نظــر

فهیم هم ومړ!!

مرګ حق دی او ټول به پدې لاره درومو، په دې دنیا کې به څوک هم داسې پیدا نشي چې ووایي مرګ نشته، خو مګر ډېر خلک به د اسې وګورې چې د مرګ لپاره تیاری نه لري، فهیم هم یو له هغه کسانو ؤ چې له خپل مرګ نه ناخبره یې هواګانې ګز کولې، په یوه مصاحبه کې یې ویلي ؤ چې(( که چېرته راتلونکي حکومت موږ ته په واک کې برخه رانکړي نو موږ به ټوپک واخلو او غرونو ته به پورته شو!!)) انسان څومره بې پروا او بې غوره دې، بیا داسې یوڅوک چې د اسلام دعوه هم کوي مګر په ژوندانه يي د داسې خلکو ملګرتیا غوره کړي وي چې هغوی د درست بشریت دښمنان دي،دا نو بیا ډېره د تأسف خبره ده.
د مارشال؟فهیم مړینه د کرزي د حکومت ټولو چارواکو ته د مرګ او ژوند د مالک پیغام دې، که څه هم د کرزي د ادارې ډېری چارواکي د مجاهدینو په بریدونو کې له منځه لاړل خو چا ترې عبرت وانخېست او پاتې هغو یې داسې فکر کاوه چې که چېرته د طالبانو مخه ونیول شي نو نور داسې څوک نشته چې دوی د مرګ په خوب ویده کړي او د کل ذائقة الموت د پیغام تصدیق وشي!!
خو اوس باید د یرغلګرو په چوپړ بوخت اجیران پوه شوي وي چې مرګ چاته مهلت نه ورکوي، توبه او له ګناه راګرځېدنه هم قسمت غواړي، باید چې نور نو د کفارو له مرستې او دوستۍ لاس واخلي، تر دې وړاندې شیخ الحدیث؟فضل هادي شینواری هم په همدې ارمان ومړ چې ګنې ژوند به ورسره وفا وکړي او دا ډالري معاشونه به یې همداسې دوام لري، خو کله یې هم دا فکر ونکړ چې د خپل ژوند نه وروسته به هم څه تیاری کول وي، مرګ به راځي، قبر به وي، قیامت او پل صراط به وي، د سیاف او کشاف هم خاتمه چندان ښه نه ښکاري، داسې معلومیږي چې دا د کعبې قسم وهلي او د یتیمانو،کونډو او اسیرانو د ښېراو قرباني شوي صاحبان ټول د کفر په خدمت کې نمبر په نمبر مري، څومره د افسوس خبره ده چې ځوانې دي په جهاد کې تېره شوي وي او د عمر په وروستۍ برخه کې بیا د کفر خدمت وکړي!!
موږ خو الحمدلله له مرګه نه ډارېږو ځکه چې په ژوندنه مو د الله ج د دښمنانو سره د دوستۍ پر ځای دښمني غوره کړې ده، د دنیا د خوندونو او ارام پرځای مو د جهاد سختي او ستونزي منلي دي، او له الله ج نه امید لرو چې ان شاءالله مرګ به مو هم په اسلام کې وي.
هغه خلکو ته چې د مارشال صاحب!! په مرګ خفه دي دومره وایو چې هغه هر څه ؤ خو لاړ او ها د چا خبره غره ته وښاته، اوس د خپل ځان په هکله فکروکړۍ ، خپل مرګ درپه یاد کړۍ، د ملت پر وړاندې د اسلام او بشریت د دښمنانو له دوستۍ لاس واخلۍ، د اخرت لپاره توښه برابره کړۍ، په خپلو تېرو ګناهونو او نارواو له الله ج نه بخښنه وغواړۍ هسې نه چې سبا تاسو هم د مسعود، شینواري، رباني او فهیم په څېر په داسې حالت کې مرګ سره مخ شۍ چې لاسونه مو صلیب ته په نامه ایښې وي او د مسلمانانو ویني څښۍ، د کفارو له دوستۍ به تاسو ته دنیا په لاس درشی او هغه به داسې درنه پاتې شي لکه څنګه چې له دې نورو نه پاتې شوه، دا روزانه چې په سلګونو او زرګونو مسلمانان په شهادت رسیږي نه يې چا په غم کې ویر او ماتم وکړ، نه یې چا د غم لمانځنې په خاطر بیرغونه نیم ځوړند کړل، نه دوه ورځې او درې ورځې رسمي ادارې رخصت کړې او نه یې ورته جنازې په رسمي مراسمو ترسره کړې مګر دا په یاد ساتۍ چې هغو ته به الله ج بخښنه کوي، ځکه چې هغو دکفارو په لاسونو په شهادتونو رسېدلي، خو بالعکس هغه څوک چې په ژوندانه د ګفارو ملګري پاتې شوي، بې ګناه خلک یي وژلي، غلاوې او ډاکې یې کړي وي نو داسې خلک که له مرګه وروسته په هرڅومره درنو القابو یاد شي او یا یې په غم کې ساندې وویل شي، ماتمونه اعلان شي او بیرغونه نیم ځوړند شي، دا یو به هم دوی ته ګټه و نه رسوي، لازمه ده چې د داسې خلکو له مرګ نه پوره عبرت واخېستل شي، اوس به شیرپور ځمکې او د دوبۍ تجارتونه مارشال صاحب!! ته هیڅ په ګټه و نه رسوي،ځکه چې دا هر څه یې د مظلومو مسلمانو افغانو په شهادتونو ترلاسه کړي وو، او د خپلو عملونو حساب به ورکړي.
مبارز افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x