقل کړو چې د شپې د عبادت اهمیت او فضیلت ترې معلومیږي.

لوی تابعي حضرت سعید بن المسیب رحمه الله فرمایي: کوم کس چې د تهجد لمونځ کوي نو الله تعالی یې په مخ کې خاص نور پیدا کړي چې د هماغه نور له امله ورسره هر مسلمان محبت کوي تردې که چا لیدلی هم نه وي نو په اړه یي مسلمانان وایي زه له فلاني سره ډیر محبت لرم.

حضرت ثابت البنانی رحمه الله فرمایي: که یو مسلمان هر څومره ښه صفتونه ولري خو تر هغو عابد نه شي بلل کیدای تر څو چې دوه خصلتونه د روژو او لمونځ اداء کول په کې موجود نه وي ځکه دغه دوه عبادات په کثرت سره کول د انسان وینې او غوښې خوري، یعني په بدن باندې ډیر بوج وي او انسان ته بدني مشقت رسوي.

حضرت سلیمان رحمه الله فرمایي: د انسان سترګې د عادت تابع دي که چا خپلې سترګې په خوب عادت کړې نو همیشه به خوب غواړي او که چا په بې خوبۍ عادت کړي نو بیخوبي به زغملی شی. دغه راز حضرت محمد بن المنکدر فرمایي : له خپل نفس سره مې څلویښت کاله مبارزه وکړي او سختي مې پرې وزغمله او په عباداتو مې مجبور کړ تر دې چې خپل نفس مې تابع او لارې ته برابر کړ. په روایت کې راځي چې د سلف صالحینو له جملې یو عالم و چې د شپې ډيره برخه به یي عبادت کاوو تردې چې پښې به یې د ډیر قیام له امله وپړسېدې نو دغه مهال به یې خپلې پښې ووهلې او ورته ویل به یې: اې په ګناه امر کوونکو پښو تاسو د بل څه لپاره نه یئ پیدا شوې مګر یوازې د عبادت لپاره.

عبدالعزیز بن ابي رواد رحمه الله به چې د شپې په پسته بستره پروت و نو په بستره به یي لاس وواهه او بیا به یې بسترې ته وویل: په رښتیا چې ډیره پسته او نرمه یې مګر د جنت بسترونه له تا هم نرم دي او بیا به له بسترې پاڅېد او عبادت به یې شروع کړ. دغه راز حضرت فضیل بن عیاض رحمه الله فرمایي: که د شپې قیام او د ورځې روژه دې نه شوای نیولی نو پوه شه چې ته محروم او تړل شوی یې خپلو ګناهونو له دغه سعادت څخه بند کړی یې.

د حضرت مسروق بن الاجدع رحمه الله میرمن وایي:حضرت مسروق به هر سهار په داسې مهال راپاڅیده چې دشپې به یې د ډیر عبادت له امله پښې پړسیدلې وې، هغه به چې د شپې په قیام ستړی شو نو په ناسته به یي عبادت پیل کړ او په پای کې به چې له عبادته فارغ شو نو ځان به یې داسې ستومانه و چې تر بسترې به په ځمکه وڅکېد لکه اوښ چې په ګونډو څکیږي.

علماء کرام فرمایي چې د شپې په پټه عبادت زیاتره د هغه چا په نصیب کیږي او الله تعالی یي ورته توفیق ورکوي چې له ګناهونو یي ځان ساتلی وي. حضرت سفیان ثوري رحمه الله و ایي چې له ما څخه یوه ګناه شوې وه او الله تعالی پنځه میاشتې د شپې له عبادت یعني تهجد څخه محروم کړم.

نو اې لوستونکیه!

خپل وخت غنیمت وګڼه، لکه شاعر چې وایي هره شپه د قدر شپه ده خو په دې شرط که یي څوک قدر وپیژني. ددې په ځای چې اوږدې شپې په اضافي خوبونو، مجلسونو، فیسبوک او نورو عبثیاتو باندې روڼې کړو، ښه به وي چې دغه برکتي وختونه په عبادت تیر کړو او د شپې له تورو تیارو څخه له خپل رب تعالی سره د بي ریا عبادت لپاره استفاده وکړو.

علماء کرام فرمایي کوم خوند چې د شپې په عبادت کې شته هغه په بل هیڅ شي کې نشته نو ځکه خو پخوانیو اولیاء کرامو فرمایلي: أهل اللیل في لیلهم ألذ من أهل اللهو فی لهوهم . یعني د شپې عبادت کوونکي تر هغو بدمستانو چې په لهو ولعب وخت تیروي ډیر لذت حاصلوونکي دي.

نو الله تعالی دې موږ ټولو ته د قیام اللیل توفیق را نصیب کړي. آمین یا رب العلمین



یوه تبصره

  1. Hazrat Omar (RDHA) also said , working and earning Halal Income and Donation in the way of Allah(J) is a great Ebadat.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.