د پاکستان لومړی وزیر: پر ډیورنډ کرښه به کټارې لګول ادامه ولري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شاهد عباسي تېره ورځ رسنیو ته وویل چې پاکستان به پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار او کټارو لګولو لړۍ ته ادامه ورکوي، افغانستان هم کولای شي چې په خپل اړخ کې ورته اقدام وکړي.

باید وویل شي چې پاکستان په روان کال کې د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه کټارې ولګولې، دلومړی پړاو پوره کېدو وروسته یې دوهم پړاو هم پيل کړ چې په هغه کې به د بلوچستان او د قبایلي سیمو په پاته برخه کې کټارې لګول کیږي او پوستې به جوړیږي.

شاهد خاقان عباسي همداراز وویل چې پاکستان چمتو دی تر څو د افغان ځواکونو سره په ګډه پر ډیورنډ کرښه د «تروریزم» پر ضد عملیات او ګزمې وکړي او همداسي د افغان ځواکونو سره په ګډه پر کرښه باندي پوستې ولري.

عباسي زیاته کړه : « د کومو تروریستانو سره چې د پاکستان ځواکونه جګړه کوي، هغه ټول په افغانستان کې مېشت دی».

عباسي دغه څرګندونې په داسي وخت کې کوي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ خپله نوې تګلاره اعلان کړې او په هغه کې یې د پاکستان څخه غوښتي چې په خپل هیواد کې دننه د «وسله والو» خوندي ځالې په نښه کړي.

عباسي وویل: مونږ فکر نه کوو چې د پاکستان او امریکا اړیکې تر افغانستان محدودي دي، زمونږ او د امریکا اړیکې اویا کلن تاریخ لري، او دا اړیکې پر یوې موضوع باید ونه تړل شي.

او زیاته یې کړه: مونږ د نورو هیوادونو حاکمیت ته احترام لرو، نور هیوادونه هم باید زمونږ سره ورته چلند وکړي.

عباسي د امریکا سره د تروریزم پر ضد مبارزه کې د ګډي همکارۍ ډاډ ورکړ او وې ویل چې په دغه مبارزه کې که هر څه اندېښنې را منځته کیږي، باید له منځه یووړل شي.

او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ناامنیو له کبله پاکستان دروند زیان لیدلی، د افغانستان د مسئلې حل یوازي د افغانانو په مشري او ملکیت کې د سولې په پروسه کې دی.

باید وویل شي چې د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار او کټارو لګولو پروسه په ولسي او سیاسي کچه په پراخه توګه وغندل شوه خو دغه هیواد خپل کار ته ادامه ورکړې او د ارګ پڅ غبرګون یې هم د خپلې چارې د پوره کولو څخه نه دی مانع شوی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.