خپل زړونه څنګه نرم کړو..؟

حافظ سفیان خالد

الله تعالی د انسانانو طبیعتونه مختلف او بېلا بېل پیدا کړي دی، دا چي انسان اجتماعي مخلوق دی، اړ دی، تر څو له نورو خلګو سره ګډ ژوند پر مخ بوځي؛ ځکه نو دا هیله ترې کېږي، چي له خلګو سره یې ملګرتيا، اړيکي او متقابل برخورد نېک او غوره وي،
خو انسان کله نا کله په ژوند کي له داسي کسانو سره مخ کېږي، چي سخت طبیعته او سخت زړي وي، چال چلند یې سخت، عکس العمل یې شدید او طبیعت يې خټه وي، چي دا حالت په ځينو وختونو کي د ضمير د وژل کېدو باعث کېږي..
په دې لنډه مقاله کي به موږ هڅه وکړو، د زړه د سختېدلو نښي نښانې، لاملونه، بدي پايلي او د علاج لاري یې وښیو..

لومړی د زړه د سختېدو اعراض او نښي څه دي..؟

1) له وعظ او نصيحت څخه نه متاثره کېدل او همدا راز د الله تعالی په ذکر زړه نه نرمېدل.
2) له سترګو اوښکي نه راتلل، رحم دلي او پر نورو زړه سوی نه درلودل.
3) د نورو مسلمانانو چارو ته اهمیت نه ورکول.
4) د دين د خدمت او نصرت سره مینه نه درلودل .
5) په محرماتو کي د لوېدلو او د دین د مقدساتو د توهینولو پروا نه لرل.
6) انانيت (ځانځاني).

د زړه د سختېدو لاملونه څه دي..؟

په نفسي خواهشاتو کي غرقېدل او له الله تعالی څخه لېري والی تر ټولو غټ لامل دی،
چي څومره انسان په مادي خوندونو او لذتونه مشغول کېږي، هغومره یې زړه سخت او له الله تعالی څخه لېري کېږي.
2) لمونځ نه کول.
3)له بدو ملګرو سره ناسته پاسته کول.
4) ډېري خبري کول؛ څنګه چي عمر بن الخطاب رضي الله عنه ټینګار کوي، چي ډېري خبري د زړه د سختېدو سبب کېږي، همدا راز أبي هريرة رضي الله عنه روایت کوي، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: ( ډېره خندا زړه وژني ) [مصباح الزجاجة].
5) ډېر ګناهونه او د الله تعالی نافرماني کول.
6) د قران کریم پرېښودل، نه یې تلاوت کول او نه عمل پرې کول.

د زړه د سختېدو منفي اغېزي او بد عواقب څه دي..؟

1) له زړه څخه رحم، عاجزي او نرمي تلل.
2) په ټولنه کي تفرقه، بد بیني او سپکاوۍ منځ ته راتلل.
3) دټولنو او وګړو تر مینځ عداوت او کرکه پیدا کېدل.
4) په مادي شهوتونو کي لاهو کېدل او له الله سبحانه تعالی څخه لېري کېدل.
5) د زړه په ځينو خطرناکو امراضو مبتلا کېدل.
6) د شیطان له لوري ژر غولېدل او د شیطان د چلونو ښکار ګرځېدل.
7) د جهنم د ابدي عذاب مستحق ګرځېدل.
8) د الله د رحمت څخه بې برخي کېدل.
9) پر نورو بد ګمانه کېدل.
10) په ټولنه کي د جرایمو ( قتل، غلا، غصب او ..) کچه لوړېدل.
11) د نورو په حقوقو تېری کول.

د زړه د نرمېدلو اسباب څه دي؟
1) الله تعالی ته په لمانځه او تلاوت ځان نږدې کول؛ ځکه چا ته چي د الله تعالی قُرب حاصل شي، نو د الله له وېري یې په زړه کي نرمي راځي .
2) له محرماتو، نفسي خواهشاتو او ډېرو مادي خوندونو څخه ځان ساتل.
په ټولو وختونو کي په کثرت سره ذکر کول؛ ځکه په قران کریم کي پر دې ټینګار شوی دی، چي زړونه یوازي د الله په یاد مطمئن او ډاډه کېږي.
3) د قران کریم په ایتونو کي ژور سوچ کول او زده کول؛ ځکه په دي سره په زړه کي خشوع او اطمينان پیدا کېږي.
4) د اخرت یادول، دا چي هلته حساب او کتاب شته، جنت او اور شته، علاوه پردې دا یقین کول چي دنيا فنا کېدونکي ده او یواځي د تېروتلو متاع او سامان ده.
5) د هدېرو زیارت ته تلل؛ په دې کي ډېري فایدې شته، د مړو یاد، د اخرت او تل پاتي ژوند یاد، او د زړه نرمي.
6) د یتیماتو او مساکینو سره مرسته او دغریبانو لاسنيوی؛
پېغمبر عليه الصلاة والسلام فرمایي:
له مسکینانو او یتيمانو سره مرسته زړونه نرم او باریک کوي.
7) لمونځ او ډېري دعاوي کول.
8) د علماوو ديني او اصلاحي بیانونه اورېدل او د جمعي د لمانځه وعظ او خطبي ته وختي تلل…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.