داولي ورځي میاشت کله غټه او کله وړه ولي وي؟ او لاملونه يې څه دي؟

لیکنه:…مفتي احسان الله….

دفن پوهان پر دې خبرو اتفاق لري چې:

1- اکثرا د 29 ورځو میاشت د 30 ورځو دهلال په نسبت باریکه وي، او تر هغې زر له افق لوېږي، مثلا: که دروژې میاشت 29 ورځي وي، نو دشوال میاشت باریکه وي، او که دروژې میاشت 30 ورځي وي، دشوال میاشت نسبتا غټه ښکاري، همدا رکم يې غروب هم دی.

2- دهلال پر کیفیت ددرېیمي تيري سوي میاشت هم اثر وي، مثلا: که دروژې او شعبان دواړي میاشت 29 ورځي وي، نو په دغه صورت کې دشوال میاشت داول صورت دشوال تر میاشت نوره هم باریکه وي، او تر هغې زر له افق غایبېږي.

3- همدا رکم دمیاشت پر کیفیت باندي دڅلورمي تيري سوې میاشت هم اثر پرېوزي، مثلا: که درمضان، شعبان او رجب میاشتي درې واړه 29 ورځي وې، نو دشوال میاشت تر اول او دوهم صروتو لا نوره باریکه او پر اوفق به لږ دريږي.

یادونه: 29- 29 ورځو میاشتي مسلسل درې جمع کيدای سي، دعلامه برجندي او پروفیسرپکرنګ او داسي نورو په خبره تر درو زیاتي د 29 – 29 ورځو میاشتي نه سوای سره یوځای کيدای، البته پروفیسر موسیوفي او نور بیا وايې: چې کله – کله تر څلورو سره جمع کیدلای سوای.

که خبره بر عکس کړو:

نو که دروژې میاشت 30 وه، دشوال میاشت په اول نمبر، دوهم نمبر او درېیم نمبر صورتو کې غټه ښکاري، او غروب يې هم ښه نا وخته وي.

او که شعبان هم 30 ورځي و، نو فرق نور زیاتیږي.

او که رجب هم 30 ورځي و، بیا فرق لازیاتیږي.

بالفرض که جمادي الثانیه، رجب، شعبان او رمضان څلور واړه 30 – 30 سره جمع سي، په دغه صورت کې دشوال دهلال غټوالی او غروب ددوهمي ورځي هلال ته قریب – قریب وي.

فایده: متصلي د30 – 30 ورځو میاشتي تر څلورو پوري را تللای سواي.

حقیقت دا دی:

کله چې دیوې میاشت 29 ورځي پوره کیږي، او سپږمۍ دغروب په وخت کې له لمر نه د 11 درجو شرقي فاصله ولري، او عمر يې 22 ساعته وي، نو د محقَّق قول مطابق (چې 12 شرقي فاصله ده) ځکه هلال ونه لیدله سوه، چې 12 درجې يې نه دي طی کړي (که څه هم دعرض بلد او یا دمدار دقرب په وجه په بل ځای کې ممکن دا هلال قابل رویت وي).

اوس نو په دوهمه ورځ تر غروب افتاب پوري، سپږمۍ 12 یا 13 درجې نوره فاصله دمشرق لور ته وهي، له مخکنیو 11 درجو سره چې 12 یا 13 ددوهمي ورځي هغه جمع کړو، تقریبا 24 درجو او عمر يې 48 ساعتو ته رسیږي.

غروب او طلوع دزمکي دمحوري حرکت نتیجه ده، او دا هم مسلمه ده، چې زمکه په څلورو دقېقو کې دسپږمۍ دمدار یوه درجه پار کوي، نو ویلای سو، چې 24 ضرب 4 حاصل يې 96 راځي، یعني پوره 96 دقېقې سپږمۍ پر افق روښانه پاته کيدلای سوای، په دغه صورت کې به يې جسامت هم ښه ستر وي، دغه داولي ورځي هلال به یوازي یوه درجه تر دوهمي هغې کمه ښکاري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.